یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهد امریکا د ملي امنیت يخوانی سلاکار وايي، د دوحې غونډه بې...

د امریکا د ملي امنیت يخوانی سلاکار وايي، د دوحې غونډه بې ګټې ده

تاند (پنجشنبې، د جوزا ۱۰ مه) د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن وايي، د طالبانو غوښتنو او پر خپلو ژمنو د دې ډلې نه درېدو ته په کتو د افغانستان په اړه د دوحې له درېیمې غونډې څخه د مثبتو توقعاتو تمه نه کېږي.

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د دوحې درېیمه ناسته به د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه جوړه شي او په دې غونډه کې طالبان هم بلل شوي دي.

جان بولټن له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل: “ښه، زه تمه نه لرم چې د دوحې په دریم کنفرانس کې به د بلې غونډې په پرتله ډیر مثبت شیان ترسره شي.” “زه فکر کوم چې طالبان په ښکاره ډول له دې فرصت څخه په استفادې سره داسې مشروعیت ترلاسه کوي چې اوس یې نه لري او نه یې هم مستحق دي، ځکه دوی له افغانستان څخه د امریکا او ناټو د وتلو د تړون له شرایطو څخه سرغړونه کړې ده.”

بولټن په دې مرکه کې د هغو شرایطو یادونه نه ده کړې چې د ده په وینا طالبانو یې سرغړونه کړې ده.

د دوحې د تړون په عمده شرطونو کې یو دا و چې افغانستان خاوره به د لوېدیځ پر ضد نه کارول کېږي او طالبان به ترهګرو ډلو ته پناه نه ورکوي. د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په لوېدیځ کې داسي کوم برید نه دی شوی چې سرچینه یې په افغانستان کې وي.

جان بولټن د روسیې له خوا د ترهګرو ډلو له لېست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو په اړه هم اندېښنه وښوده، ویې ویل چې دا کار د دې سبب کېدای شي چې مسکو طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت وپېژني او بیا چین د خپلو ګټو په خاطر ورته اقدام وکړي.

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار زیاته کړه: “له همدې امله دا هغه اقدامات دي چې د طالبانو غوښتنو ته لاره پرانیزي او دوی یې د سیمې له نورو هېوادونو سره کاروي. د همدې لپاره دا ډېره مهمه ده چې امریکا په زغرده ووايي”موږ طالبانو ته د مشروعیت ورکولو لپاره داسي کار نه کوو.موږ دوی د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه پېژنو… او له هغوی سره خبرې په رښتیا هم هیڅ شی نه حل کوي.»

د طالبانو د حکومت چارواکو په رسمي توګه د دوحې په کنفرانس کې د ګډون یا نه ګډون په اړه خپل دریځ نه دی اعلان کړی. خو ځینو رسنیو د نامعلومو سرچینو له قوله ویلي، چې د دې ډلې چارواکو د دوحې په کنفرانس کې د ګډون لپاره شپږ شرطونه ټاکلي دي.

1 COMMENT

  1. دغه سپین بریتی ګیدړ خبیث اوس رمباړي په دې وهي سي نه یوازي طالب بلکي نوره نړۍ به هم له دغو د بشریت له دښمنانو څخه مخ واړوي.ددوی فرعونیت د ورکې په حال کې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب