دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+په دې ورځ سټېفن کینګ ۲ کتابونه چاپ کړل

په دې ورځ سټېفن کینګ ۲ کتابونه چاپ کړل

د ۱۹۹۶ كال د سپټمبر په درويشتمه نېټه امريكايي ناول ليكوال سټيفن كينګ په يو وار دوه كتابونه چاپ كړل. لومړى يې چې عنوان يې ؤ (Desperation)، د كينګ په نوم چاپ كړ خو دوهم يې چې (Regulators) نومېدۀ په مستعار نوم (ريچرد بچمن) خپور كړ.

كينګ په ۱۹۴۷ كې د (Maine) ایالت په پورټلنډ كې زېږېدلی دی. کینګ دوه كلن و چې پلار يې خپلې كورنۍ ته شا كړه او ورڅخه لاړ. د كينګ مور ته د خپلو دواړو ماشومانو ساتنه ورله غاړې شوه. كينګ له كوچينوالي ناجوړغاړى و خو له كتابونو سره يې له هماغه پيله مينه پيدا شوه. دۀ د Maine په پوهنتون كې انګليسي ژبه ولوسته. همدلته يې له (Tabitha) سره وپېژندل چې بيا يې ورسره وادۀ وكړ.

له پوهنتونه وروسته كينګ په يوۀ ښوونځي كې درس وركاوۀ، همداراز يې په خشكه شويي كې كار كاوۀ او ناولونه يې ليكل خو د خپرندويو له لورې نه منل كېدل. له دې کبله دومره نهيلى شو چې پنځم ناول يې په منځ كې پرېښود خو خپلې مېرمنې بېرته ليكلو ته وهڅاوۀ. په ۱۹۷۳ كې ډبل ډې كتاب خپرندويې ټولنې د هغه د (Carrie) ناول لپاره دوه زره پنځه سوه ډالره وركړل.

څو مياشتې وروسته يې له دې لارې څلور لكه شل زره ډالره وګټل. دا ناول په هغه وخت كې تر ټولو زيات خرڅېدۀ. كينګ د ريچرډ بچمن په نوم هم شپږ ناولونه او د لنډو كيسو څوارلس ټولګې چاپ كړې. د هغه د كتابونو تر دېرش میليون نسخو زياتې پلورل شوي دي.

له دې ټول برياليتوب سره سره كينګ د ځان د ثابتولو يا منلو لپاره زړۀ خوړ. په ۱۹۸۸ كې هغه له الكولو څخه د خلاصون د ټولنې غړى شو او ويې ويل «نور نه الكول څښم او نه مخدرمواد څكوم، نه مې خوښېږي.»

د ۱۹۹۹ عيسوي كال په جون كې په داسې حال كې چې په () كې خپل كور ته نژدې يې قدم واهۀ، موټر وواهۀ او سخت ژوبل شو. د هغه د پوښتيو او دبدن د نورو برخو د ماتو شويو هډكو لپاره شپږو جراحي عملياتو ته اړتيا وه خو دۀ په دې منځ كې يو ناول او ګڼې لنډې كيسې او ژوندليك وليكۀ. د۲۰۰۰ كال په مارچ كې يې نوى ناول (Riding the Bullet and the The Plant) خپور كړ. له هماغه وخته كينګ داستاني او غير داستاني ليكنو ته دوام وركړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب