یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهمېرمن ګېټس د افغان ښځو په ګډون د نړۍ له ښځو سره...

مېرمن ګېټس د افغان ښځو په ګډون د نړۍ له ښځو سره یو میلیارد ډالره مرسته کوي

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۱۰ مه) د مایکروسافټ د مشر بیل ګېټس مېرمن میلندا فرینچ ګېټس وايي، په راتلونکو دوو کلونو کې به هغو کسانو او موسسو ته چې په نړۍ کې د ښځو او کورنیو د حقونو لپاره کار کوي یو میلیارد ډالر مرسته وکړي.

دا په تیرو پنځو کلونو کې دوهم ځل دی چې میرمن ګیټس په شخصي ډول یو ملیارد ډالر مرسته کوي.

په 2019 کې، هغې ژمنه وکړه چې د 10 کلونو لپاره به د ښځو د پیاوړتیا او نفوذ په پراختیا کې مرسته وکړي.

د امریکا د ملي راډیو NPR د راپور له مخې، میلندا ګیټس وویل چې په نوي نوښت کې له 12 نړیوالو مشرانو سره د 240 ملیون ډالرو مرستې شاملې دي.

اغلې ګېټس وايي، په دغو کسانو کې د نیوزیلنډ پخوانۍ صدراعظمه جسیندا آرډرن او افغان ښوونکې او د ښځو د حقونو د غورځنګ غړې فرزانه بسیح راسخ هم شاملې دي.

نوموړې وايي هر یو به شل میلیونه ډالر ترلاسه کړي چې په متحده ایالاتو او نړۍ کې یې د ښځو پر روغتیایي سازمانونو ولګوي.

د ګیټس فاونډیشن له خپل میړه، بیل ګیټس څخه 12 ملیارد ډالر ترلاسه کړل چې په نړۍ کې یې په خیریه چارو ولګوي.

میلندا ګېټس ویلي دي چې د دې پیسو یوه برخه به په امریکا کې د میندو د حقونو د ملاتړ لپاره ولګول شي.

ویل کېږي چې مېرمن ګېټس په امریکا کې د ښځو او نارینه وو د مساوات کلکه ملاتړې ده او په نیویارک ټایمز کې یې په خپله یوه مقاله کې په امریکا کې له نابرابرۍ خپله ناخوښي څرګنده کړې وه. هغې لیکلي:

“د اقتصاد، روغتیا او حکومتولۍ په برخو کې لسګونو څېړنو ښودلې چې په ښځو او نجونو پانګونه ګټه کوي.”

میلندا ګیټس په امریکا کې د زیږون پر مهال د میندو مړینې ته په اشارې وویل چې تور پوستي او اصلي امریکایان په دې برخه کې له لوی خطر سره مخامخ دي.

1 COMMENT

  1. ملا خدای رضا چاته لمونځ نه ورکوي ؟ په دغو دوو ملیاردو دغه سوډره پنځه میلیارده جوړې کړي. لکه سوډر ګيټ سي په افریقایی ښځو ماشومانو خپلې تجربې د ناروغیو خپرول کول. 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب