چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeټولنیزسپینه پاڼه | هیله پسرلی

سپینه پاڼه | هیله پسرلی

چې کوچینی وم پلار به راته ویل: ژوند سپینه پاڼه ده. دا ته یې چې رنګوې یې، توروې یې او که یې همداسې سپینه پریږدې. له دې خبرو سره به مې سترګو ځل وکړ زړه به عجیب ډاډ احساس کړ. لویه شوم. ژوند مې ولوست، ولید، واورید، حس مې کړ او د افغانو ښځو د ژوند پر پاڼه مې تر بل هر رنګ  تور رنګ زړور وموند…

دې کیسه کوله: په کور کې به مو چپوله بلله. چپه سترګه یې لږ کږه غوندې وه.  د ۷۰ کلونو کورنۍ جګړه لا نه وه شروع، په کابل کې زرغونې لیسې ته تلو. دا تر ما دوه  کاله مشره وه. خو په وڼه تیټه وه او په جسامت وړه.

زرلښتې  (مستعار نوم) ښایسته خط  درلود، شعرونه به یې لیکل او په رسامي که یې خو کمال کاوه. په مکتب کې به تل ګوښه ګوښه ګرزیده. په کور کې به هم ټوله ورخ په کوټه ننوتې وه او  په خپلو درسونو به لګیا وه.

زرلښته په اتم ټولګي کې وه چې کابل کې کورنۍ جګړه شروع شوه. مکتب، کور، هر څه مو پریښودل او د کلي په خوا روان شو. دا به د ۱۴ کلونو وه، نوې پیغله شوې وه. زه او وروڼه مې په اوله کې کلي ته خوشحاله وو ،خلک یې مینه ناک ول، ټولو پښتو ویله، د لوبو لپاره ماشومان ډير ول. خو د زرلښتې تقدیر له هغه اوله لا  بدل و، دا د کورمشره لور وه. سهار به وختي له مور سره راویښیده. اوداسه ته اوبه ایښول، د غوا لوشل، غوا ته خوراک ورکول، د چرګو هکۍ ټولول،د سهار چای برابرول، لوښې مینځل، تپۍ جوړول، جارو کول …په دغو ټولو کې به له مور سره ګډه لګیا وه.

د وخت په تیرېدو سره  د زرلښتې کارونه ډیریدل، د مور به کمېدل.

زه چې لویه شوم، مور وویل نور نو باید د کور کار زده کړې، له خور سره دې کمک کوه،  خو زرلښتې به ویل:‌ دغه ګودر ته ته ځه نور ټول کارونه زه کومه . د کلي د سختو کارونو خوندوره برخه ګودر ته تګ و.  خو زما چپولې خورکۍ دغه هم په ځان حرام کړي وو. زرلښته به ټوله ورځ ‍‍‍پټه خوله د کور په کارونو لګیا وه. له دغې پټېخولې سره یې  په سلګونو لنډۍ او کاکړۍ زده وې.

کلي کې معمولا نوې څه د کولو لپاره نه ول. له سهاره تر ماښامه به مو همهغه د هرې ورځې تکرار کارونه کول.  نه فلم و، نه درامه وه. یوه رادیو وه، هغه به هم پلار غوږ ته نیولې وه. په هغه ستړي ژوند کې به هیڅ شي د واده د خبر په اندازه نه خوشحالولو او چې پلار به د تګ اجازه راکړه نو اختر به و، اختر.

ما ډیرې ملګرې درلودې، په قد او قامت هم تر زرلښتې  جګه او ه‍ډوره وم. په ودونو کې به مې ډیره توجه جلبوله. دغه و چې کور ته د طلبګارانو راتګ شروع شو. خلکو به زه خوښولم. مور به کله خواستګارانو ته په قهر ویل: پښتنو کې چې مشره وي،  کشره څوک نه ودوي. خو خلکو به ویل چې ولور پې ورکوو، مفته خو یې نه غواړو.

د وطن شرایط چې لږ سم شول، زرلښته مو پاکستان ته ولیږله چې سترګه عملیات کړي.‌

له پاکستانه چې راغله، نجلۍ بیداره شوه ، په ځان به یې پام کاوه. زرلښته به اتلس کلنه وه  چې له بر کلي نه ورته یو طلبګار پیدا شو. د یو لوی کور هلک ته یې غوښتله. د مور زړه نه و، ویل به یې دا ډیره عاجزه ده په لوی کور کې ګزران نه شي کولی.‌ خو ترور مې مور ته کړل: جلکۍ یو وخت لري، دغه یې وخت دی، بس ورکوه یې. چې له وخته تیره شې بیا یې څوک نه غواړي.‌..

آه، د زرلښتې  د واده جامې مې وس هم په یاد دي. ګنډ او خولې یې  مور په خپل لاس له زرتارو جوړې وې. په زرغونې جولۍ کې  داسې ښکاریده لکه ښاپیرۍ .

زرلښته  واده شوه، کال یې له نه و پوره چې  لور یې پيدا شوه، ورپسې یې څلور زامن وشول. په اوله کې خوشحاله وه خو کال په کال اولاد او  د لوی کور کار ډیره ضعیفه کړې وه. د دې د میړه کار په ښار کې و. په میاشت یا دوو میاشتو کې به یو دفعه کور ته راته.‌ له اولو دوو کلونو وروسته به چې زرلښته کور ته راغله په ژړا به یې مور ته ویل ،خواښې راباندې ظلم کوي: شوی کار راباندې له سره کوي، تل راته وايي چې ته د کار نه یې، زوی ته بله ښځه کوم. مور به ورته کړل: چیرې یې کوي، دا هسې خبرې دي، پرده کوه.

دغسې ۸ کاله تیر شول. د زرلښتې ژوند بدل نه شو. د سترګو اوښکې یې ډیرې شوې ،وچې نه شوې. خو مور لا هم فکر کاوه پرده کول مو په خیر دي. نه مو پلار خبر کړ، نه ورور، د زرلښتې ټولې خبرې مو لکه یو لوی شرم پټې وساتلې.

یوه ورځ د زرلښتې خواښې راغله، زرلښته هم ورسره وه.‌ خواښې يې مور او پلار ته کړل: نه پوهیږو په زرلښتې څه بلا شوې ده. دروازه په ځان پسې قلفوي‌ او چیغې وهي. ان  له هغه بل کلي نه مو ورته ملا راوست چې دم یې کړي خو فایده یې و نه کړه.‌څه نه خوري، په زوره خوراک ورکوو، سم اسراتمن ژوند یې دی، شکر ۴ زامن لري‌خو نه پوهیږو چې څه ټکه پرې لویدلې ده . ګوډ ملا خو وایي چې زورور پریان دي.  میړه یې په کور کې نشته داسې نه چې سبا لوڅ سر ووځي‌ تربرونو ته به مو وشرموي…

زرلښته چوپه وه. یوازې یې سر شوراوه، لکه څوک چې قران شریف لولي.‌

زرلښته مو د ښار په ټولو ډاکترانو وګرځوله خو ګټه یې ونکړه. حال یې ورځ په ورځ خرابېده. دوابه یې نه خوړله ،ویل به یې په دې باندې جادو شوی. چیغې به یې وهلې، په ماشومانو به یې وار کاوه، له ځان سره به ګډه وه.  ۲۵ کلنې ځوانې خور مې نه خپله مور پیژندله، نه خپل اولاد. دغسې کال تیر شو. زرلښته مو تر پاکستانه هم بوتله خو ګټه یې نه وه. ډاکټرانو ويل: پر دې ډير عمیق ډیپریشن راغلی او عصاب یې له لاسه ورکړي دي، د علاج لپاره ډیره ناوخته ده.  مور راته کړل: یو ورځ زرلښته دباندې وتلې وه. د کلي کوچینیانو په ډبرو وهلې وه چې هله لیونۍ راغله.‌ اه شکر چې د وریندار دې ورته پام شول. کینې خدای خبر چې چیرته چیرته به تللی وه.

اوس نو کلونه وشول چې زرلښته  د دهلیز د چپ لاس په وروستۍ کوټه کې بندي ده. ویشتان یې ورته لکه  د نارینه وو ورلنډ کړي دي،سر و ځان یې مشره وریندار مینځي. ټوله ورځ  له ځان سره لګیا وي او په جګ اواز سندرې وايي، په دیوال رسمونه جوړوي. یو ورځ مې د دې د کوټې د دیواله عکسونو ته کتل. یوه د اوږدو ویښتانو نجلۍ یې رسمه وهچې پاس ګوري او‌‌ ژاړي. یوه بله بیا خاندي. په دیواله یې شیان لیکلي ول چې ما نه شوی لوستي.

4 COMMENTS

  1. اووووففففففففففففففففففففففففففف څومره دردناکه. خدایه پاکه ته زمونږ دی پښتنو او افغانانو ته نور د نیکۍ هدایت وکړی. زمونږ خویندی او میندی او ماشومان په څه حال کی دي. د یو چا ژوند د میږی د ژوند په څیر ورته ارزښت نلری. الله دی پری ورحمیږي.

  2. هیله لرم چېئ د هیلې په شان به نور وروڼه او خویندې د ټولنې په دا ډول جدي مسلو لیکنې وکړي.
    نبیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب