چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeروغتیاماشوم ته دخوړو د پیل وخت

ماشوم ته دخوړو د پیل وخت

ژباړه: حمیدالله حمیدي–
د شپږمې میاشتې په وروستیو کې، یعنې کله چې ماشوم د ۱۸۰ ورځو شي، کولای شی چې د اضافي خوړو ورکړه کړی؛ ځکه چې له شپږو میاشتو وروسته د ماشوم وزن زياتېږي او وجود يې اضافي انرژۍ ته اړتيا پيدا کوي. د مور شيدې نه شي کولای په یوازې ځان د ماشوم ټول د اړتیا وړ مواد او منرالونه پوره کړي.
له شپږو میاشتو وروسته باید په پوره توګه د ماشوم وجود ته په غوړو کې ګډ د A او D ویټامینونه ورسول شي؛ د بېلګې په توګه د ماشوم د اوسپنې زېرمه چې په خپل وخت سره پیدا شوې وي تر شپږو میاشتو پورې تمامېږي، نو اړینه ده چې مرستندویه مواد او یا هم د اوسپنې درلودونکی چکک (قطره) ورکړل شي تر څو ماشوم د وینې له کمښت سره مخ نه شي.
هغه ماشومان چې د زيږون پر وخت ۲۵۰۰ ګرامه وزن ولري، سربېره پر دې چې د مور شيدې ورسره مرسته کوي چې د وجود اوسپنه یې پوره شي، خو که په څنګ کې ورته د اوسپنې چکک او یا شربت ورکړل شي بهتره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب