شنبه, جولای 27, 2024
Homeداسې هم شتهساینسله مځکې ۱۲.۲ ملیارد نوري کاله لېري کهکشان

له مځکې ۱۲.۲ ملیارد نوري کاله لېري کهکشان

تاند- د فضايي علومو څېړونکي وايي، له مځکې ۱۲ اعشاریه ۲ ملیارد نوري کاله لېري د یوه کهکشان د ټکرېدو د بهیر څرک ورته لګېدلی چې له کبله یې یوه ټوټه جلا شوې ده.

د دوی په باور د دې ټوټې اندازه د لمر زر ملیارد برابره ده.

د سپېس ویبپاڼې د راپور له مخې، د فضايي علومو څېړونکي توانېدلي چې د کهکشان د ټکرېدو بهیر وویني.

دوی دا کشف د نړۍ تر ټولو په قوي او پرمختللي ټیلسکوپ وکړ.

څېړونکي اټکل کوي چې دا ټکر به له مځکې ۱۲ اعشاریه ۴ ملیارده نوري کاله لېري شوی وي.

د دوی څېړنې همداراز ښيي چې په دې ډول په سلګونه کهکشانونه له منځه تللي دي.

ساینسپوهان اټکل کوي چې دا کهکشان زموږ تر لمر زر ملیارد ځلې غټ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب