پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبلنډه کیسهګراکوس ښکاري / لیکوال: فرانتس کافکا

ګراکوس ښکاري / لیکوال: فرانتس کافکا

ژباړن: حیات الله ژوند

دوه هلکان د بندر پر دیوال ناست وو او د قطعو لوبه يې کوله. یو سړی د یوه اتل د مجسمې تر سیوري لاندې چې د مجسمې توره په لاس کې وه، ورځپاڼه لوستله. یوې نجلې د څا له اوبو نه سطل ډکاوه. یو مېوه پلورونکی د ميوو تر څنګ ناست و او سیند ته يې کتل. د وره له چولو نه دوه سړي تر سترګو کېدل، چې د ميخانې په ګوټ کې شراب څښي. د ميخانې مالک هم په یوه ګوښه کې د ميز تر څنګ ناست او په سوچونو کې ډوب و. یوه کوچنۍ کښتۍ د کوچني بندر غاړې ته ورو ورو داسې راروانه وه، تا به ويل، چې یوه نالیدلې وسیله يې د اوبو پر سر ځغلوي. یوه سړي چې اسماني رنګه چپه اغوستې وه، د کوچنۍ کښتۍ طنابونه په یوه حلقه کې تاو کړل. د ماڼو تر شا دوه سړي چې تورې جامې يې اغوستې وې او جامو يې د سپينو زرو تڼۍ لرلې، تابوت پر اوږو و. د تابوت پر لویه ورېښمني روجايي ګلونه کښل شوي وو او په تابوت کې یوه سړی اوږد غځېدلی و.

نویو راغلو کسانو ته په بندر کې هيچا توجه ونه کړه، ان تر هغو پورې چې تابوت یې پر ځمکه کېښود او ماڼو ته سترګې په لار و؛ خو ماڼو لا هم رسۍ په حلقه کې تاوولې، څوک ورنېږدې نه شول. هيچا ترې څه ونه پوښتل او د چا پام هم وروانوښت.

ماڼو له یوې مېرمنې سره چې زوی يې په غېږه کې و او اوس اوس په کښتۍ کې راپيدا شوه، بوخت شو. شېبه وروسته ماڼو له کښتۍ ښکته شو، وړاندې لاړ او یوې دوه پوړيزې ودانۍ ته چې د ساحل چپ لوري ته ودانه شوې وه، اشاره وکړه. تابوت لېږدونکو تابوت پر اوږو کړ او د یوې دروازې پر لوري چې دوو خواوو ته یې نرۍ ستنې ولاړې وې، روان شول. ټیک هغه مهال چې له تابوت سره خلک کور ته ننوتل، یوه ماشوم کړکۍ پرانيسته او ژر يې بېرته وتړله، ورپسې کلکه لرګینه بلوطي دروازه هم وتړل شوه. یوه ډله کوترې چې د کليسا پر برج يې دورې وهلې، د هماغه کور تر مخه په کوڅه کې کېناستې، کوترې د دروازې تر مخه داسې پنډه شوې، لکه غله دانه يې چې په کور کې دننه ساتل کېږي. یوه کوتره لومړي پوړ ته والوتله او د کړکۍ پر ښيښه يې ټونګه ووهله. ټولې کوترې ښکلې وې او له ځلنده بڼکو يې څرګندېدل، چې ښه ساتنه یې شوې ده. هغه مېرمنه چې په کښتۍ کې وه، په ډېر اخلاص يې کوترو ته دانه وشيندله او کوترې هم د هغې پر لور والوتلې.

یو سړی چې خولۍ يې پر سر وه او په یوه تنګه کوڅه کې چې بندر ته پرې وه، لاندې راغی. شاوخوا يې ځير ځير وکتل، هېڅ څه يې خوښ نه شول، په یوه ګوت کې يې سترګې په ګند (کثافت) پرېوتې، تندی يې تریو شو. د تاريخي څلي پر زینو  د مېوو پوټکي پراته وو. د ميوو پوټکي يې په خپله امسا پورې وهل. د کور دړه (دروازه) يې په زوره وټکوله او همهاله يې له سر نه خپله خولۍ په لاس لرې کړه. دروازه بې له ځنډه پرانېستل شوه، شاوخوا پنځوس هلکان د دوازې په دهلېز کې دوه کتاره ودرېدل او د هغه د ورتلو پر مهال يې سرونه د احترام په نښه ټيټ کړل.

ماڼو له زینو ښکته شو او سړي ته يې هرکلی ووایه او لومړي پوړ ته يې وخېژاوه. سربېره پر دې چې د احترام په وجه هلکان په دوی پسې دوه ګامه شا شاته روان وو، له متزینې برنډې تېر او دوه په دوه د کور تر شا یوې پراخې سړې خونې ته ننوتل. د دې کوټې مخامخ هېڅ اوسېدنځی نه تر سترګو کېده، یواځې یو ډبرین خړ دېوال چې توربخون ښکارېده، لیدل کېده. تابوت لېږدونکي پر تابوت د لویو شمعو په لګولو او بلولو بوخت وو؛ خو د شمعو په بلېدلو سره تیارې روښانه نه شوې، د شمعو رڼايي یواځې وېرونکي سیوري چې تر اوسه پورې ساکنه وو، پر ديوال په ګډا راوستل. د تابوت روجايي يې لرې کړې وه، په تابوت کې ښکاریانو ته ورته ببر سری سړی تر سترګو کېده. بې حرکته اوږد پروت و. داسې څرګندېده، چې سا نه اخلي، سترګې يې پټې وې، یواځي هغه څه چې د تابوت شاوخوا تر سترګو کېدل، د سړي پر مړينې يې دلالت کاوه.

له لارې رارسېدلی سړی تابوت ته ورنېږدې شو. لاس يې د هغه چا پر ټنده چې په تابوت کې پروت و، کېښود. په رنګونو کېناست او دعا يې پيل کړه. ماڼو تابوت لېږدونکو ته وویل، چې له کوټې نه بهر ووځي. هغوی ووتل او هغه هلکان چې بهر سره راټول شوي وو، خپاره واره کړل او دړه (دروازه) يې له شا وتړله؛ خو دې چوپتیا سړی لا هم راضي نه کړ، ماڼو ته يې وکتل، ماڼو د سړي د کتلو په مانا وپوهېد، د څنګ کوټې ته پرانيستی ور يې پرانيست او و ورننوت. په تابوت کې پراته سړي بې له ځنډه سترګې پرانېسې او له درده په ډکه څېره يې سړي ته مخ ورواړاوه او ورته ويې ویل: «ته څوک يې؟» سړی له حیرانۍ پرته ودرېد او ورته ويې ویل: «زه د ريواReva – ښاروال یم.»

په تابوت کې پروت سړي د تایید په نښه سر وښوراوه او په ډېر کړاو يې څوکی ته اشاره وکړه. ښاروال يې بلنه ومنله. سړي وویل: «ښاغلیه ښاروال! ما ته پېژندلې؛ خو زه چې په لومړي سر کې په هوښ راځم، هر څه مې هېرېږي. هر څه مې سترګو ته ښکته پورته کېږي او غوره ګڼم، چې له ځان نه وپوښتم، زه يې پېژنم، که نه؟ ښايي تاسې هم پوهېږئ، چې زه ګراکوس ښکاري یم.»

ښاروال وویل: «هو. ستا له راتللو يې نن شپه خبر کړم. موږ ستا له راتګ نه څو ساعته مخکې ویده شوي وو، نیمه شپه مې مېرمنې په زوره نارې کړې: “سلواتوره! سلواتوره! زما نوم سلواتوره دی- په کړکۍ کې دې کوترې ته پام دی؟”په رښتیا هم په کړکۍ کې کوتره ناسته وه، د یوه چرګ هومره لویه وه. کوتره زما پر لور راوالوتله او په غوږ کې يې راته وویل: «سبا د مړه ګراکوس ښکاري تابوت رارسېږي. هغه د ښار د اوسېدونکي په توګه ومنه.»

ګراکوس ښکاري د هو په اشاره سر وښوراوه او په ژبه يې شونډې لندې کړې: «هو، کوترې تر ما وړاندې دلته راالوتلې وې؛ خو ښاغلیه ښاروال، تاسې انګېرئ، چې زه به دلته په ریوا کې وپایم؟»

ښاروال ځواب ورکړ: «زه تر اوسه دا نه شم درته ویلی. ته خو مړ يې؟»

ښکاري وویل: «هو، څنګه چې مې وینې، زه مړ یم. کلونه وړاندې ګومان کوم، کلونه کلونه پخوا مې چې د یوې غرنۍ وزې ښکار کاوه، په تور ځنګله کې – تور ځنګل په جرمني کې دی – له ګړنګه ولوېدم. له هغه راوروسته مړ یم.»

ښاروال وویل: «خو ژوندی هم يې.»

ښکاري وویل: په بله وینا ژوندی هم یم. زما د مرګ کښتۍ خپله لاره ورکه کړه. د کښتۍ د پارو ناسمه څرخېدنه، د ماڼو یوه شېبه بې پروايي، خپل ښکلي ټاټوبي ته د بیا ورتګ هيله، نه پوهېږم څه پېښ شول، یواځې پر دې پوهېږم، چې پر ځمکه پاتې شوم او تر هغې شېبې وروسته زما کښتۍ پر ځمکنیو اوبو ګرځي. ما له دې پرته چې په غرونو کې واوسم، بله لویه هيله نه لرله. تر مرګ وروسته به د دونیا هر ګوټ ته لاړ شم.

ښاروال تندی ګونځې کړ او ويې پوښتل: «او ته په ها بلې دونیا کې هېڅ برخه نه لرې؟»

ښکاري ځواب ورکړ: «زه همېشه پر داسې زینو ولاړ یم، چې په هغه لوري مې رهبري کوي. زه پر دغو بې حده پراخو او اوږدو زينو لالهانده یم، کله پورته، کله ښکته، کله ښي اړخ یا هم کله چپ اړخ ته په خوځېدو او حرکت یم. ښکاري په پتنګ اوښتی (بدل شوی). ويې نه خندل.»

ښکاري د ځان د دفاع په موخه وویل: «زه نه خاندم.»

ښکاري وویل: «ښه کوې. زه تل په خوځېدو یم. که زه لوړ والوزم، د هاغه پورتنۍ دروازې رڼا ته ځان رسوم او بیا په خپلې زړې کښتۍ کې چې په ډېرې نهيلۍ پر ځمکني ساحل ناسته ده، له خوبه راپاڅېږم. د لومړني مرګ تېروتنه مې راپورې خاندي، که څه هم په خپل ځای کې اوږد غځېدلی یم. د ماڼو مېرمن جوليا دروازه ټکوي او د هغه هېواد سهارنی څښاک چې موږ يې له ساحل نه تېرېږو، پر تابوت مې ږدي. زه پر پلنې لرګينې دړې پروت یم. په دې حالت کې زما لیدل په رښتیا خوندور نه دي، ځکه وېښتان مې تور او له دوړو ډک دي. ځان مې په یوه ښځينه ټیکري کې چې ګلان پرې کښل شوي دي، پوښلی دی. يوه مقدسه شمع مې سر ته بلېږي، پر ما يې رڼايي خپره کړې ده. پر مخامخ دېوال د ځنګلي سړي یو کوچنی انځور ځړېدلی. سړي خپل نېزه ما ته مخامخ نیولې او ځان يې د ډال تر شا چې ښکلی نقاشی شوی هم دی، پټ کړی. کله کله په کښتۍ کې دننه بې مانا انځورونه لیدل کېدل؛ خو دا یو تر هغو ټولو ډېر بې مانا دی. که له دې څیزونو تېر شو، زما لرګين قفس بېخي تش شوی دی. یو اړخ يې سوری دی، له همدې سوري نه د سويل له لوري توده هوا رادننه کېږي او د اوبو څپې چې په کښتۍ پورې لګېږي، شرهار يې زما تر غوږو رارسي.

زه له هغه راهيسې چې ګراکوس ښکاري وم او په تور ځنګله کې اوسېدم، د يوې غرنۍ وزې په ښکار پسې وم او چې بیا له ګړنګه ولوېدم، له هغه راهیسې همدلته پروت یم. ټول څيزونه ښه په ترتیب ترسره شول، په غرنۍ وزې پسې وم، چې له ګړنګه ولوېدم، د دَرې په ګړنګ کې مې له ټپونو دومره وينه لاړه، چې مړ شوم. ټاکل شوې وه، چې دا کښتۍ ما یوې بلې نړۍ ته ولېږدوي. تر اوسه مې ښه په یاد دي، چې په لومړۍ ځل په ډېرې خوښۍ پر دې اوږدې دړې وغځېدم. هېڅکله غرونو رانه داسې غږونه چې دې تیاره دېوالونو رانه واورېدل، نه و اورېدلي.

ښه په خوښۍ مې ژوند کړی و او ښه په خوښۍ د مرګ غېږې ته تلم. تر دې مخکې چې په کښتۍ کې کېنم، له مرمیو ډکه وسله مې ايسته وغورځوله، هغه ښکاري ټوپک چې ډېر پرې نازېدم، لرې وغورځاوه او د یوې نجلۍ په څېر چې د واده پر شپه د واده کالی واغوندي، همداسې يې په کفن کې ونغښتلم. ورپسې هغه ناوړه پېښه وشوه.

ښاروال وویل: څه بوږنونکی برخلیک! ته د دې پېښې هېڅ ملامتي پر ځان نه منې؟

ښکاري وویل: «هېڅکله نه. زه یو ښکاري وم، دا چې زه ښکاري وم، نو ګناګار شوم؟ زه د تور ځنګله په ښکاري مشهور وم او هغه مهال هلته لېوان هم وو. ما سنګر نیوه، غشې مې ويستې او په ښکار به لګېدې، ورپسې مې پخپله له ښکار شوي حیوان پوستکی ویست، دا کار ګنا ده؟ زما کارونه به ستایل کېدل او د تور ځنګله لوی ښکاري نوم يې راباندې اېښی و. دا کار ګنا وه؟

ښاروال وویل: «زه په داسې موقف کې نه یم، چې د دې کار په اړه دې پرېکړه وکړم؛ خو زما په نظر هم په دې کار کې څه ګنا نه لیدل کېږي؛ خو ګنا بیا د چا وه؟

ښکاري وویل: د ماڼو. زه چې دلته څه لیکم، څوک به يې ونه لولي. هېڅوک به مې مرستې ته رانه شي. که له ما سره څوک مرستې ته زړه ښه هم کړي؛ نو ټولې دروازې به يې پر مخ وتړل شي، ټول به په بړستنې کې ځانونه غلي پټ کړي، ټوله ځمکه به په یوه شپني مېلمستون واوړي؛ خو په دې کار کې یو حکمت ضرور شته، ځکه هېچا زه نه یم لیدلی او که څوک زما په راتګ خبر شوي هم وی، زما د پيدا کولو لار به ورنه ورکه وه او نه به پوهېده، چې څنګه راسره مرسته وکړي. له ما سره مرسته کول یو ډول ناروغي ده او له دغې ناروغۍ نه د رغېدو لپاره باید سړی تر شړۍ لاندې غلی ويده شي.

زه پر دا ټولو موضوعاتو پوهېږم، ځکه خو خلک مرستې ته هم نه راغواړم. که څه هم کله کله – هغه مهال لکه اوس چې مې خپل اختیار بایللی – مې زړه غواړي، چيغه وکړم؛ خو له دې افکارو نه د خلاصون لپاره دا بسنه کوي، چې یو ځل خپل ځای ځایګي ته وګورم، چې چېرته پروت یم او – زه له شک پرته دا ثابتولی شم – له سلګونو کلونو راهسې دلته ژوند کوم.

ښاروال وویل: عجیبه ده! په ريوا کې دې له موږ سره د پاتېدا په اړه فکر څه دی؟

ښکاري د بښنې په دود موسکی شو او لاس يې د ښاروال پر زنګانه کېښود او ويې ویل:

«ګومان نه کوم، چې دلته دې پاتې شم. همدومره پوهېږم، چې دلته یم. له دې ډېر پر څه نه پوهېږم او له دې ډېر کوم کار کولی هم نه شم. کښتۍ مې د شا ټینګېدو او متکا تخته نه لري او د باد تابع ده، د هغه باد چې د مرګ په ډېرو ژورو کندو کې لګېږي.»

1 COMMENT

  1. کافکا زموږ په ادبياتو کې لږ پيژندل شوى دى زياتره ليکوال اولوستونکي چې دساده اوروانو ليکنو اوکيسو سره عادت وي ، اوسطحي جنبه ولري زياتي خوښوي ، خو دکافکا ليکني چې دپوست مدرنيزم دسورياليستي ليکنو اوهستونو يو بې مثاله اوتلپاتي مثالونه دي ، اوس په نوره نړئ کې زيات علاقمندان لري ، دحيات ژوند
    دژباړي دا کار ډېر دستايني وړ دى ،زياته بريايي غواړم هيله ده چې خپل دغه کار ته دوام ورکړي ،
    کرگر ،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب