سه شنبه, اپریل 16, 2024
Homeادبنانځکه / اجمل پسرلی

نانځکه / اجمل پسرلی

د پراګ ښار په شمال لویدیځې لمنې کې د لیدیڅې پارک د عجیبو اعدامونو خاطره لري.

منی و، د دې پارک تر ونو لاندې رهي وم، تر پښو لاندې به د رژیدلیو پاڼو غرژي سکوت ماتاوه. په پارک کې خلک نه ښکاریدل. تر ونو څو ګامه ورها خوا یو ځای کوڼه مجسمې ولاړې دي.OLYMPUS DIGITAL CAMERA

دا مجسمې چې ۴۲ یې نجونې او ۴۰ یې هلکان دي، د هغو ماشومانو په یاد جوړې شوې دي چې د لیدیڅه د سیمې دي او د نړیوالې دوهمې جګړې پر مهال وژل شوي وو. مجسمې هنري جوړې شوې دي، عمرونه یې له یوه کاله تر شپاړس کلونو دي، رنګ یې توربخون دی، یو ځای کمکي ماشومان سره پسڼیږي، بل ځای لویکي ماشومان ویرې اخیستي دي، ځیني ځپل شوي ښکارې او یو نیم هم حیرت وړی دی.

هغه کوچنیان چې دې پارک ته راغلي دي چا نانځکه، چا موټرک، چا د لوبو بل شي د دغو مجسمو مخې ته پر مځکه د سوغات په توګه ایښې دي.

مجسمو ته مې شا کړه، د پارک کوز سر ته رهي شوم او د لیدیڅه د سیمې تاریخي پیښه مې لکه یو فلم ترسترګو تیره شوه.

 د پخوانۍ چکسلواکیا د قلمرو واک هتلر خپل استازي رنهارد هایدریښ ته په ۱۹۳۹م کې وسپاره. درې کاله وروسته تر دې هایدریښ شاهي ماڼۍ ته سهار رهي و چې یو سړی یې د موټر مخې ته ودرید او ډز یې وکړ خو مرمۍ پوچه شوه. هایدریښ خپل ساتونکي ته امر وکړ چې سړی ژوندی ونیسي، د برید کوونکي بل ملګری د سړک غاړې ته پر لوړه انتظار و او د هایدریښ سرلوڅې موټر ته یې بم ورواچاوه. ساتونکي د خپل مشر لور ته ورمنډه کړه او برید کوونکي وتښتیدل. د لاسي بم زهرجنې چرې یوه اونۍ وروسته تر پیښې د هایدریښ ساه واخیسته.

برلین امر وکړ چې قاتلان پيدا کړئ، په پراګ کې ۳۶۰۰۰ کورونه تلاشي شول، مشکوک کسان ووژل شول، خو قاتلان پیدا نه شول. څو ورځې وروسته د لیدیڅه د سیمې یوه هلک خپلې ملګرې نجلۍ ته چې په پراګ کې اوسیده لیک واستاوه او په خط کې یې ورته ولیکل، زما توره دې ولیده چې هایدریښ هم له پښو غورځوم. دغه لیک د پلټنو په سلسله کې وموندل شو. خبره برلین ته ورسیده، نازیانو وویل، د لیدیڅه د سیمې ټول نارینه دې ووژل شي، ټولې ښځې دې د جنګي اسیرانو کمپ ته بیول شي، واړه ماشومان دې وروزل شي چې جرمنیان شي او کلی دې له مځکې سره هوار شي.

د ۱۹۴۲ کال د جون ۱۰ سهار و چې نازي ځواکونو د لیدیڅه سیمې پنځه پنځه اعدام ته ودرول، بیا یې پر لسو لسو ډزې وکړې او اخر یې ۱۷۳ تنه په ډله ییز ډول ووژل.

د پارک په زړه کې د هغې کلیسا تهداب هم ولاړ دی چې د هتلر ځواکونو نړولې وه.

له لرې مې د ماشومانو مجسمو ته وکتل. دوه کسه ورته ولاړ و. زه هم وررهي شوم. یوه بوډۍ وه چې یوې کوچنۍ نجلۍ ته یې خبرې کولې، مجسمو ته به یې اشاره کوله او بیا به یې څه ورته وویل. غږ یې ما نه اوریده خو د نجلۍ په لاس کې یوه نانځکه وه او هغه یې په ټټر پورې کلکه نیولې وه.

چې زه مجسمو ته ورنژدې شوم، نجلۍ هم د خپلې غیږې نانځکه ښکل کړه او د مجسمو پښو ته یې کښوده.

1 COMMENT

  1. ځینو ته وژل دومره اسانه وي خو ډېرو ته زغمل یې خورا سخت
    عالي لیکنه وه
    بېدل صاحب وايي
    ګوش مروتی کو کز ما نظر نه پوشد
    دست غریق یعنې فریاد بیصدا ییم
    خدای دې وکړي چې د قاتلانو د زړونو کڼو غوږونو ته دا د بیوسۍ فریادونه ورسېږي.
    زغم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب