جمعه, جولای 5, 2024
Homeخبرونهکرکټ: له عمان سره له تمریني سیالۍ وروسته افغانستان نن له سکاټلنډ...

کرکټ: له عمان سره له تمریني سیالۍ وروسته افغانستان نن له سکاټلنډ سره لوبه کوي

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۱۰ مه) د افغانستان او عمان د کرکټ ملي لوبډلې د چهارشنبې په ورځ د نړیوال جام لپاره په تمریني سیالۍ کې مخامخ شوې خو د باران له کبله یې لوبه بې نتیجې پای ته ورسیده.

 دا سیالي د کارابین ټاپوګانو د ټرېنېډاډ او ټوباګو په پلازمېنه پورټ آف سپین کې وشوه.

په دې سیالۍ کې د عمان ملي لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې یوازې درې لوبغاړي وبایلل خو په شلو اورونو کې یې ۱۵۴ منډې جوړې کړې.

د توپ اچونې په برخه کې یوازې عظمت الله عمرزي او نوین الحق وکولای شول یو یو لوبغاړی وسوځوي.

په دې سیالۍ کې کیپتان راشد خان د خپل ځان په ګډون نهو بالرانو ته د توپ وهنې چانس ورکړ او داسې ښکاري چې ده غوښتل د نړیوال جام تر پیل مخکې د خپلې لوبډلې توپ اچوونکي وازمويي.

په دغو نهو توپ اچوونکو کې ننګیالي خروټي د نورو پرتله ښه توپ اچونه وکړه. که څه هم نوموړي په دوو اورونو کې کومه ویکټه ترلاسه نه کړه، خو د مخالفې لوبډلې لوبغاړو ته یې اجازه ورنه کړه چې په ۱۲ توپونو له ۱۰ زیاتې منډې وکړي.

د افغانستان لوبډلې د باران د اورېدو له امله بیټنګ ونه کړای شو او بالاخره دا سیالي بې پایلې پای ته ورسېده.

د افغانستان دویمه او وروستۍ تمریني لوبه به د نن (جمعه) له سکاټلنډ سره وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب