جمعه, اپریل 26, 2024
Homeداسې هم شتهساینسنټورک او پروتوکولونه یې/ وسیم پکتیاوال

نټورک او پروتوکولونه یې/ وسیم پکتیاوال

 پروتوکول د قواعدو او قوانينو هغې ټولګې ته چې نيټ ورک د ډاټا پر لېږدونه پوره واک ولري ويل کېږي. پروتوکول د هغو امرونو مسوول دى چې د اړيکو پيلول او پاى ته رسيدل، د پتې له مخي د ډاټا لپاره مناسبه لار پيدا کول، ډاټا Encrypt  يا Compress کول او په ډاټا کې د لېږدونې پر مهال د احتمالي ورانيو منځ ته راتګ په کلکه څاري او معلومات يې اخلي. پروتوکول ډېر ډولونه لري، په نيټ ورکنګ کې د OSI Reference Model پر هر Layer يو ځانګړى پروتوکول کارېږي، پروتوکول په ټوليز ډول د خپل لاير په واسطه پېژندل کېږي، د پروتوکول تر پېژندنې وړاندې د OSI هغه مهمه ده.

  OSI د Open Systems Interconnection لنډيز دى که څه هم په عملي توګه نه کارېږي، مګر نوموړى ماډل د نيټ ورک چلاو او کار ډېر روښانوي او د هغه د عملي ستونزو په هوارولو کې ډېره مرسته کوي، OSI ماډل د کمپيوټر په نيټ ورکنګ کې ISO جوړ کړى دى. ISO د International Standards Organization لنډيز دى، يوه کمپنۍ ده چې د لومړي ځل لپاره يو شي ته Standard معيار ټاکي. په پخوانيو وختونو کې د نيټ ورکونو جوړولو او ډاټا لېږدولو لارې سره بېلې وې، همدا وجه وه چې نيټ ورکونه به نه سره تړل کېدل او ډاټا لېږدونې به امکان نه درلود، دغسې نيټ ورک به تر ځانګړي ځاى پورې محدود و، په ١٩٧٤ م کې OSI په کار پيل وکړ، موخه يې داوه چې بېلابېل نيټ ورکونه سره و نښلوي او تر منځ يې اړيکى قايم وساتي، په دغه سلسله کې په ١٩٨٤ م کې د ISO 7498  په نامه معيار منځته راغى.

 OSI Model څه دى؟

په نيټ ورک کې د ډېرو پېچلو مواصلاتي لارو د اسانه پېژندنې په نيت  OSI Model پر اوو لايرونو وېشل شوى دى، دجوړښت له مخې هر لاير ځان ته د ورته هغه د اړيکو له لارې خپل پړاو وهي او د هدف لورى پېژني.

هر لاير پر مواصلاتو تر يوه ځانګړي پړاو تېرېږي چې سره اړيکو لرونکو امرونو ته د پاى ټکى کښېږدي، که د دوو کمپيوټرونو تر منځ راکړه ورکړه تر سره شي هر لاير د خپل لاير سره ځان نښلوي. د بېلګې په ډول: د يوه کمپيوټر سيشن لاير د بل کمپيوټر له سيشن لاير سره ځان نښـــلوي دغه رابطه له يوې ځانګړې لارې تر سره کېږي نه په نېغه توګه، هغه داسې چې لومړى لاير تـر ټولو لايرونو کښته او اووم لاير تر ټولو پورته راځي. په لاندني شکل کې د دوو کمپيوټرونو راکړه ورکړه په پوره وضاحت سره ښکاري:

ډاټا استوونکى کمپيوټر تر ټولو لوړ يعنې پر اووم Application لاير د ډاټا بنډل تياروي لاندني شپږم لاير يعنې Presentation ته يې استوي، دلته له ډاټا سره شپږم لاير خپل معلومات ملګري کوي، لاندني لاير يې ته استوي، دا ډاټا په همدې بڼه تر لومړني لايره ځان رسوي، له لومړني لايره د کېبل په واسطه دويم کمپيوټر ته ننوزي، هلته يې لومړنى لاير تر لاسه کوي د خپلو معلوماتو تر بېلولو وروسته يې پورتني لاير ته استوي، په همدې بڼه د ډاټا بنډل له کښته  لوړ لوري ته سفر کوي او هر لاير خپل – خپل معلومات ځنې بېلوي په پاى کې ډاټا اووم لاير ته ځان رسوي.

 Layers او کارونه يې

١. فزيکي (Physical) لاير پر نيټ ورک طبيعي يا فزيکي ځانګړتياوې ټاکي، د بېلګې په توګه: د نيټ ورک انټرفيس کارډ څه ډول کارېږي؟ کوم ډول کېبل کارېږي؟ د نيټ ورک انټرفيس کارډ له کېبل سره څنګه اړيکى نيسي؟ او د ډاټا بنډل په څه ډول لېږدوي؟

 ٢. ډاټالينک لاير د ډاټا د راکړې ورکړې پر مهال د احتمالي ورانيو پوښتنه او پلټنه کوي، د ډاټا بيټونو د فريم په اړولو او اوډلو کې پوره مرسته کوي.

٣. نيټ ورک لاير د سره تړل شوو کمپيوټرونو تر منځ  د ډاټا لېږدونې دنده تر سره کوي، د ډاټا د استولو او سويچ د فعالولو ډول ټاکل، ډاټا د هدف لورې ته رسول او په نيټ ورک کې نوري اسانتياوي را منځ ته کول د همدغه لاير دنده ده.

 ٤. ترانسپورټ لاير ډاټا په روغه او پوره توګه تر هدفه رسوي، که د کومې ستونزې له کبله ډاټا په روغه او پوره توګه ونه رسېږي نوموړى لاير د ډاټا استوونکي کمپيوټر په واسطه يو پيغام درکوي چې ډاټا بيا واستوئ! د ډاټا بنډل هدف ته تر رسېدو وروسته ترتيبوي او د کار وړ يې ګرځوي.

٥. سيشن لاير د دوو کمپيوټرونو تر منځ  يوازې د ډاټا لېږدونې د بهير په پيل او پاى کې فعالېږي او د همدغو دوو وفقو (پيل او پاى) تر منځ نافعال وي. نوموړى لاير ډاټا پر څو کوچنيو ټوټو ويشي او د يوه بنډل په بڼه يې لېږي.

 ٦. پريزينټيشن لاير ډاټا په داسې بڼه اړوي چې د نيټ ورک له لارې اسانه واستول شي، همدا رنګه نوموړى لاير د ډاټا د Encryption  او Compression دندې هم تر سره کوي.

د ډاټا د وړاندې کولو څرنګوالى په هر کمپيوټر کې بېل-بېل دى، ځکه په هر کمپيوټر کې بېل-بېل Operating Systems ځاى پر ځاى وي.

 ٧. اپليکيشن لاير بېلابېل خدمتونه تر سره کوي چې: فايل پېژندنه، يو فايل له يوه ځايه بل ته لېږدونه، بريښناليک، پرينټ او د ډاټابيسونو خدمتونه په کې شامل دي، بايد وويل شي چې نوموړى لاير د پروګرامونو د چلولو دنده پر غاړه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب