جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاروپايي اتحادیه په ښوونځیو کې د ماشومانو د تغذیې لپاره ۱۰ میلیون...

اروپايي اتحادیه په ښوونځیو کې د ماشومانو د تغذیې لپاره ۱۰ میلیون یورو مرسته کوي

تاند (چهارشنبې، د جوزا ۹ مه) د خوړو نړیوال پروګرامWFP نن (چهارشنبې) اعلان وکړ چې اروپايي اتحادیه په افغانستان کې د ښوونځیو زده کوونکو ته د خوړو د ورکولو لپاره د ملګرو ملتونو نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) ته 10 ملیون یورو ځانګړي کوي.

دا اضافي مرسته به WFP ته دا وړتیا ورکړي چې په اتو ولایتونو کې له 10,000 څخه په زیاتو ښوونځیو کې زده کوونکو ته انرژي لرونکي یا قوي بسکټونه او په فراه، غور، جوزجان، ننګرهار، نورستان، پکتیکا، ارزګان او زابل ولایتونو کې د ځايي اوسیدونکو له لوري تولید شوي خواړه وویشي.

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې شارژدافېرې رافیلا ایودیس وویل:”لوږه کیدای شي د زده کړې په وړاندې یو خنډ وي. زموږ اوږدمهاله شریک WFP ته د اضافي مرستې ورکړه دا ډاډ رامنځته کوي چې په افغانستان کې ډیر ماشومان تغذیه شوي خواړه ترلاسه کوي. دا د دوی لپاره ضروري ده چې انرژي او روغتیا ولري او په دې توګه د زده کړو لپاره تمرکز وکړای شي. او که دا خواړه میندې او پلرونه وهڅوي چې د ښوونځي حاضري ته لومړیتوب ورکړي، دا به د هرچا په ګټه وي.»

د WFP په وینا، د ښوونځي له څلورم څخه تر شپږم ټولګي پورې به ماشومان د نباتي غوړو په شمول خوراکي مواد خپلو کورنیو ته وړلی شي.

په دریو ولایتونو کې چې په ځانګړي ډول د هلکانو لپاره د نوم لیکنې کچه ټیټه ده، له څلورم څخه تر شپږم ټولګي پورې هلکان به هم په کورونو کې خوراکي مواد ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب