یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد یو نیم ملیون بوټو او ژوو د جنیټیکي کوډونو د ټولولو...

د یو نیم ملیون بوټو او ژوو د جنیټیکي کوډونو د ټولولو هڅه

تاند- د نړۍ یو شمېر څېړونکي غواړي چې په مځکه کې د یو نیم ملیون پېژندل شویو ژوو او بوټو جنیټیکي کودونه ټول کړي.

پر دې پروژه ۳ ملیارده او ۴ سوه ملیون ډالره لګښت راځي.

د مېل انلاین د راپور له مخې، د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو ۲۴ ساینسپوهان غواړي چې په لسو کلونو کې د یو نیم ملیون بوټو او ژوو جنیټیکي کودونه راټول کړي.

دوی وايي چې د دې څېړنې، چې بیاجینوم (BioGenome) بلل شوې، له پایلې څخه به د بېلابېلو ژوو او بوټونو د بدلون او پر چاپېریال د هغو د اغېز د پوهېدلو لپاره کار واخلي.

دا پروژه، چې نژدې درې نیم ملیارد ډالره ورته په پام کې نیول شوي، د زولوجۍ یا ژوپوهنې په تاریخ د لګښت له نظره تر ټولو ستره پروژه ګڼل کېږي.

څېړونکي باور لري چې دا څېړنه به د مځکې پر مخ د ټولو ژوو او بوټو د ډي این اې ډلبندي په طب، کرنه او چاپېریال ساتنه کې د نوښتونو لپاره پر یوې حیاتې سرچینې بدله شي.

تراوسه اټکل کېږي چې په نړۍ کې له ۱۰ ملیونه تر ۱۵ ملیون ډوله داسې بوټي او ژوي شته چې موږ ورڅخه خبر نه یوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب