پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد افغانستان په اړه د اروپایي ټولنې او قطر د استازو خبرې

د افغانستان په اړه د اروپایي ټولنې او قطر د استازو خبرې

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۱۰ مه) د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب خپل هېواد ته د افغانستان په تړاو د اروپایي ټولنې د ځانګړي توماس نیکلاسون د سفر پر مهال له هغه سره د افغانستان پر موضوعاتو خبرې کړي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دې ناستې پر مهال د افغانستان د بدلونونو او په دغه هېواد کې د سولې او ثبات د تامینولو پر هڅو د نظرونو تبادله شوې ده.

سرچینې د دغو نظرونو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د اروپایي ټولنې استازی داسې مهال قطر ته تللی، چې روسي چارواکو په قطر کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د راتلونکې میاشتې غونډې په درشل کې د طالبانو د رژیم د په رسمیت پېژندلو شنه څراغونه ښودلي.

امریکا د روسیې د دې احتمالي پرېکړې د ناوړه پيغام خبرداری ورکړی او ګومان کیږي چې قطر ته د اروپایي ټولنې د استازي سفر هم تر ډېره همدې موضوع پورې تړاو ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...