پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد ځوانو لیکوالو او ژورنالیستانو سره د زړه خواله/اکبر ایازي

د ځوانو لیکوالو او ژورنالیستانو سره د زړه خواله/اکبر ایازي

په دی وروستیو کی په فیسبوک کی یوه ملګری ویلی ووچه د محترم محمد عاطف فقیر زاده  یو ژباړل شوی کتاب چاپ شوی او مبارکی یی ورکړې وه. د کتاب نوم دی (څیړنیز ژورنالیزم). د مسلک په وجه دی خبر زما پام ژر ور واړاوه.  سترګی می په روښانه شوی چه شکر په وطن کی  ځوانان شته چه د داسی یوه مسلک په باره کی  کتابونه لیکی او یا یی ژباړی چه د بل هر مسلک په شان په ټولنه کی ځانته خپل خاص ارزښت لری  او د مدنی ټولنی او دیموکراسۍ یو اساسی اصل دی.

زه ښاغلی فقیرزاده صاحب له نژدی نه پیژنم. سمدستی می د فیسبوک له ملګری نه د هغه په باره کی معلومات واخیستل او د فقیرزاده صاحب لنډه پیژندګلوی یی را وکړه. دفقیرزاده صاحب کافی صفت یی هم را ته وکړ.‌ ډیر خوشاله شوم. خو بیا می هم زړه را ته وویل چه دا لنډه لیکنه به کوم چه د خپلو ځوانو لیکوالو او په تیره بیا ځوانو ژورنالیستانو پام به ور اړوم. دا ځکه چه د خپل عمر ډیره برخه  می په همدی مسلک کی تیره کړی. نو د مسلک سره د ډیری مینی او احترام په وجه او خپلی مورنۍ ژبی،  پښتوته د خدمت د فرض په وجه دا را ته ضروری ښکاره شوه چه دلته دا څو خبری ستاسو سره شریکی کم. ځینی به زما د خبرو سره مخالف او ځینی به ورسره موافق وی. خو ښه خبره ده چه د وطن ځوان لیکوالان او ژورنالستان فکر او بحث باندی وکړی.

د (څبړنیز ژورنالیزم) کتاب تازه چاپ شوی او ما تراوسه نه دی تر لاسه کړی نو د کتاب د محتویاتو په باره کی تبصره کول به ناجایزه کار وی. زه مطمن یم چه فقیرزاده صاحب کافی خواري کړی ده. زه هم د زړه له کومی مبارکی ورته وایم.

خو اوس راځم اصلی مطلب ته:

په فیسبوک کی د کتاب د چاپیدو د خبر د لیدو څخه ډیر خوشاله شوم او خبرمی په دقت ولوست. د خبر سره یوازی د کتاب د پوښ عکس ایښودل شوی دی. ډير ښکلی پوښ یی دی او ډیر په مهارت ډیزاین شوی او ډيزاینر ته یی هم مبارکی وایم.‌

کله چه می د کتاب د پوښ عکس ولیدی اول شی چه زما په زړه کی را وګرځیدی هغه دا وو چه ما ویل خدای دی وکړی چه کتاب په ساده، ‌سوچه،‌ خوږه، پسته او د ځوان نسل د فهم سره برابره پښتو لیکل شوی وی.

اول می د کتاب پر عنوان (څیړنیز ژورنالیزم) باندی فکر وکی. که زه وای ما به د (تحقیقاتی ژورنالیزم) نوم ورکړی وای.‌ هغه هم په دی دلایلو:

په انګریزی که دې ډول ژورنالیزم ته Investigative Journalism  وایی. د Investigation  مصدر To investigate  دی. په المانی کی دې کلمی ته (investigativer) او په هسپانوی کی (investigación) او په عربی کی (تحقیق) وایی.  په  پښتو کی تر ټولو نژدی کلمه چه د (to investigate )عینی معنی ورکوی (تحقیق کول) دی.‌ ځکه په پښتو کی داسی کلمه نه شته چه کټ مټ د تحقیق معنی ورکړی. څیړنه د څیړل څخه اخیستل شوی.  د انګریزی د Research کلمې دپاره په پښتو کی تر ټولو نژدی او مناسبه کلمه (څیړنه) ده.

په انګریزی کی د Investigation  او Research  توپیر دا دی چه د Investigation کلمه معمولا په یوه مسلی ،‌قضيی ، حادثې ، دوسیې اودې ته ورته جریاناتو کی د حقایقو د راټولولو دپاره استعمالیږی. او د Research  کلمه معمولا د معلوماتو د را ټولولو دپاره کارول کیږی او هغه هم اکثرا د علمی مسایلو په برخه کی. ډاکټران ،‌علما،‌ زده کونکی،‌ استادان ،‌مورخین او اکثرا دا طبقه خلک د خپل کار او مسلک  په برخه کی څیړنه یا Researchکوی.

بل دلیل چه  Investigative Journalismباید (تحقیقاتی ژورنالیزم) و بلل شی دا دی چه تحقیقاتی ژورنالسیت عینی د یو پولیس حیثیت لری خو د پولیس په شان اجرایوی صلاحیت نه لری.‌ په دی معنی کله چه په ټولنه کی د جنایت، اداری فساد، د ښځو د وهلو ټکولو، د غلا، جنسی تیری  او نور دې ته ورته مسایل وی نو پولیس د هغو په باره کی څیړنه (Research)  نه بلکه(Investigation) تحقیق کوی. او د خپل تحقیق دپاره د خپلو خاصو پولیسی وسایلو، تاکتیکونو او خاصو پولیسی مهارتونونه کار اخلی  او حتی په ځینو ټولونو کی په زور تحقیقات کوی.

 کله چه پولیس دقضیې یا مسلی په باره کی تحقیقات یا تحقیق وکړل نو بیا څارنوالی ته او بلاخره محکمی ته د فیصلی لپاره ځی. د تحقیقاتی ‌ژورنالیست کار هم عین همدا د پولیس کار دی. ژورنالیست  هم د خپلو مسلکی مهارتونو او وسایلو نه کار اخلی او عینی هماغه د پولیس تحقیقات تر سره کوی او د مسلو او قضایاوو په باره کی حقایق،‌ثبوتونه او شواهد را ټولوی. تحقیقاتی ژورنالیست د خپلو منابعو، روابطو ، مرکو، عکاسیو او فلمونو په وسیله خپل تحقیقات ترسره کوی. فرق یی دا دی چه تحقیقاتی ژورنالیست د خپلو تحقیقاتو نتیجه اوریدونکو،‌لوستونکو او لیدونکو یا په بل عبارت خلکو ته وړاندی کوی او د محکمی پرځای خلک قضاوت کوی.

شاید ځینی ځوان لیکوالان او ژورنالیستان زما د دی خبری سره موافق نه وی او دا استدلال به کوی چه (څیړنیز ژورنالیزم) صحح دی. ځکه چه تحقیق یا تحقیقاتی عربی او خارجی کلمه ده. نو زه بیا وایم چه که دومره د خارجی کلمو سره حساسیت لرو نو بیا (ژورنالیست هم باید ونه وایو. ځکه چه ژورنالیست هم فرانسوی کلمه ده چه اوس په انګریزی کی هم کارول کیږی. نو باید چه ووایو (څیړنیز خبریالی).  نو اوس که د خبریالی کلمی ته هم ګورو (خبر) عربی او پردی کلمه ده. بل دا چه په انګریزی ژبی کی د Journalist  (ژونالیست) او د Reporter‌ (خبریال) د کلمو تر منځ په معنی او استعمال کی توپیر شته.

زه په دی عقیده یم چه په لیکنو او په تیره بیا پښتو ژباړه کی د خارجی کلمو استعمال هیڅ‌ ګناه نه ده بلکه ثواب هم دی. ځکه کله چه په ترجمه کی هر څومره د اصلی کلمی معنی او مفهوم ته نژدی کلمه استعمال شی هغومره به د خارجی ژبی د لیکوال اصلی مطب  صحح او په امانت پشتو ته را انتقال سی او لوستونکی به هم ډیره ګټه ورڅخه واخلی.

وروسته می هغه تبصره ولوسته چه د کتاب پر شاه لیکل شوی ده. ‌لکه په عکس کی چه لیدل کیږی دا تبصره دلته کټ مټ تاسو ته را اخلم.

« د ژورنالیزم دا ځانګړی سبک یواځی عینی او تشریحی جوانب نه لری ،‌بلکی د پیښو او بهیرنو تر منځ اړیکی هم په نظر کی نیسی.‌  څیړنیز ژورنالیزم د خپلو هڅو پایله یا محصول د هغه شخص یا اشخاصو له لاری مخاطبینو ته رسوی چه کیسه د هغوی په واسطه ویل شوی او روایت شوی ده.

څیړنیز ژورنالیزم د خبریالۍ یوه داسی څانګه ده،‌ چه ډیره پیچلی ده،‌ ډیر وخت ته اړتیا لری،‌ له خطره ډکه ده او په ورته مهال کی د ژورنالیزم په زړه پوری سبک هم دی. د خطر په غاړه اخیستل د دې ژورنالستیکی زانر یوه ښکاره ځانکړتیا ده او هغه ژورنالستان چی په دې سبک کار کوی باید زړه ور،‌ با مسولیته او هوښیار وی.

څیړنیز ژورنالیست یواځی د څیړونکی رول نه لوبوی ،‌بلکه د کیسه لیکوال نقش هم لری. هغه د موضوع  جزییات او ناویل شوی اړخونه رانغاړی. »

د دې تبصری په لوستلو څه چرتی سوم ځکه چه ما ویل خدای دی وکړی چه کتاب په ډیره پسته ،‌خوږه‌، ‌سوچه، ‌روانه،‌ ساده او د ځوانانو د فهم سره برابره‌ پښتو لیکل شوی وی.‌ امید دی چه د کتاب پر شا باندی دا لنډه تبصره د دی معنی ورنه کړی چه ټول کتاب به په همدی شکل لیکل شوی وی. ‌ځکه په دی لنډه تبصره کی داسی کلمات،‌ اصطلاحات ،‌جملی، ترکیبات او مفاهیم کار شوی چه ځینی وخت صحح معنی نه ورکوی،‌ یا خو مترادف دی ا و یا خو په پښتو کی یی استعمال نه شته.

دلیکوالۍ او ژورنالیزم یو تر ټولو لوی او اساسی اصل د لیکوال یا خبریال دلیکنی ساده او روانه ژبه او بل دقیق ایدیت دی.

مثلا په دی لنډه تبصره کی دوهمه جمله داسی ده:

«څیړنیز ژورنالیزم د خپلو هڅو پایله یا محصول د هغه شخص یا اشخاصو له لاری مخاطبینو ته رسوی چه کیسه د هغوی په واسطه ویل شوی او روایت شوی ده.» ما به داسی لیکلی وای:

تحقیقاتی ژورنالیست د خپلو هڅو او تحقیقاتو نتیجه کټ مټ‌ هماغسی چه په کیسه کی شاملو کسانو ورته ویلی مخاطبونو ته رسوی. دا ځکه چه:

پایله یا محصول

 ‌پایله ما ته یوه له ځانه جوړه سوی کلمه ده. ځوانو لیکوالانو منلی ده او لیکی یی. محصول د حاصل څخه اخیستل سوی دی. نو کله چه د تحقیقاتی ژورنالیزم یوه ژورنالیست په یوه خبر باندی خپل کار ختم کړی نو هغه د کار نتیجه را باسی نه محصول. او

 پایله یا محصول د هغه شخص یا اشخاصو له لاری مخاطلبینو ته رسوی.

دا یوه غیر مستقیمه جمله ده او د فارسی‌(از‌طریق) تاثیر پکی دی.  په‌ پښتو کی یو شی د چا له لاری نه رسول کیږی. بو څوک یی رسوی.

د هغوی په واسطه ویل شوی او روایت شوی ده.»

بیا هم په پښتو کی یوه خبره د چا په واسطه نه ویل کیږی بلکه وایی یی. لکه څنګه چه هغو ویلی.

او یا دا چه:

څیړنیز ژورنالیزم د خبریالۍ یوه داسی څانګه ده،‌ چه ډیره پیچلی ده،‌ ډیر وخت ته اړتیا لری،‌ له خطره ډکه ده او په ورته مهال کی د ژورنالیزم په زړه پوری سبک هم دی.

ما به داسی ساده کړی وای:

تحقیقاتی ژورنالیزم که څه هم چه ډیر په زړه پوری سبک دی خوډیر پیچلی،د خطره ډک  او ډیر وخت نیسی.

دا ځکه چه:

په اصلی جمله کی (یوه داسی څانګه) اضافی کلمات دی. او هم (یوه) د څانګی عددی صفت دی او باید د څانګی تر څنګ وی. ( داسی یوه څانکه). په پښتو کی د یوه خبر لیکل او بشپړول کار ته اړتیا نه لری بلکه وخت نیسی. د ېو اضافی ترکیب دی اوپه پښتو کی ورته مشابه ته وایی نو مشابه مهال معنی نه ورکوی.

د خطر په غاړه اخیستل د دې ژورنالستیکی زانر یوه ښکاره ځانکړتیا ده او هغه ژورنالستان چی په دې سبک کار کوی باید زړه ور،‌ با مسولیته او هوښیار وی.

په دی جمله تاکید پر غاړه د خطر اخیستل دی.  نو دا ترکیب باید د جملی په مبتدا کی نه بلکه د جملی په خبر کی راسی. (د دی ژورنالیستیکی مسلک یوه ښکاره ځانګرتیا پر غاړه د خطر اخیستل دی). او یا د خطر منل دی.

بلکه د کیسه لیکوال

ځدای دی وکړی چه محترم فقیر زاده صاحب زما د دی خبرو نه وی خپه شوی. ما بس خپلی غاړی خلاصی کړی. فقیرزاده صاحب د قدر وړ دی چه ژورنالیزم ته یی خدمت کړی دی

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب