Homeخبرونهافغان امنیتي ځواکونو د پاکستان د هوايي بریدونو ځواب ورکړ

افغان امنیتي ځواکونو د پاکستان د هوايي بریدونو ځواب ورکړ

تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان لومړۍ) افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر کونړ او پکتیکا د پاکستان د هوايي یرغل په ځواب کې تېره شپه (سې شنبه) پر پاکستاني پوستو ځوابي بریدونه وکړل.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د پاکستان له پوستو لوخړې او لوګي اسمان ته پورته کېږي.

له بلې خوا د پاکستان پوځ ادعا کړې چې ګواکي د افغانستان له خاورې د خیبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ پر لور د وسله‌والو د اوښتو هڅه یې شنډه کړې ده.

د پاکستان «ډان» ورځپاڼې د سې‌شنبې په ورځ ناوخته د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې وسله‌والو غوښتل د افغانستان د ننګرهار او پکتیا ولایتونو له لوري د کورمې له لارې پاکستان ته داخل شي. سرچینو دغه کسان د پاکستاني طالبانو غړي بللي دي خو په عین حال کې یې ویلي چې افغان امنیتي ځواکونو یې ملاتړ کړی دی.

د پاکستاني رسنۍ د راپور له مخې، د دغه هیواد امنیتي ځواکونو د وسله‌والو د اوښتو هڅه کشف کړې او مخه یې نیولې ده. ډان د خپل هیواد د امنیتي سرچینو په قول همداراز ویلي، له دې وروسته د افغانستان طالبانو د پاکستان پر سرحدي پوستو ډزې پیل کړې، چې پاکستان بې‌موجه او پاروونکی اقدام بللی دی.

دغو سرچینو زیاته کړې چې په ځواب کې پاکستاني ځواکونو د طالبانو څو سرحدي پوستې او دفاعي ځایونه په سپکو او درنو وسلو په نښه کړي دي. د هغوی په وینا، د دغو بریدونو له امله یو شمېر طالب ځواکونه له خپلو پوستو شاتګ ته اړ شوي دي. سرچینو ویلي چې امنیتي ځواکونه د پولې وضعیت په دوامدار ډول څاري او هر ډول احتمالي برید ته چمتو دي.

وروسته له دې چې د پاکستان هوايي ځواک په کونړ او پکتیکا کې د خلکو پر کورونو او شتمنیو هوايي بریدونه وکړل او په ترڅ کې یې په کونړ کې لږترلږه ۳ تنه ملکیان ووژل شول، د افغانستان امنیتي چارواکو وویل چې د دې بریدونو غچ به واخلي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو ته په وروستیو ورځو کې د دغه هیواد د حکومت وسله والو مخالفانو هم په بنو کې او هم په بلوچستان کې سختې مرګ ژوبلې اړولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

رشمیكا مندانا: ژبه راته هېڅکله د فلمي مسلک خنډ شوې نه ده

تاند (شنبه، دوږي/ سنبلې ۲۸ مه) د هند مشهوره اداکاره رشمیكا مندانا وايي، د بېلابېلو ژبو په فلمونو کې د کار کولو لپاره یې...