شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبکره کتنهکره نکلونه/ نورمحمد سعید

کره نکلونه/ نورمحمد سعید

د افغان ادبي بهیر په غونډه کې د یوه تکړه لیکوال پر لنډه کېسه کره کتنه وه. زما په شمول ټول دوستان په دې وغږېدل، چې د کېسې چوکاټ څنګه و، پیغام په کې څه ډول و، نثر یې څنګه و، تصویرونه په کې لږ و او که ډېر، تلوسه یې څنګه وه او … خو بیا هم زما په ګډون هېچا و نه ویل چې د کیسې لپاره تر ټولو ضروري ده، چې باید کېسه په کې وي.

 باید کیسه لیکوال د ژوند خبرې وکړی. د هغه ژوند چې دی یې خوند څکي او رنګ یې ویني د خپل چاپیریال حال راته ووايي.

راځئ ومنو، له تاریخي کېسو پرته چې یوه معین چوکاټ لري، دا نورې ټولې کیسې د ژوند له خبرو ډکې دي، چې د نکلونو رنګ باید ولري. ټولې کیسې هماغه د پخوانیو زمانو د نکلونو په څېر دي، یوازې بڼه او انداز یې بدلون موندلی، چې که یو څوک ویلو ته څه ولري، نو دغه انداز موندل هم ورته چندان سخت کار نه دی. راځئ په کره کتنو کې تر اوبو د لیکوال تنکي کول پرېږدو، بلکې یوازې دا وګورو، چې داسې څه یې ویلي، چې په اورېدو ارزي.

 کله نا کله ډېرې اوږدې پرپړې هسې تش ګپ وي او کله بیا یوه څو خبرې لکه شکرې هسې خوږې وي.

 راځئ خواږه راټول کړو، راځﺉ د ژوند خبرې ولیکو، چې راتلونکو ته مو کره نکلونه پاتې شي، نه هسې تش ګپونه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب