شنبه, مې 4, 2024
Homeکلتوریونلیکد کوټي له سیمیناره د حبواخندزاده ترمزاره

د کوټي له سیمیناره د حبواخندزاده ترمزاره

(بلوچستان او افغانستان ته د سفر یونلیک)

لیکوال: استاد محمدمعصوم هوتک

(۲۴)

په دغه ورځ غرمه دډاکټرنجیب الله نیازي کره مېلمه وم. دډاکټرصاحب کورپه عینومېنه کي وو. یولویه ښکلې ماڼۍ وه. زه او خوریی مي عبدالغني ویس پرټاکلي وخت چي ئې غوښتي وو، ورغلو. نورمېلمانه لانه وه راغلي اوموږله موقع څخه استفاده وکړه اویوې نزدې مسجد جامع دجمعې لمانځه اداکولوله پاره ورغلو. په عینومېنه کي ډېري ښکلي جامع گاني جوړي سوي دي. دجامع امام چي یوځوان ملا وو، پخپله خطبه کي دمقتدیانوله غفلته شکایت کاوه چي ټولو لمونځوته نه حاضرېږي. ده وویل چي دمسجدوظاهري ښکلامهمه نه ده. مسجد د مقتدیانوپه ډېرښت سره ښایسته کېږي.ترلمانځه وروسته بیرته د ډاکټرنجیب الله کره ورغلو. مېلمستیاته انجنیرعبدالهادي او ورورئې هم راغلي ول. تر ډوډۍ خوړلو وروسته مااجازه ځني غوښتله، ځکه چي دجمعې ورځ وه او زمانورپخواني ملگري په ارغنداوکي راته منتظر ول. په ارغنداوکي مي ترماځیگره له خپلوملگروسره مېله وکړه. د ماښام لمونځ مي کورته راورساوه. دشپې گران روهیال له کابله تیلفون راوکړ. له محترم جهاني صاحب سره کتلي ول. روهیال دخبرو په ترڅ کي راته وویل چي دتحصیل پرڅنگ ئې دکندهارمجلې کار بیا شروع کړی دئ. روهیال په کابل کي دماسټرۍ په تحصیل بوخت دئ. پخواچي ئې په کندهارپوهنتون کي داستادۍ وظیفه پرمخ وهله، پرڅنگ ئې د کندهارمجله هم چلوله چي په رشتیاسره ئې ډېره ښه چلوله. کابل ته دده دتگ له اسیته او دغه راز دنورو مالي عواملوله امله کندهارمجله په ټپه ولاړه وه. زه دکندهارمجلې دبیاراوتلوپه زېري ډېرخوشاله سوم. روهیال دمقالې غوښتنه راڅخه وکړه اوماهم وعده ورسره وکړه.

حاجي ظاهرجان څرک، محمدمعصوم هوتک، اسدالله ارماني اواحمدصمیم
حاجي ظاهرجان څرک، محمدمعصوم هوتک، اسدالله ارماني اواحمدصمیم

داکتوبرپرلسمه سهارمي دښاغلي ډاکټرپالوال صاحب په باب هغه خاطره روهیال ته ورولېږله چي دپالوال صاحب ددرناوۍ سیمینار ته مي کښلې وه. په دغه ورځ ښاغلي حمیدالله قادري له کابله ټیلفون راوکړ. په خبروکي مووعده سره وکړه چي په کابل کي به سره وینو. خوله بده مرغه کابل ته زماشپې دونده لنډي اومصروفي سوې چي ددغي لیدني کتني موقع مي ونه موندله.ښاغلی حمیدالله قادري د ارواښاد حاجي احمدقادري زوی اودمرحوم حاجي عبدالحي قادري لمسی دئ. دحامدکرزي دریاست په اوله کابینه کي شامل وزیر وو. ورورئې ښاغلی حبیب الله قادري یووخت په ټورنټوکي افغاني قونسل وو. اوس ئې دغه وظیفه پرې ایښې ده خوپه ټورنټوکي له خپلي کورنۍ سره یو ځای اوسي.بل ورور ئې محمدقادري یووخت دکندهارولایت مرستیال وو.دهمدغي ورځي په ماښام دعینومېني په سالون کي دښاغلي حاجي احمددلمسۍ واده ته ورغلم. حاجي احمدپه کابل کي له ډېروکلونو راهیسي دعلامه حبیبي په نامه کتاب پلورنځی لري. منور سړی دئ. زماسره له پخواڅخه پېژندگلوي لري. واده ته ترتگ دمخه دکاکا اسدالله خان کورته ورغلم. چای مي ورسره وچښلې. دعلامه حبو اخندزاده یوخطي اثر” شمه بارقه” ئې راښکاره کړه. ډېره خوشخطه او ثابته نسخه وه. شمه بارقه په پارسي ژبه د وحدت الوجود او وحدت الشهود په باب په شپږ فصله کي لیکل سوې ده. ارواښادعلامه عبدالحي حبیبي ئې څېړنه د قدر وړ بللې ده.

داکتوبرپریوولسمه زما محترم دوست ښاغلي عبدالولي په تیلفون کي خبري راسره وکړې. ښاغلي عبدالولي دښاغلي محمدولي ځلمي ورور دئ اوپه ټورنټوکي له خپلي کورنۍ سره اوسي. زه چي مخ پر وطن رارهي کېدلم، له ده سره مي خبري کړي وې اوراته ویلي ئې ول چي کویټې ته ځي اووروسته بیاکندهارته روان دئ. کندهارته په راتگ ئې زه خبرسوی نه وم. له ښاغلي محمدولي ځلمي سره لیدنه کتنه زمادسفر د پروگرام په سرکي واقع وه. خوښاغلي عبدالولي راته وویل چي ځلمی صاحب دتداوۍ له پاره کراچي ته ولاړ. په کندهارکي زماداقامت تر پایه زه په دغه انتظار وم چي کله به ځلمی صاحب له کراچي څخه را ستون سي اوزه به ورسره وگورم، خو زماله بدي طالع مي داکتنه په نصیب نسوه. پاک خدای دي ځلمي صاحب روغ اوښه ډېرعمرنورهم ژوندی لري اوماته دي خدای دده دبیالیدوسعادت راپه برخه کړي.

داکتوبردیوولسمي په ماځیگرمودحبواخندزاده پرنوې جوړه سوې مقبره یوه درنه غونډه جوړه اودمقبرې افتتاح مو وکړه. انجنیرشېرشاه رشاد، ما(هوتک)، استادرفیقي صاحب او احمدصمیم صاحب خبري وکړې. کاکااسدالله پوپل هم په دغومراسموکي حاضروو. دمېډیا استازي هم راغلي ول. دکندهارپه رسنیو اونوره مېډیا (سورغر، او نور) کي وویل سول چي “داقبر کشف سو”، خوښاغلي محمدابراهیم سپېڅلي ته مي چي په دابله ورځ ئې دمقبرې په باب دځینوپوښتنوله اسیته تیلفون راوکړ، وویل چي داقبرماته له پخواڅخه معلوم وو. اوس مو صرف له سره ترمیم کړاوشنخته موپر ودروله.

په دې برخه کي ماکاناډاته تر بیرته راتگ وروسته یوه راپورډوله

لیکنه وکړه چي په بینوا،لراوبر اوتاندویبپاڼوکي مي دسږکال د اکتوبر پر ۲۹ مه خپره کړه. دالیکنه به دهمدې یونلیک په همدغه برخه کي بیا راوړم خوداخبره به پرزیاته کړم چي په لیکنه کي مي دپیرمحمد کاکړد مقبرې دودانولو په باب خپل نیمگړي معلومات اوس بشپړکړي دي او هغه خبري چي مي په لومړۍ لیکنه کي په ویبپاڼوکي خپرې کړي وې، اصلاح کړي دي. لیکنه داسي وه :

دحضرت علامه حبواخندزاده مقبره ودانه سوه

حضرت علامه حبیب الله کاکړ( ۱۲۱۳ ـ ۱۲۶۵ق) رحمة الله علیه مشهور په حبواخندزاده دملافیض الله کاکړ زوی او دمسه خېل ملابابړمدّرِس لمسی وو چي دخپل عصر له اجله وو علماوو او محققینوڅخه گڼل کېدی. ملابابړ مدّرِس دهوتکودپاچهۍ په پای کي له کاکړستان څخه دکندهارښارته رالېږدېدلی وو. زوی ئې ملافیض الله کاکړ د احمد شاهي عصردفاضلو علماووپه ډله کي دنامه څښتن وواو داشرف الوزراء شاولیخان بامیزي دکورنۍ غړو ته ئې داستادۍ وظیفه هم پرغاړه وه. علامه حبیب الله کاکړ چي دخپل وخت په علمي محافلوکي په (فاضل کندهاري) سره مشهور وو، دهمدغه ملافیض الله کاکړ زوی کېدی. دکندهارښار دډنډ چوک ته نزدې چي دفاضل کندهاري په نامه لېسه همدا اوس هم فعاله ده، دهمدغه نامورعالم نامه ته منسوبه ده. علامه حبواخندزاده په معقولواو منقولو کي دخپل وخت مرجع بلل کېدی. دعلومو ډېري سخرغوټي دده په محققانه گوتو خلاصي سوي وې او دمصنفاتو شمېر ئې تر دېرشو اوښتی وو. ددغه محقق عالم په باب ما (هوتک) پخپل کتاب (درنه کورنۍ) کي په تفصیل سره خبري کړي دي چي محترم لوستونکي دې هورې ولولي.

له ډېر وخت راهیسي زماپرله پسې هڅه دا وه چي دکندهار دعلمي حوزې دمشهورو مشاهیرو دمقبرو ودانولوته سرکاري مقامات متوجه کاندم اوپه بېلابېلو وختوکي مي دکندهار داطلاعات او کلتور مسئولینو او دوخت والیانوته ددغه ارزښتناک کاریادوني کړي وې چي په هغوکي مي شهید عبدالمجیدبابي او شهید عبدالقدیم پتیال ته ددغو مشاهیرو دنومو لیستونه هم ورکړي ول. ددې ترڅنگ مي خپلي شخصي هڅي هم هیڅکله نه وې سپمولي. له نېکه مرغه زما د شخصي هلوځلو او په خارج کي داوسېدونکو کندهاریو منورینو د مالي مرستو او دگران روهیال او شهیدپتیال د منډو ترړوپه نتیجه کي پردې بریالی سوم چي دوطن دسترفولکلوریست ارواښادمحمدگل نوري مقبره ودانه کاندم.

دنوري مرحوم دقبردشنختي متن مي ښاغلي روهیال ته په هماغه وخت کي په دې ډول استولی وو :

“دلته ستاسي ددوعامحتاج دپښتوژبي لوی خدمتگار،فولکلوریست لیکوال،دکندهاردادبي انجمن اودکابل دپښتوټولني فعال غړی، مشهورادبي شخصیت اوشاعرارواښاد محمدگل نوري (۱۲۸۱ ــ ۱۳۵۲ هـ ش)په ابدي خوب بیده دئ . جنت الفردوس دې په برخه وي (آمین).

مرحوم محمدگل نوري دعبدالواحدصاحبزاده زوی دغلام نبي صاحبزاده لمسی اودرحمت الله صاحبزاده کړوسی و،چي دنسب سلسله یې میانورمحمدصاحب نورزي (رح) ته رسېږي .

پښتنوزلمیولره بویه چي دمرحوم نوري په لاس دفولکلوراوادب بله سوې شمعه روښانه وساتي .

محمدگل نـــــوري له دغه فخربس دئ

لڅي کړې دپښتوپه خدمت پښې دي”

دپیرمحمدکاکړ دقبر جوړولو هڅي مي څو کاله په جدیت سره تعقیب کړې خوپه بشپړه توگه لا بریالی سوی نه یم تفصیل ئې تر نن (نهمه د نومبر۲۰۱۵ع) پوري چي ماپه لاس راووړ،داسي دئ :زمادډېرو هلوځلو په نتیجه کي چي بیان ئې زماپه یوه بل یونلیک ” یوه څلوېښتي په وطن کي” خپورسوی دئ، بالآخره دغه مقبره دښاغلي مینه پال په همت ودانه سوه. خبرئې دښاغلي محمدصادق رښتیني په یوه راپورکي د آزادۍ رادیو په د۱۳۹۳ش کال دمیزان پردوهمه نېټه خپورکړ چي په یوه برخه کي ئې داسي راغلي دي” … دکندهارداطلاعاتواوفرهنگ ریاست په یوه تازه هڅه کي دکلاسیکي دورې دنامتوشاعراولیکوال پیرمحمدکاکړقبرچې دیوې ودانۍ په منځ کې راغلی و اودمنځه تللو په حال کي و، بیرته له سره رغولی…. “. په دغه راپورکي زما دهڅو یادونه نه ده سوې او دپیرمحمدکاکړپرژونداوآثارو یوڅه بیان سوی دئ.دمقبرې دشنختي په باب ددغي وروستۍ هڅي په هماغه اول وخت کي ښاغلي روهیال دایمیل له لاري مشوره راسره کړې وه او ماورته ویلي ول چي دشنختي پریوه خوادپیرمحمدکاکړ هغه غزل ولیکئ چي مطلع ئې وه :

درېغه گل به دگلزار وي موږ به نه یو

دبلبل به پرې چیغار وي موږبه نه یو

دشنختي دبلي خوامتن مي هم ورلېږلی وو. زه چي ددې واربیرته کاناډا ته راورسېدم (۲۳ اکتوبر۲۰۱۵ع)، گران اسدالله ارماني دیوه قبر عکسونه راولېږل چي په سمیټوجوړسوی دئ اوسره پنجره پرراتاو سوې ده. ارماني صاحب راته لیکلي وه چي دا قبردپیرمحمد کاکړ دئ. قبرنه شنخته لري اونه بله لیکنه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب