دوشنبه, جولای 8, 2024
Homeخبرونهطالبان ممکن د دوحې په درېیمه ناسته کې ګډون وکړي

طالبان ممکن د دوحې په درېیمه ناسته کې ګډون وکړي

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۱۰ مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دوی پلاوی د ملګروملتو په کوربه توب د قطر په پلازمېنه دوحه کې د درېیمې مشورتي غونډې په مهمو بحثونو کې ګډون کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز د «دوحه ۳: اسلامي امارت څنګه له نړیوالې ټولنې سره تعامل کوي» تر سرلیک لاندې غونډه وکړه.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دریمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي وویل چې د طالبانو حکومت غواړي له نړۍ سره تعامل وکړي، خو هغه ټینګار وکړ، چې دا خبرې د سیاسي خپلواکۍ، دیني او ملي ارزښتونو او د هیواد او د افغانستان د نظام د حثیت په بیه نه غواړي.

جلالي وویل، د دوحې په دریمه ناسته کې به د طالبانو د ګډون په اړه وروسته پریکړه وشي.

هغه زياته کړه، د لومړۍ او دويمې ناستې پرتله د غونډې د تنظيموونکو او کوربه ترمنځ په اړيکو کې مثبت بدلون راغلى دى.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي ویلي: “په درېیمه ناسته کې به د اسلامي امارت [طالبانو حکومت] استازي په مهمو بحثونو کې ګډون وکړي.”

د هغه په ​​وينا، دا ځل د دوحې د درېيمې غونډې په اجنډا کې مثبت بدلونونه ليدل کېږي، ځکه چې د بحث عمده موضوعات يې مالي او بانکي وضعيت، له نشه يي توکو سره مبارزه، د کروندګرو لپاره د بديل معيشت، د خصوصي سکټور پياوړتيا او په اقلیمي بدلون پورې تړلې مسلې دي.

جلالي زیاته کړه، د بحث موضوعاتو ته په پام داسې ښکاري چې د غونډې د اجنډا په اړه کومه لویه ستونزه نشته، خو د طالبانو حکومت دې ته منتظر دی چې د دوحې د درېیمې ناستې جزییات له ملګرو ملتونو سره شریک کړي او پر بنسټ یې پرېکړه وکړي.

ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د دوحې درېیمه ناسته به د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه جوړه شي او په دې غونډه کې طالبان هم بلل شوي دي.

د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې طالبانو ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د څوکۍ سپارل، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکلو څخه د ملګرو ملتونو انصراف، د دوحې د غونډې د بحث وړ مسایلو په اړه له طالبانو سره سلا مشورې، په غونډه کې د افغانستان د مدني او سیاسي ټولنو د غړیو نه ګډون، د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار او د ټول شموله حکومت د موضوعاتو نه مطرح کول د طالبانو شرطونه بلل شوي دي.

نړیوالې ټولنې تل ټینګار کړی چې که د طالبانو حکومت غواړي مشروعیت ترلاسه کړي، لومړی باید د ښځو او لږکیو د حقونو په ګډون د بشري حقونو درناوی وکړي او یو ټول شموله حکومت جوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب