جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسپینې ماڼۍ د روسیې لخوا د طالبانو د په رسمیت پېژندلو د...

سپینې ماڼۍ د روسیې لخوا د طالبانو د په رسمیت پېژندلو د « ناوړه پیغام» خبرداری ورکړ

تاند (چهار شنبه، د جوزا ۹ مه) د سپینۍ ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند وايي که روسیه د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژني؛ دا به نورو هېوادونو ته ” ناوړه ” پیغام وي.

نوموړي په یوه خبري غونډه کې وویل: ” طالبانو تر اوسه پر هېڅ یوې هغې ژمنې عمل نه دی کړی چې ویلي یې وو د واک تر لاسه کولو وروسته به یې ترسره کړي، موږ هیڅ دریځ نه لرو او نه به یې ولرو چې طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت وپېژنو، د روسیې په اړه موږ په دې باور یو چې دا به نورو (هېوادونو) ته ناوړه پیغام ورکړي، زه نه غواړم په دې اړه یوې فرضي موضوع ته ولاړ شم خو دا یو ناوړه اقدام دی. “

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په وروستیو څرګندونو کې طالبان په افغانستان کې “اصلي ځواک ” بللی او ویلي یې دي چې دا ممکنه ده مسکو طالبان د هغو ډلو له لیست څخه وباسي چې بندیزونه یې پرې لګولي دي.

د طالبانو یوې وسله والې مخالفې ډلې، چې ځان د افغانستان د ازادۍ جبهه ګڼي، د طالبانو د په رسمیت پېژندلو د هڅو د ناوړه امنیتي پایلو خبرداری ورکړی.

طالب چارواکو بیا د  دوی په تړاو د روسیې د چارواکو څرګندونې د دوی بریالیتوب او لاسته راوړنه ګڼلې ده.

2 COMMENTS

  1. دې ته وایی کول او بیا پاکول، خپله یې قدرت ته ورسول، افغانستان یې ورته ډالۍ کړ. جوړ نظام خیر که مشکلات یې لرل ورته ونړاوه او دې مطلق خرو ته یې چې هیڅ دلیل او منطق نلري هیواد وسپاره. ددې ځناورو پر ځای به مو هماغه نظام پاک کړی او سم کړی ویً، فساد او ټوپک سالاري به مو له مینځه وړی وی ځکه یو څه په پښو ودریدلي ؤ، مګر تاسو منافقو او نړۍ ورانو امریکایانو ټول نظام چپه او شی مو ماشوم ته وسپاره او هغوی هم د شګو ډک کړ. اوس وایي رسمیت پیژندل خطر دی دا هم ستاسو پلان دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب