جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeداسې هم شتهساینساپل د ځان لپاره اتومات موټر جوړوي

اپل د ځان لپاره اتومات موټر جوړوي

تاند- اپل کمپنۍ د لویو اتومات یا بې چلوونکي موټرو د جوړلو هڅه پیل کړې څو د دغه شرکت د ودانیو ترمنځ خپل کارکوونکي له یو ځایه بل ته ورسوي.

اپل پخوا غوښتل چې اتومات موټر جوړ کړي خو وروسته یې وویل چې له دې فکره لاس په سر شوی دی.

د اپل شرکت دې تازه اعلان وښوده چې دا کمپنۍ لا هم د اتومات موټرو فکر پرې ایښی نه دی.

خبري سرچینې وايي، اپل د متوسطو شټل اتومات موټرو په لټه کې دی چې خپل کارکوونکي پکې له یو ځایه بل ته یوسي.

د اپل دا موټرونه به پیل (PAIL) نومېږي د (Palo Alto) د کلمې لنډه بڼه ده.

د اپل کمپنۍ مرکزي دفتر په (Palo Alto) کې دی.

اپل کمپنۍ د دغو موټرو په جوړولو کې له یوې بلې کمپنۍ سره، چې نوم یې نه دی اعلان شوی، همکاري کوي.

اپل شرکت څه موده وړاندې د اتومات یا بې چلوونکي موټرو د جوړولو جواز ترلاسه کړ.

دې شرکت مخکې لا د اتومات موټرو ځینې پُرزې جوړې کړي چې د لکسیس په شمول ځینې موټرونه ورڅخه کار اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب