جمعه, اپریل 26, 2024
Homeکلتورسینماپران؛ د هندي سينما ستر لوبغاړی په افغاني کرکټر کې

پران؛ د هندي سينما ستر لوبغاړی په افغاني کرکټر کې

ليکوال: محبوب الله خان

دهند په پلازمېنه زاړه ډيلي کې چاندني چوک ته څېرمه يوه تنګه کوڅه بيلي ماران نومېږي. له نن څخه ۹۳ کاله د مخه پران همدلته سترګې پرانيستې. هغه د اتر پردېش په رامپور کې زده کړې وکړې او غوښتل يې چې يو مسلکي عکاس شي. په همدې خاطر يې په ډيلي کې مسلکي زده کړې هم وکړې.

Pran - Hindiپران په  نولس سوه څلوېښتموکلونو کې لاهور ته ولاړ او دهغه مهال له نامتو سينمايي ليکوال ولي محمد ولي سره اشنا شو، دهغه په واسطه په يوه پنجابي فلم (( يملا جټ)) فلم کې ورته رول وکړ شو. لاهور هغه مهال دهندي سينما له مهمو مرکزونو څخه و. پران په شپږو کلونو کې تر شلو زياتو فلمونو مخکښ رول ولوباوه. دهندوستان تر وېش وروسته ممبيي ته ولاړ او نامتو کيسه ليکوال سعادت حسن منټو په واسطه تر لږ ځنډ وروسته فلي نړۍ ته ستون شواو تر نولس سوه شپږشپېتم پورې دهندي دسينما له وتليو ستورو دليپ کمار،راج کپور او ديو انند سره په يو زيات شمېر فلمونو کې  د منفي کرکټر يا ولن په توګه راڅرګند شو. پران په ۱۹۷۰ کلونوکې دهندي سينما ديوه پياوړي لوبغاړي په وپېژندل شو. دپران دشهرت ستر لامل په (( زنجير )) فلم  کې دهندي سينما له وتلي ستوري اميتاب بچن سره د شېرخان په پښتانه کرکټر کې رول روبول وو. پران  تر دوه زره او درېيم زېږديز پورې تر درې نيمو سوو نه زياتو هندي فلمونو کې د مخکښ ستوري، منفي کرکټر يا ولن او ملاتړي لوبغاړي په توګه رول ولوباوه. هغه  په خپل اويا کلن فلمي او هنري سفر کې دغوره کار له امله تر لسو زياتې سينمايي جايزې ترلاسه کړې اود هندي سينما تر ټولو ستر اعزازي ايوارډ (( دادا صاحب پالکي ايوارډ)) هم ورته دهند د حکومت له خوا ورکړل شو. پران تراوږدې ناروغۍ وروسته تېره اونۍ دجولای پر دولسمه نېټه د ممبيي په ليلاواتي روغتون کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

پران د شېرخان په رول کې:

Pran- Hindiپر ۱۹۷۳ زېږديز کال  د زنجير په نوم هندي فلم جوړ او نندارې ته وړاندې شو. ددې فلم کيسه سليم خان او جاويد اختر ليکلې ده چې هغه مهال يې د سليم-جاويد په نوم ګډ کار کولو. په دې فلم کې اميتاب بچن  اوپران  د دوو دوستانو په توګه  راڅرګند شوي دي. زنجيرد هندي سينما په سلو برياليو فلمونو کې شمېرل کېږي. په دې فلم کې پران د شېرخان په نوم يو پښتون کرکټر په دومره پياوړي توګه ولوباوه چې تر اوسه پورې ددې فلم مکالمې او سندرې د مينه والو په زړونو کې ژوندۍ دي. ددې ترڅنګ پران په يو شمېر نورو فلمونو کې هم د يو پښتون کرکټر په توګه راڅرګند شو خو د شېر خان رول يې ترټولو پياوړی دی.د يادونې وړده  چې دوه مياشتې وروسته به  د زنجير په نوم  نوی فلم د دوهم ځل لپاره نندارې ته وړاندې شي چې د شېر خان رول په کې سنجي دت  لوبولی دی. په پای کې به دومره ووايم چې پران په هندوستان کې په يوه پښتون چاپېريال کې لوی شو، ديوه پښتون په رول کې ولوبېد او د هندي سينما له ټولو پښتنو لوبغاړو سره يې دوستانه اړېکې لرلې او له همدې امله ورته  دپران صاحب  غوره لقب ورکړل شوی و.

د پران مهم  فلمونه:

-ضدي                      ۱۹۴۸

-ازاد                          ۱۹۵۵

– مادومتي              ۱۹۵۸

– رام اور شيام         ۱۹۶۷

– اپکار                          ۱۹۶۷

– زنجير                           ۱۹۷۳

– ډان                        ۱۹۷۸

– دوستانه                     ۱۹۸۰

– نصيب                         ۱۹۸۱

– صنم بې وفا               ۱۹۹۰

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب