په دې مرکه کې مې د شعر اړوند ځینو مهمو مسایلو په اړه پروفېسر ډاکټر حنیف خلیل صیب پوښتلی، خلیل صیب په ادبیاتو کې phd لري او فی الحال د اسلام اباد قائداعظم پوهنتون ډایرېکټر دی.
طارق وزیر: ځینې شاعران په دې نظر دي چې د شعر لپاره مطالعه اړینه نۀ ده،ځکه داسې ښۀ شاعران هم لرو چې حتی لیک او لوست یې هم زده نۀ دی؛ څۀ فکر کوئ چې د اوسني دور د غوښتنو مطابق شاعر باید علمي او فلسفي پوهه ولري او که خپلې تجربې یې کافي دي؟
حنیف خلیل: دا پوښتنه باید په دوو برخو ووېشل شي، یوه دا چې شاعران باید مطالعه ولري او کنه؟ یعنې مطالعه ضرور ده که له مطالعې بغیر هم شاعري کیدلی شي؟ ځکه ځینې شاعران لرو چې بغیر له مطالعې هم ښه شاعري کوي.
د دې برخې په جواب کې به دومره ووایم چې د شاعرۍ هم دوه برخې دي؛ یوه برخه یې د خيال،فکر، مضمون او محتوا برخه ده، چې هغه د مطالعې سره زیاته اړه نۀ لري، خو مطالعه پکې وسعت او پراختیا راوستی شي.
دوهمه برخه یې بیخي مطالعې ته محتاجه ده،دوهمه برخه یې د جوړښت او د شاعرۍ د هنر ده، نو کوم شاعر چې د شعر د تکنیک مطالعه نۀ لري، نو هغه یوازې په خپل خیال او فکر شاعري نۀ شي کولی، باید دا ولري.
مطلب دادی چې د شاعرۍ په دواړو برخو کې د مطالعې ضرورت دی.
دغه ځینې شاعران چې له مطالعې بغیر ښه شاعري کوي، نو که غور وکړئ د هغوی شاعري به د فن، هنر او تکنیک له مخې ښه شاعري نۀ وي، په هغې کې به فني خامۍ او کمزورۍ وي؛ ځکه دی به د شعر په تکنیک نۀ پوهیږي چې په یو شعر کې صنعت څنګه راځي،تلازمه څنګه راځي،نوي تشبیه،استعاره او علامت څنګه پیدا کیدلی شي، نو ددې نه به بې تعلیمه شاعر عاري وي ځکه زۀ فکر کوم چې د شعر دپاره په دواړو برخو کې مطالعه پکار ده.
باید یو شاعر دا معلومات ولري چې زما نه مخکې دور کې کوم خیالونه،فکرونه او مضامین بیان شوي دي او کوم نوي دي، نو له تکرار به بچ کیږي.
د هنر په حواله بیخي ضرور ده، که موږ د غزل شاعري کوو نو د غزل په تکنیک پوهه پکار ده،که نظم لیکو،ازاد لیکو،معرا لیکو،یا بل کوم صنف لیکو چې د هغه صنف غوښتنې مو نۀ وي لوستي نو په هغه صنف کې به شاعري څنګه کوو؟
بیا خصوصاً غزل خو د ډېرو فني باریکیو غوښتنه کوي، کوم شاعران چې په نن دور کې رحمان بابا لولي، کاظم خان شیدا لولي،یا حمزه بابا لولي نو تاسې ته به اندازه وشي چې د هغوی د غزل تکینک ډېر مضبوط دی.
خو کوم شاعران چې دغه استاد شاعران نۀ لولي نو د هغه د غزل فني خواوې به کمزوري وي.
د پوښتنې دوهمه برخه داده چې شاعرانو ته فقط خپلې تجربې کافي دي ، کنه فلسفي او علمي لوسته هم ضروري ده؟
د فلسفې لپاره د مطالعې نه زیات د مشاهدې ضرورت وي او دا یوازې د شعر لپاره اړتیا نۀ ده چې موږ ووایو چې دا د شاعر خپلې تجربې دي، نو دا فلسفي تجربې دي او باید په شعر کې راشي، فلسفیانه سوچ له شاعرۍ بغیر هم کیدلی شي چې مشاهده ورته پکار ده.
څوک چې فلسفه مطالعه کوي هغه فلسفي نۀ جوړیږي،بلکې د علم الکلام استاد او ماهر جوړیږي.
علم الکلام دې ته وایي چې کوم خلک خپل تخلیقي غور نۀ کوي یا تخلیق نۀ شي کولی او په زړو فلسفو ځان پوهوي، نو دا فلسفي نۀ دی؛ فلسفي هغه سړی وي چې په خالي ذهن سره د خپلې مشاهدې په رڼا کې نتیجې ترلاسه کړي او بیا یې بیان کړي.
مهمه داده چې شاعر دې ټولنیزه مشاهده ولري، جامعي تجربې دې ولري،د ټولنې درد دې حس کړي، خو دغه احساس چې کله په ښۀ شعر کې وړاندې کوي نو بیا ورته د شاعري مطالعې، ضرورت دی، بیا ورته د شاعري چوکاټونو او نزاکتونو باندې د پوهې اړتیا ده.
خلاصه دا چې بغیر د مطالعې نه،د شعري تکنیک د پوهې نه، د شعر د ژانرونو،صنفونو او د شاعرۍ د فني نزاکتونو نه د لوړ معیار شاعري نۀ شي کیدلی؛ وجه داده چې د شعر په پوره ارتقایي سفر یو نظر پکار دی، هله به شعر په دواړو حوالو مضبوط وي، هم به فکر و خیال نوی او نادر وي او هم به د بیان انداز هنري او تکنیکي وي.
طارق وزیر: موږ ځینو شعرونو ته فلسفي وایو، تصوفي وایو؛ غني خان ته فلسفي شاعر وایو یا استاد غضنفر دغه اصطلاح د اشرف مفتون لپاره مناسبه بللي؛ نو د هغه شاعرانو شعرونه چې سیاسي اړخ لري ولې یې سیاسي شاعر نۀ بولو او که د فلسفي او صوفي شاعرانو اصطلاحوې غلطې دي، خو که وکارول شي کومې ستونزې پېښوي؟
حنیف خلیل: ستاسې دویمه پوښتنه ډېره زیاته ښکلي او اهمه ده، چې موږ د شاعرانو لپاره ځینې اصطلاحات راوړو لکه فلسفي شاعر او صوفي شاعر، ماته دا اصطلاحات ډېر مناسب نۀ ښکاري. لکه تاسې چې پوښتنه کې ویلي چې بیا موږ ولې سیاسي شاعر، مذهبي شاعر، ساینسي شاعر او نور اصطلاحات نۀ کاروو.
دا فلسفي او صوفي شاعر هم باید ونۀ کارول شي؛ موږه چې د شاعرۍ کوم معروف اصطلاحات لرو، هغه داسې دي چې: کلاسیکي شاعر، رومانوي شاعر،مقصدي شاعر.
که دغه شان د هرې موضوع دپاره یو اصطلاح وضع کوو، نو بیا به د محتوا، فکر وخیال په حواله په لسګونو نورو اصطلاحاتو ته اړتیا ولرو.
ډېر داسې اصطلاحات به وي چې هغه به بیا ځان ته نوم غواړي.
نو زما خیال دی چې موږ باید همدغه مروج اصحلاحات راوخلو، چې هغه له ادبي او شعري تحریکونو سره اړه ولري؛ یعنې کلاسیک یو دور ؤ او دا یو کلاسیکي تحریک تېر شوی دی، رومانوي تحریک د ادب یوه برخه ده، مقصدیت تحریک د ادب برخه ده، ترقي پسند تصور د یو فکري تحریک نوم دی؛ نو که دې سره موږ د یو شاعر پېژندګلو وکړو نو ماته زیاته مناسبه ښکاري.
پاتې شوه دا چې شاعر فلسفي یا تصوفي دی، ګوره دا فلسفه او تصوف یوازې د شعر دپاره نۀ دي، بغیر له شاعرۍ هم کیدی شي.
که بیا کوم لیکوال نثر لیکي نو موږ به ووایو چې فلسفي یا تصوفي نثر یې لیکلی دی، خو بیا به راته لس،شل نور نومونه پکار وي، چې دا سیاسي که مذهبي یا بل ډول؛ نو دا به مشکل پیدا کړي او په دغه اصلاحاتو کې دوه زیات معروف دي، فلسفي او تصوفي شاعر؛ له دې دواړو هم باید تېر شو او د کلاسیکي شاعر، رومانوي ، مقصدي او ترقي پسند شاعر اصطلاحات ووایو نو شاید مشکل پیدا نۀ کړي.
دا ځکه مشکل نۀ پیدا کوي چې هغه د رجحاناتو او تحریکونو نومونه دي او یوازې په پښتو کې نه بلکې په نړۍ دغسې ده، یعنې په یونان کې خپل کلاسیک دی نو د هغوی کلاسیکي شاعران دي، په مغرب کې د انګریزۍ، فرانس،جرمن … خپل کلاسیک دی ،هغوی هم په کلاسیک پېژندی شي، رومانوي په رومانویت پېژندی شي، ریالېسټ یعنې حقیقت نګارۍ ولا شاعران هم په ریالسټ پېژندی شي.
ستاسې پوښتنې کې دا ځواب موجود دی چې د فلسفي او تصوفي شاعر اصطلاحات ستونزې پېښوي.
طارق وزیر:ځینې شاعران فکر کوي چې که د نورو شاعري مطالعه کړو، نو تاثیر یې راباندې لویږي او زموږ شعر د هغوی رنګ اخلي، نو ځکه یې نۀ لولي؛ خو دلته مهمه مسئله داده چې که مطالعه یې نۀ کړي نو زده کړه له څۀ شي کوي او بل له دود هم قطعاً بېلیدلی نۀ شي؛ نو داسې لاره شته چې شاعر له نورو زده کړه وکړي او هم یې شاعري د چا تر اغېزې لاندې نۀ شي؟
حنیف خلیل: دا پوښتنه هم له ړومبو سره لږ ډېر نزدېکت لري چې ځینې شاعران داسې رایه لري، چې هغوی مطالعه دې دپاره نۀ کوي چې د هغوی په شعر د نورو اثرات را نۀ شي.
زما وایم چې دا درسته خبره او مناسب سوچ نۀ دی،دا هېڅ امکان نۀ لري چې یو شاعر دې د هیچا شاعري ونۀ ګوري او دی دې خپله شاعري بلکل ځانګړي وکړي او بیا هم پرې د چا تاثیر نۀ وي، په چوکاټ به هم پوره وي،په فني لوازماتو به هم پوره وي، دا ممکنه نۀ ده.
شاعر باید مطالعه او شعري شعور ولري، شاعر باید پوهه وي چې کومې خبرې زما څخه مخکې شوي دي او ماته کومې خبرې کول پکار دي.
که یو شاعر بیخي نور شاعران نۀ ګوري،نو له هغۀ خو په نۀ کتلو کې هم ډېرې خبرې تکراریږي،هغه به د نورو د نۀ مطالعه کولو باوجود ۵۰ فیصده داسې خبرې کوي، چې نورو شاعرانو کړي وي، نو دا خو اپوټه عمل شو.
کوم شاعر چې د ځان نه مخکې شاعران لوستي وي، هغه د تکرار نه ځان بچ کولی شي، نوي او خالصې خبرې راوړلی شي، د نوو خبرو لپاره تخیل پکار راوستلی شي، ځکه د هغۀ په تېرو خبرو نظر دی.
که خبرې نوي نۀ وي نو انداز نوی ورکولی شي، خو چې کوم شاعر د شعري بهیر هېڅ مطالعه نۀ لري نو هغه به د تکرار نه څنګه ځان بچ کوي؟ ځکه دۀ ته خو پته نۀ شته چې دا خبره شوې ده او که نۀ ده شوې؟
زۀ که شعر لیکم او ما حمزه بابا نۀ وي لوستی، نو زۀ په خپل چورت کې روان یم او ما د پښتونوالۍ، رومانویت، جمال او فلسفې هغه شعرونه ولیکل، زما خیال به دا وي چې دا زما خپل سوچ دی خو که دا ۱۰۰فیصده له حمزه بابا سره یو رنګ راغلل بیا به څۀ کوم؟ خو که ما حمزه بابا لوستی وي نو زما په ذهن کې به دا خبره پرته وي، چې دا خبره زۀ په شعر کې ولې ځای کړم چې حمزه بابا کړې ده؛ زۀ ولې هغه څۀ تکرار کړم چې رحمان بابا،خوشال بابا او ځینو نورو کلاسیکو او د خپل دور شاعرانو زما نه مخکې دا خبرې کړي دي.
دا چې څوک سوچ کوي چې زۀ مطالعه نۀ کوم او نوي خبرې به وکړی شم، د اغېز او اثر نه به بچ شم دا غلط سوچ دی، بلکې دا ځان پخپله تکرار ته اړ کول دي.
له داسې شاعر سره شعور نۀ وي چې کومې خبرې یې زړې او کومې نوي دي، دۀ ته خپلې ټولې خبرې نوي ښکاري خو امکان لري چې ۸۰فیصده زړې وشي.
کوم شاعر چې د شعري بهیر ،سفر او د تاریخ مطالعه لري، هغه ځان په ډډه ساتلی شي، ځکه نوي او زړې خبرې پېژني.
بله خبره داده چې د کوم شاعر په شاعرۍ د نورو شاعرانو اثر وي هم، نو هغه به یا د خیال او یا به د جوړښت وي؛د خیال او فکر اثر بده خبره نۀ ده، ځکه دا اثر فطري دی،یو خیال د بل نه پیدا کیږي او یو خیال د بل سره توپیر هم کوي.
خو د تکنیک، جوړښت او د پېشکش چې کوم انداز دی هغه ځانکړی پکار دی، باید نوي ترکیبونه پیدا کړو، نادرې استعارې پیدا کړو؛ اګر چې نوي استعارې او تشبیهات پیدا کول ډېر ګران کار دی خو که موږ کوم نوی کار په جوړښت کې کولی شو، هغه د ترکیبونو کارول دي، ځکه موږ سره مفردات او ټکي موجود دي خو که د هغو ټکو نه مرکب جوړوو، نو کولی شو نوی ترکیب جوړ کړو؛ دوه داسې ټکي راواخلو چې له موږ مخکې نۀ وي شوي، نو بیا د مطالعې ضرورت دی او خپل انداز او بیان کې نویوالی هم راوستی شو.
زما مطلب دادی چې کومې خبرې شاعران کوي، هغه خبرې که ټولې شوي وي، اصل شاعري داده چې زړې خبرې په نوي انداز وکړی شي او ډېر شاعران شته چې انداز او اسلوب یې نوی دی.
د اردو د یو شاعر حواله درکومه، سیف الدین سیف د اردو شاعر دی؛ هغه یو شعر ویلی چې:
سیف انداز بیان رنګ بدل دیتا هی
ورنا دنیا می کوی بات نهی بات نهی
مانا یې داده چې: سیف اندازِ بیان رنګ بدلوي، ګني دنیا کې نوي خبره اډو شته نه.
مطلب دا شو چې خبرې خو زړې دي خو انداز نوی پکار دی او دغه خبره حمزه بابا هم یو شعر کې کړې ده، مطلب یې دادی چې خیال و فکر دې زوړ وي خو لباس دې نوی وي.
شاعري خپل انفرادیت په پرزېنټېشن،جوړښت او تکنیک ترلاسه کوي.
کوم شاعران چې دا سوچ لري چې زۀ نور ځکه نۀ مطالعه کوم چې نوي خبره کول غواړم، دا غلط فهمۍ کې دي او تېروتي دي.
تاسې تجربه وکړئ چې کومو شاعرانو د نورو شاعرانو ژوره مطالعه کړې ده، نو هغه په خپل شعر کې د پېشکش او جوړښت په نوي اسلوب اختیارولو کې کمیاب شوی دی.
کوم شاعران چې بې مهاره ور ګډ وي نو غلط فهمۍ کې وي او فکر کوي چې زۀ څۀ وایم دا زما دي، خو د هغۀ نه مخکې شلو کسانو دا خبره کړي وي.
نو اخري جمله داده چې که څوک د خیال او جوړښت دواړو په لحاظ نوی شعر ویل او نوی انداز غواړي، نو د زړو خبرو نه خبرتیا،د زړو تراکیبو انداز، له تشبیهاتو او نورو تکنیکي لوازماتو نه خبرتیا ورله ضروري ده، ځکه چې دې نه په ډډه وي نو نوی انداز به خپل کړي.
طارق وزیر: زموږ ډېره شاعري خاصتاً د ځوانانو شاعري د موضوعاتو او د بیان د طرز له مخې تکرار ده، خو که څوک انتقاد وکړي ځینې یې ځواب دا وایي چې ژوند ټول تکرار دی او شاعري هم د ژوند له مسایلو سره تړلي ده.
ستاسې په نظر تکرار او بې نوښته شاعري شعر وژنه ده او که مشکل نۀ لري؟
حنیف خلیل: دا څلورمه پوښتنه هم د ځینو اجزاوو وضاحت غواړي، یعنې چې څوک وایي چې ټول ژوند تکرار دی نو په شاعرۍ کې به هم تکرار راځي؛ دغه فکر او رسایي مناسبه نۀ ده.
که ټول ژوند تکرار دی هم، خو په دې ژوند کې تنوع څومره ده.
ژوند په ټاکلي حد کې راګېر نۀ دی، یو ماشین نۀ دی او نۀ په یو دور کې ولاړ دی؛ ژوند د اوبو تلاب نۀ دی سمندر دی، روانې اوبۀ دي او روانو اوبو کې حرکت او حرارت وي، ولاړو اوبو کې خبره ولاړه وي.
وګورئ! چې په دې ژوند کې څومره اړخونه دي ،څومره ټولنیز علوم دي،چېرته نفسیات،چېرته جمالیات،چېرته سماجیات،چېرته مذهبیات،چېرته فلسفه،چېرته ساینس او چېرته نورې بلا خبرې دي؛ ژوند ډېر پراخ دی.
که دا رایه ولرو چې ژوند تکرار دی، ددې مطلب به دا وي چې په ټوله دنیا کې دې شعر ودرېږي، ځکه ژوند کې چې څۀ ؤ، هغه وویلی شو بس نور به تکرار ته کېنو.
خبره داسې نۀ ده، تخیل دې ته وایي چې د یوې خبرې نه بله پیدا کړی شي، د کایناتي اجزاوو نه نوی تصویر پېش کړی شي، نوی تصویر پېش کول د تخیل کار دی.
د شاعرۍ تکرار په دې ختمیدی شي چې زړې خبرې په نوي انداز وشي.
《جام دې نوی وي زړه صهبا پکار ده》لکه د حمزه خبره مو چې مخکې وکړه.
ځینو ځایونو کې ممکن انداز هم بدل نۀ شي لکه زموږ په کلاسیک کې بلا شعرونه داسې دي چې د خوشال بابا،رحمان بابا،علي خان،حمید،کاظم خان،حافظ الپوری او نور کلاسیکو شاعرانو خیال بلکل نزدې کیږي او له خیال سره کله کله اسلوب،انداز یا ډېکشن، لفظیات او یا جوړښت سره ورته والی لري.
که د یو شاعر ټوله شاعري تکراري ووینو، دغه شاعري ارزښت نۀ لري، خو که په یو دیوان لس،شل یا یو څو شعرونه له نورو شاعرانو سره سمون وخوري، نو دا خو څۀ خبره نۀ ده ځکه انسانان ځینې مشترکه خبرې کولی شي، البته ډېر شاعران داسې هم شته چې نوی رنګ ورکوي.
یو دوه مثالونه پېش کوم چې یو شاعر د بل شاعر له زوړ خیال نه نوی څنګه پیدا کوي، اثر یې اخلي خو د بیان انداز کې انفرادیت راولي.
کاظم خان شیدا وایي چې:
ستا چشمان به څۀ نګاه کا په خاکسارو
چې له کبره دې باڼۀ ګوري اسمان ته
ښکلی خیال دی چې د محبوب باڼه چې اسمان ته دي، دا له ډېره کبره دي او د ځمکې په خلکو به څۀ نظر وکړي؟
اوس د حمزه بابا یوه نقطه خوښه شوي ده چې باڼه چې د اسمان په لور کاږۀ دي نو دا کبر کوي، دا خبره یې له شیدا اخیستي او بیا یې خپل نوی رنګ اختیار کړی یا اضافه یې کړي ده،چې تخیل یې پکار راوستی او شعر کې یې ساده ګي هم شته.
یاره چې اسمان ته دې باڼه ګوري
سترګې دې زما په مخ کې څۀ ګوري
که حمزه بابا شیدا نۀ وای لوستی نو هغه به د باڼو اسمان د کتو استعاره څنګه پیدا کوله او نوي اضافه یې څنګه کوله؟
هغه شاعر چې وایي چې ژوند تکرار دی او موږ به تکرار شاعري کوو، نو دا شاعر دې شاعري پرېږدي، ځکه چې موږ ته د دغسې تکرار ضرورت نۀ دی چې فکر هم تکرار کړه او جوړښت هم تکرار کړه، بیا یې د شعر ضرورت څۀ دی؟ ځکه دا خبرې مخکې شوي او له دۀ نه په ښۀ انداز شوي.
که تۀ انداز بدلولی شې او یا زوړ خیال ته نوی رنګ ورکولی شې، نو تا ځان له تکرار نه په ډډه وساتلو یا تکراري خیال ته نوی انداز ورکړ، جوړښت،ترانم،تراکیب،استعاره یا بل څۀ کې دې نوی بدلون راوست، نو بیا دې ته موږ تکرار نۀ وایو.
خلاصه دا که هغه شاعر چې نۀ نوی خیال لري او نۀ نوی انداز، شعري بهیر ورته ضرورت نۀ لري؛ خو که زوړ خیال ته نوی رنګ ورکوي یا انداز بدلولی شي بیا سمه ده.
داسې هم کیږي چې یو شاعر خپل خیال دوباره تکراروي، کاظم خان شیدا نه داسې شوي، چې یو خیال یې په بل شعر کې هم وي، خو انداز،استعارې،علامت او تراکیب یې د دواړو شعرونو بدل وي، نو بیا ویلی شو چې استاد شاعر دې ته وایي، ځکه د لومړي او دوهم شعر خیالونه یو دي خو بیا هم بدل ښکاري.
نو که شاعر له تکرار ځان بچ کول غواړي، نو تېز تخیل او نوی انداز ورته پکار دی.
طارق وزیر: که یو شعر د اصولو په تله پوره وخېژي، خو کوم فکر پکې نۀ وي او فقط د خوند لپاره وي؛ دا ښۀ شعر کیدلی شي؟
حنیف خلیل: دا پنځمه پوښتنه کې ډېرې ښې خبرې ته اشاره شوي او دا باید راوسپړلی شي.
زموږ ځینې شاعران د غلط فهیمو ښکار دي، یعنې هغوی دا وایي چې شعر چې په شعري اصولو برابر وي نو دا شعر دی او ښۀ شعر دی.
خو زۀ بلکل ورسره متفق نۀ یم، له شعري اصولو د دوی مراد شعري پېمانه ده، شعري پېمانه خو متعین ده مثلاً غزل لیکو د هغۀ شعرونه وي،مطلع او مقطع وي،هر شعر بحر وزن لري،ردیف او قافیه ده، نو که موږ یوازې دا شاعري ګڼو نو غلط فهمۍ کې یو.
شاعري یوازې په چوکاټونو کې د بې ځایه او بې مقصده خبرو اچولو نوم نۀ دی،شاعري د فکر نوښت او رفعت نوم دی او داده چې ستا په شعر کې تخلیقي زور څومره دی.
که موږ صرف اصولو ته راشو چې مثلاً د شعر اصول بحر، وزن دي دا به یا غزل وي یا نظم ازاد یا معرا نظم وي او معرا خو صرف وزن پکار دی؛ که داسې وي نو موږ پاکستاني مکتبونو کې پاړې ویلې، بیا خو پاړې هم شعر دی: اېک دوني دوني، دو دوني چهار، تین دوني چه، چهار دوني اټ
هره مسره وزن لري نو دې ته به هم معرا نظم وایو؟
که غزل داسې ووایو چې په ټولو اصولو برابر وي،قافیه،ردیف،وزن او د پېمانې غوښتنې ټولې درستې وي نو موږ به بیا هم ورته شعر وایو چې هغه فکر نۀ لري؟ نۀ دا شاعري نۀ ده.
مثلاً که زۀ ووایم چې: د لرګي کټوۍ کې څیز کله پخیږي_چې څیزونه اور نه مخکې وسوځیږي
قافیه پکې راغله(پخیږي او سوځیږي) وزن هم لري، دې ته اوس څوک شاعري وایي؟
شعر په وزن او پېمانه شعر نۀ دی بلکې په تخیل، تفکر، نوښت او په هنري چوکاټ شعر دی.
که شعر په شعري اصولو او پېمانه برابر وي خو چې تخیل ،مشاهده او نوښت پکې نۀ وي،پاروونکی فکر او احساس نۀ لري، نو بیا شاعري نۀ شي کیدی.
اصول ګِلکاري ده، ګِلکار دا کوي چې کومه خښته چېرته کېږدي، دیوال به څنګه مستقیم وي،بحر وزن به څنګه وي؛ که داسې شي نو بیا شعر نۀ دی ځکه شعر فکر،تخیل،جذبې،احساس او نوښت ته ضرورت لري.
کوم څیز ته چې موږ شاعري وایو، دا په نثر کې هم کیدی شي، شاعري صرف منظومات نۀ دي، د منظوماتو مثالونه مې درکړل چې هغسې منظومه ده خو شعر نۀ دی.
ځینې خیالات او تفکرات به منظوم نۀ وي خو شعر به وي، یعنې په نثر کې داسې خبرې کولی شو چې فکر،خیال،جذبه او احساس لري او د نورو احساس راپارولی شي، دا نثري شاعري ده، مشران ورته سپین شعر وایي.
نو شعر او منظومه بېل دي، شعر په تخیل او تفکر ولاړ دی، خو منظومه په وزن،بحر، قافیه او ردیف ولاړه ده.
طارق وزیر: په شعر کې هنري ابهام ته ضرورت شته ،که واضح بیان پکار دی؟
حنیف خلیل: د شعري ابهام په نوعیت باید پوه شو، کله کله موږ ابهام دې ته وایو چې شعر دومره پیچلی کړو، چې په هېڅ طور ترې مانا نۀ راوځي او مانا د شاعر په خېټه کې پاتې شي.
لکه عرب چې وایي(المعناء فی بطن الشاعر) مانا د شاعر په خېټه کې ده، نو دا بیا ولې ولیکلی شو او د چا دپاره شو؟ دغه ابهام غیر ضروري، غیر افادي او بې مقصده دی او له دغسې ابهام نه واضح شعر غوره دی.
که ابهام په ایهام بدل شي نو ایهام پخپله یو شعري صنعت او تکنیک دی او ایهام دې ته وایي چې ابهام ښکلی کړی شي. دغه ډول ابهام خپل لوستونکی په ژور فکر مجبوروي،چې غوټې پرانیزي په علامتونو او استعارو پوه شي، نو بیا د ابهام د غوټې د پرانیستلو نه پس د شعر خوند یو په لس شي؛ دغه ابهام د شعر حسن دی او پرته له ابهام شاعري پروپاګنډه جوړیږي.
سییده ساده خبرې خو سیاست دان،ملا او ژورنالېست هم کوي چې استعارې،علامتونو او تلازمې پکې نۀ وي دا خو بیا شعر نۀ دی.
شاعري د علامت،تکنیک،استعارو،تشبیهاتو،بدایعو ژبه ده.
مثلاً که سیاست دان خبره کوي هغه به داسې وي چې په کشمیر د هندوانو قبضه پکار نۀ ده ځکه دلته مسلمانان زیات دي؛ خو یو شاعر علامت او استعاره راوړي همدا خبره حمزه بابا په شعر کې کوي:
ځیر دې یم زلفو ته د مخ په تمه
زۀ د هندوانو نه کشمیر غواړم
اوس غور وکړئ چې د هندوانو او کشمیر دپاره یې د زلفو او د مخ استعارې راوړې او دا د شاعر کار دی، یعنې مخ سپین دی د کشمیر له ښکلا سره تشبیه دی، زلفې تورې دي تشبیه یې له تورو هندوانو سره ده؛ نو چې تورې زلفې په سپین مخ راخورې وي مطلب یې دادی چې هنداونو کشمیر قبضه کړی.
ابهام درجې لري چې بیا د لوستونکو د ذوق درجې غواړي، مثلاً که ددې لږ زیات ابهام راواخلو نو بیا به د کاظم خان شیدا شعر وایو چې:
شګفته کړه لکه لمر جبین هر چاته
چې په تلۀ دې سیاه پوش تمام جهان شي
خبره په ابهام کې شوي خو غوټې یې پرانیستلی کیږي او ابهام ابلاغ ته رسیږي نو لوستونکی د شعر په خوند پوهیدلی شي.
شیدا ویلي دي چې خپله ټنډه د لمر غوندې روښانه کړه، ځکه چې ستا د مرګ او پرېوتو نه پس ټول جهان تاپسې خپه وي، که لمر پرېوزي جهان تیارۀ شي ټول جهان تور لباس اغوندي او لمر پسې خپه وي؛ ددې علامت مطلب دادی چې که ستا ټنډه روښانه وه نو ستا له مرګ وروسته به هم ټول جهان تورې جامې اغوندي.
دا ښکلی ابهام دی پرانستلی کیږي او ابهام د ایهام او ابلاغ مقام ته رسیږي.
ابهام تر دې هم اوچتې درجې لري په خپله رحمان بابا کې ګران شعرونه شته او شیدا خو داسې شعرونه لري چې هغه ډېر فني نزاکت غواړي، عام او سطحي ذوق لرونکي ته به یې هر شعر ابهام ښکاري.
شیدا وایي چې:
ما لباس ورپسې رنګ د ګل په شان کړو
لکه بوی هسې مې ووت له اغوشه
دا بیت عام لوستونکي ته ابهام ښکاري، خو پوه او با ذوقه یې غوټې پرانیزي او ابلاغ ته رسیږي نو هلته معلومیږي چې شعر څنګه وي.
شیدا بل ځای وایي چې:
چې سرور په مستعار کا شیدا واوره
د دهقان په دانه رقص د اسیا کا
اوس د عام ذوق لرونکي ته شیدا مشکل پسند او شعر مبهم ښکاري، خو د لوړ ذوق لوستونکی یې غوټې پرانیزي.
سرور په رقص کې دی او ځینې رقصونه داسې وي چې په خپل مزاج نۀ کیږي ،په مستعار طبیعت کیږي او مستعار طبیعت دپاره شیدا مثال ورکړی چې “د دهقان په دانه رقص د اسیا کا” اسیا یعنې د ژرندې پل هم چورلي خو هله رقص کوي چې دهقان دانې ورته راوړي، شیدا د انساني ټولنې خبره کوي چې مستعار رقص مه کوه، څوک چې مستعار سرور حاصلوي یعنې د مفتو شراب څښي او مفت رقص کوي؛ په رقص کې هم چورلک وي، په میکده کې چې ساقي جام ګرځوي نو هغې کې هم ګردش وي او د ژرندې پل کې هم ګردش وي؛ دا ټول ګردشونه په یو بیت کې راغونډول د استاد شاعر کار دی او دا هغه ابهام دی چې ایهام او ابلاغ ته رسي او د لوړ ذوقه لوستونکو لپاره وي.
څوک چې په نظم کې ساده خبره کوي دۀ سره شعر نۀ شته، خو څوک چې په منظوماتو کې تکنیک راولي، نو دغه تنکیک که څۀ هم د مبتدي لوستونکي دپاره به ابهام وي، خو د لوړ ذوق لرونکي دپاره به شعري تکنیک وي.
البته د مشکلې ژبې نه ځان په ډډه ساتل پکار دي، یعنې د ژبې مشکل دا چې موږ سره پښتو ساده او سوچه ټکي شته؛ نو ژبه کې ګنجلک، ټکي په زور راوړل، له نورو ژبو د هغو ټکو راوړل چې خپله ژبه کې بدیل لري، پکار نۀ دي.
حمزه بابا یوه مسره داسې ده چې: ستا به جوهر د سخن دا وي چې ساده کړه ژبه
په ساده ژبه کې پوره تکنیک راولئ،علامتونه،تلازمې او استعارې راوړئ!
د حمزه دې شعر کې ژبه ساده خو شعري ټکنیک لري:
ګوره سترګې چې مې ډکې ډکې کیږي
نوم د تګ په خولۀ وانخلې باران راغی
ژبه یې اسانه ده خو دوه تصویرونه پکې دي ،یو دادی چې چې محبوب د تګ اجازت غواړي خو مین ورته وایي چې تۀ مۀ ځه! دوه قسمه باران راغلو؛ یو خو چې تۀ رخصتېږې نو د ډکو سترګو باران رادرومي ، بل خوا بهر هم باران وریږي او باران کې څوک نۀ ځي.
حمزه بابا وایي چې:
اشنا چې راشي خطا وار شي زما
حمزه! تر څو به خطا وار اوسمه؟
د لومړي خطا وار هدف وارخطایي ده او دوهم خطا وار د غلطي کوونکي مانا لري؛ یو خطا وار یې په دوو ماناوو کې استعمال کړ او ژبه ساده ده.
اخري دا چې ژبه دې ساده وي خو تکنیک دې موجود وي، شعر دې نېغ په نېغه نۀ وي، شعر باید د سیاست دان،ملا او خبریال خبره نۀ وي، بلکې باید د شاعر خبره وي او شاعر خبره په علامتونو، رمز او کنایه کې کوي.