پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبژبه او لیکدودآريک ژبه ۶-۷ زره کاله پخوا مړه شوې/ پوهانددوکتور م.ا. زيار

آريک ژبه ۶-۷ زره کاله پخوا مړه شوې/ پوهانددوکتور م.ا. زيار

    اکسفورډ، ۲۲اپرېل ۱۵

اوخپل ژوند يې سوونو لوڼو او نمسيانو ته بښلی دی

آريايي او آرياني چېرې کوم وخت موسيو ليبان نومي فرانسي ختيځپوه دهندو ارو پايي ژبکورنۍ د اسيامېشتې آريايي خرانگې د مورينې ژبې لپاره د يوه انگېرلي (فرضي) نوم په توگه رامنځته کړی وو، بې له دې چې نور يې دومره وکاروي او رادود يې کاندې. خو زموږ دوديزو پښتوپوهانو هسې د ځانغټاوي لپاره د خپلو تاريخي پښتو څېړنو سرليک گرځولی او داسې يې راښوولې چې که هغه ورکه ژبه راپيداشي، د پښتو گرده څو زرکلنه تاريخي مخينه به راترلاسه کړي او هله به يې د ټولې نړی او بيا هندي او پارسي تربورا نو په سترگوکې ورننه باسي چې وگورئ، پښتو ستاسې تر ژبو څومره زړه او لرغونې ده او ستاسې د دواړو څانگو تر منڅ درېيمه خپلواکه آريايي ژبڅانگه جوړوي!

دا څومره د خندا او لا دخندۍ خبره ده. دومره سول و سوچ پرکار نه اچوي چې هغه اروا ښاده ژبه يوازې د پښتو نه، بلکې له بغداده تر کلکتې پورې، د سوونو سوونو آريايي ژبو وره انا وه. داپلمه به يې هم تر گناه بتره وي چې هغه ژبه پر هندي او آرياني څانگو وېشل شوې اود هرې څانگې ژبې يې د نړی د ټولو ۶ زرو ژبو په څېر، له څه ناڅه(زر- زرکلن زماني واټن سره) درې مهال پېره تر شا پرېښې دي:

هندي آريايي زوړ پېرله (ويدي+ سانسکرېټ) ، منځنی پېر له يو شمېرپرا کرېټونو او نورو منځنيو ژبو او بيا نوی يا اوسنی پېر له لاگڼ شمېر (هندي، سندي، بنگالي، پنجابي، مرهټي، گوجراتي، سنگهالي…) ژبو سره؛

دآريانيڅانگې زوړ پېر له پېنځگونو(اوېستا، ساکي، مادي، پارسي او پارتي)ژبو سره؛ منځنی پېر له (خوتني،باختري، سوغدي، خوارزمي، پهلوي يامنځنۍ پارسي، پارتي، الاني…) ژبو سره او نوی پېر له(پښتو، پارسي، کوردي، بلوڅي، لوري، سمناني، سيوندي، گيلاني، دکسپين کڅوالو او ۱۷-۱۸ پاميري ژبو)سره.

هسې خو په دې لړ کې زړې او منځنۍ هغه په مړو کې راځي. په دې مانا چې د خپلو آرو ويونکيو له خوا نورې نه ويل کېږي. که څه هم د سانسکرېټ، اوېستا، يوناني، لاتيني… غوندې د دينښووانو له خوا د سپېڅلو متنونو په توگه لږوډېرې کارول کېږي. لارويان يې هم په نمنځونو(عبادتونو) کې کاروي او ليکنې يې هم په بېلابېلو بڼو خوندي پاتې دي.

بلخوا، له دې هم ناخبره چې دليک مخينه تر ۵ زرو کلونو تېری نه کوي او حال داچې دآريک ژبې د منځته راتگ مخينه نن سبا له نوو زبادونو سره تر ۶ زرو کلو تېری کوي، نو څنگه کېدای شي، داسې ليکلې نښې نښانې يې وموندل شي. دکوم دين و مذهب څرک هم نشته چې يو څه دم دعاوې يې د گروهنو (متعقدينو) له خوا سينه پر سينه او خوله پر خوله تر دې دمه رارسېدلې اوسي. هن، که دا انگېري چې ويونکي به يې چېرې په کوم ځنگله، سمندري ټاپو يا سمڅ کې وموندل شي، بياهم هسې خيال و خوب بلل کېږي!

زما ناروېژي استاد په شپېته کلنو څېړنو کې مټې د منځنۍ پښتو له دوه زرکلن زاړه گړدوده پرمختيا موندلې ((وڼېڅي)) ژبې، يوه (خوتني) ‎ډبرليک، د زړو ځاينومونو او خپلوانو ژبو د پاتشونو له مخې د منځني يا مورني پېر څرک ولگولای شو او راروسته يې د ساکي انا، هغه بيا هم د منځني پېر ((خوتن ساکی)) د موندل شويو بودايي متونو په مټ.

خو زموږ پېښاووان په مور ونيا(زړې ساکي) يا غورې (آرياني!) پسې نه گرځي . بلکې په وره – وره انا(آريک) پسې يې راخېستې ده!

دوديزو استادانو، ليکوالو او څېړنوالو خو بياهم له خپلې پوهې او واک و وس سره سم لږ تر لږه د ادب و فرهنگ له پلوه د پښتو د سرڅڼې او سيالۍ په لارکې د نوي اکاد ېميک پښت لپاره يوه لاره هومره هواره کړه او په دې لړ کې يې د(( يوې- کره ليکنۍ پښتو)) د بهير بنسټ کېښووه. مگر پېښاووانو يې له دې پرته چې د اکاد ېميکو څانگپو هانو مخې ته کرکنډې راورغړوي، د نور څه تمه ترې کېدای نه شي!

2 COMMENTS

  1. زیارصیب سلامونه به مې ومنې.
    د تاسو په دغه لیکنه کې په یوه څای کې د بلخوا ویي کارول سوی. ډېر نور پښتانه یې په همدغه بڼه لیکي. خو زه فکر کوم چې سمه بڼه به یې بله خوا وي. پوښتنه مې داده چې ایا له تاسو څخه املايي تېر وتنه سوې اوکه زه غلط سوی یم.
    په پوره درنښت
    تفسیر خان

  2. گران او هڅاند تفسير خان
    ،
    يوخوا- بلخوا،اخوا -دېخوا مو همداسې رادود کړې دي (پښتو ليکلارښود ۷۸ مخ)
    مينه او مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب