یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد سمینټو په شان کلکه خو ارزانه مصالح جوړه شوه

د سمینټو په شان کلکه خو ارزانه مصالح جوړه شوه

تاند- په بریتانیا کې له خاورو سره د یوې مادې د ګډولو له لارې داسې تعمیراتي مصالح جوړه شوه چې د سمینټو کار ورکوي.

دا جیو پولیمري خاوره د سمینټو په شان سره نښلي.

د سکای نیوز د راپور له مخې، د بریتانیا د بت (Bath) پوهنتون څېړونکي له یوې مودې راهیسې په خاوره کې پر کیمیايي بدلونونو څېړنه کوي. دوی باوري دي چې له دې خاورې څخه د نړۍ په بېوزلو سیمو کې د کور جوړولو لپاره کار اخیستلی شي.

دا ډول خاوره هغه وخت جوړېږي چې د الکالین کیمیايی ماده ورسره ګډه شي.

الکالین هغه ماده ده چې په پاکوونکو محصولاتو لکه د لوښي مینځلو شامپو او نورو کې کارول کېږي.

که دا ماده له خاورې سره یوځای شي د سمینټ په شان کلکېږي.

د دې لپاره چې دا ماده جوړه شي باید خاوره او الکالین ته د سانتي ګراد ۸۰ درجې حرارت ورکړل شي خو د سمینټ او خښتو د جولو لپاره د سانتي ګراد ۱۰۰۰ درجې حرارات ته اړتیا ده.

یو عادي کور په ۱۰ ټنه دا ډول خاوره جوړېدای شي.

د دغه پوهنتون د څېړونکو یو بل نوښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب