تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان لومړۍ) که څه هم تر اوسه بېچلوونکي موټرونه پر سړکونو عام شوي نه دي، خو ډېر ژر به ښايي داسې الوتکې هم په اسمانونو کې ووینو چې پیلوټ ونه لري.
د «جوبې افیویېشن» شرکت د یوې انجن لرونکې «سیسنا کاروان» الوتکې په وسیله په امریکا کې په ازمېښتي ډول بېپیلوټه الوتنې په بریالیتوب بشپړې کړې دي.
د جوبې افیویېشن بنسټګر او اجرائیه رئیس جو بین بیورټ ویلي: «د امریکا په کچه دا سفر د هوايي چلند د نوي پړاو لومړنۍ ننداره ده.»
د دغه شرکت الوتکه د سپټمبر پر ۷مه له کلیفورنیا څخه روانه شوې او د امریکا پر سر یې ۳۱۹۹ میله واټن پرته له دې چې د انساني پیلوټ مرسته ورسره وي، الوتنه کړې ده. د الوتکې د مسیر د ټاکلو لپاره له اتومات پروګرام څخه کار اخیستل شوی.
د امریکا په کچه د الوتنې پر مهال الوتکه په څو ځایونو کې درول شوې او د الوتنې سیستم په پرلهپسې توګه د سفر خنډونه څارلي دي.
د شرکت په وینا، الوتکې خپله ازمیښتي الوتنه په بریالیتوب بشپړه کړې ده. دا سفر د سپټمبر پر ۱۴مه پای ته رسېدلی او ټاکل شوې الوتکه بېرته هغه کلیفورنیا ته ستنه شي چې ترې روانه شوې وه.
دغه شرکت باور لري چې اتومات الوتنې به له لرې پرتو سیمو سره د مرکزي سیمو په نښلولو کې مرسته وکړي. د دوی په وینا، دا ډول الوتنې به د طبیعي پېښو په ترڅ کې د چټک غبرګون په ښودلو کې هم ګټورې تمامې شي.