شنبه, مې 18, 2024
Homeروغتیاد ملا دردونو په اړه د خلكو انګيرنې او حقيقتونه

د ملا دردونو په اړه د خلكو انګيرنې او حقيقتونه

ژباړن : جاويد اوربل –

 د ملا دردونه ممكن د خنجر د څوكې غوندې تيره او سخت وي يا ممكن ډير شديد نه وي . ژر يا وروسته زموږ په لسو كسانو كې اته به يې تجربه كړي او د ملا درد به ولري ځكه د ملا درد ډير عام دى او خلك اكثره په دې اړه خپلې تجربې او د خبرو لري چې كلكې يې په پام كې نيسي . دوى انګيري چې د ځينو كارونو په كولو سره د ملا درد لرې كيږي يا يو څوك پرې نه اخته كيږي . د دې له پاره چې دا انګيرنې  سمې يا ناسمې دي دې څو ټكو ته پام وكړئ .

خلك انګيري چې په نيغې ناستې سره د ملا له درده ځان خلاصولى شي . دا سمه ده چې كوږ كښيناستل د ملا له پاره ښه نه دي خو هميشه نيغ كښيناستل د ډير وخت له پاره د ملا د درد سبب كيدلى شي . كه چيرې پرلپسې ډير كښينئ نو د ورځې په دوام كې دا كارونه څو ځله  وكړئ : پر چوكۍ نيغ كښينئ ، ملا مو پر چوكۍ تكيه كړئ او پښې مو پر مځكې ولګوئ ، وروسته مو ملا ته وړه انحنا وركړئ ، دا به لا ښه وي او د ملا له درده به مو وژغوري چې تاسو د ورځې په جريان كې يو څه ودريږئ كه هغه تليفون ته د ځواب ور كولو وخت وي يا هم په خپل كار كې د ځينو اسنادو او مكتوبونو لوستلو وخت وي .

خلك انګيري چې د درنو شيانو په پورته كولو سره د ملا درد ايجاديږي . دا مهمه نه ده چې څومره درانه شيان تاسو پورته كوئ ، مهمه خبره دا ده چې تاسو يو دروند شئ څنګه پورته كوئ . رښتيا هم تاسو به دومره لوى او درانه شيان نه پورته كوئ چې هغه ډير درانه وي او ستاسو تر حوصلې وتلي درانه وي . خو كله چې يو شى پورته كوئ ، اول ورونونه مو ورنژدې كړئ ، ملا مو نيغه وساتئ او سر مو بايد پورته وي . د دريدو په وخت كې چې شى پورته كوئ پر خپلو پښو زور راوړئ . د يو شي  د پورته كولو په جريان كې خپله ملا مه قاطوئ يا كږوئ چې دا مو ملا در خوږوي .

خلك انګيري چې د بسترې خوب يې ښه لاره ده چې د ملا له درده خلاص شو .

هو استراحت د ملا د حادو دردونو او فشارونو سره مرسته كوي چې لږ شي خو خلك  چې وايي د ډير وخت له پاره په بسترې كې پاته شئ دا سمه خبره نه ده . ځكه دوې درې ورځې په بسترې كې پاته كيدل ، مضر دي او د ملا درد نور هم خرابې خواته بيولى شي .

د ملا د درد په اړه يوه انګيرنه دا ده چې د ملا درد له زخمي كيدو څخه منځ ته راځي . خو د ملا درد له دې لارې هم پيدا كيږي چې د ملا يو ډيسك خراب شي ،  د ملا په تير كې زخمونه جوړ شي  ، ناروغۍ پيدا شي ، مكروبي منځ ته راشي  يا د كورنۍ د نورو غړو د ملا درد  په درلودو سره د ملا دردونه پيدا كيدلى شي يعنې په ارثي ډول هم د ملا دردونه وړل كيږي .

حقيقت د ملا د درد په اړه دا دى چې كله هم وزن زياتيږي نو د ملا دردونه زياتيږي .

د مناسب زون سره پاته كيدل د ملا د دردونو د نه لرلو له پاره ګټور كار دى . هغه كسان د ملا د دردونوسره ډير مخامخ كيږي چې بې حده يې وزن زيات وي ، يا هغه ورزش كار يا بل كس چې د اونۍ په پاى كې سخت كار وكړي چې نوره ټوله اونۍ يې پر كور تيره كړې وي او په اخيره ورځ هم ښه دروند كار وكړي  . دا مو بايد هميشه په ذهن كې وي چې ډير وزن پر ملا فشار راوړي او د ملا په درد مو اخته كولى شي.

خلك انګيري چې ډنګر يعنې د ملا له درده خلاص خلك خو حقيقت دا دى چې هر څوك د ملا په درد اخته كيدلى شي . خصوصا هغوى چې په بې اشتيايۍ اخته دي ، د خوړلو مشكلات لري ، ممكن خپل هډوكي  د لاسه وركړي  چې درځونه يې كړي وي يا يې هم ستون فقرات مات شي چې داسې كسان د ملا ډير سخت درد لرلى شي كه څه هم ډنګر وي او وزن يې كم وي .

خلك انګيري چې سپورټ كول د ملا د درد له پاره ښه نه دى خو سمه خبره دا ده چې په منظم ډول سره سپورټ كول ، خلك د ملا له درد څخه ژغوري . ډيرى ډاكټران ممكن هغه كس ته د ملايم سپورټ توصيه وكړي چې د ملا لږ درد لري او دا ارام سپورټ به ورو ورو زياتوي . يو ځل چې د ملا حاد  درد له منځه له دې لارې لاړ شي په راتلونكي كې هم د ملا دردونه په سپورټ سره له منځه تللى شئ .

مساژ يا فزيوتراپي د ملا د درد له پاره ګټه لري .

د امريكا د ډاكټرانو كالج او د درد ټولنې په يوې رهنما كې د ملا د لږ درد له پاره د ډاكټرانو توجه د مساژ خواته اړولې ده او ويلي دي چې دوى دې د نورو انتخابونو تر څنګ فزيو تراپي هم په نظر كې ونيسي چې ګټې يې له پخوا څخه ازمايل شوي دي .

اكوپنكچر درد ارامولى يا كمولى شي . د وړاندې يادو شويو دوو ټولنو له خوا ډاكټرانو ته يادونه شوې ده چې د هغو كسانو په تداوۍ كې د اكوپنكچر له طريقې هم كار واخلي چې هغوى په عادي تداويو سره د ملا له درد څخه نه دي په ارام شوي . ( اكوپنكچر د څو وړو ستنو د جګولو تداوي ده چې په چين كې لومړى رواج شوې ده او دا ستنې د درد له ساحې سره نژدې چوخيږي چې ور سره ناروغان د درد څخه د اراميدولو احساس كوي ) ډاكټرانو د ملا درد لرونكو ته د استراحت وړانديز كړى  او د رواني تداوۍ هم يادونه شوې چې مريضان وپوهول شي چې درد يې له منځه ځي او دوى دې ورته انديښنه نه كوي .

محكمې يعنې كلكې توشكې هم د ملا د درد د غلي كولو له پاره توصيه شوي دي .

په هسپانيې كې په يوې څيړنې كې معلومه شوه هغو كسانو چې پر نسبتا كلكو توشكو يې خوب كاوه هغوى تر هغو كسانو لږ د ملا په درد اخته شوي ول چې پستې ناليچكې يې تر ځان د شپې له خوا لاندې كولې . په اصل كې خبره دا هم ده چې دا كار د خوب په عادتونو پورې تړاو لري او ممكن مختلف كسان مختلف ډولونو ناليچكو يا توشكو ته ضرورت ولري چې څومره كلكې وي يا نه وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب