دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبکره کتنهسرسري لیکني / عبدالکریم حقانیار

سرسري لیکني / عبدالکریم حقانیار

شل پنځه ویشت کاله پخوا به، افغانان بهر ته د یوې ټلیفوني مکالمې لپاره هم تر کویټي و پیښوره لالهاند وو. هغه وخت له سویډن څخه تر پاکستانه، د یوې دقیقې ټلیفوني خبرو لګښت څه کم درې ډالره کیده. د غزني له ګیلان څخه راغلیو عزیزانو به، پر نیمي ګنټې خبرو غاړه نه ایسته. زیاتره وخت به تر ساعت هم واوښتې. ورته غوږ به وم. خو سترګي به مې په دقیقه ګر کې خښي وې.

که به رابطه پرې شوه. وسوسه به راولویده، زنګ به مې ور وواهه. خبره به یي له معمول سره سم بیا له جوړ په خیر… څخه پیل کړه. ضروري خبري ته به یې پام نه وو یابه ورڅخه هیره شوه.

پورتنی بیان مې د ځینو لیکنو تر متنونو پوري وکیښ. یوه برخه لیکونکي د لوستونکو د وخت تنګسیا او د کړاند ژوند بوختیا له یاده باسي. کله چې علمي، سیاسي، ادبي او یا بل رنګ لیکنې کاږي، په تکراري و کلیشه یي الفاظو او جملو خبره ور څخه اوږده شي. د بیلګي په توګه:

« لکه څرنګه چې تاسي خبر یاست… دا خبره خو ټولو ته معلومه ده… په هر صورت باید وویل شي… د افغانستان خلک اوس په هرڅه پوهیږي… همدارنګه د یادوني وړ ده… وخت مو زیات نه ضایع کوم… اوس راځم اصلي موضوع ته… پوښتنه دا ده…؟».

که یې تر پایه لولې وخت نه ورته بسیږي. کنه، لیکونکي یې په لیکلو او د ویبپاڼي ادارې يي په نشرولو زحمت ګاللی وي. سړي ته وسوسه ور ولویږي، مبادا چې د پند و خوند خبره د متن په منځ کې له سترګو نیامه نه شي.

یوه، نیمه لیکنه مایوسوونکې هم وي. ځکه لیکوال یې پوهنتون لوستی وي. د لیکني په هره دویمه و دریمه کرښه کې به، له اړتیا پرته د لفظونو سرباری تر سترګو کیږي. 

سړي سلا بلا ورباندي بدګومانه شي. داسي واېسي لکه لیکل چې د لیکلو او پوهاوي په موخه نه وي تر سره شوي، هسي کليمې په کليمو پوري تړلي شوې او جملې په جملو کې ژدوول شوې وي. له ځکه یي په لیکنه کې د نوښت او رغنده سوچ څرک نه تر سترګو کیږي. 

تر دې ورهاخوا، ځیني لیکونکي ډېره غړنده او کاواکه لیکنه هم رسنیو ته استوي، پر یوه و دوو ویبسایټونو غاړه نه باسي. د اړوندي ویبپاڼي د موخي سکښت او د مینه والو ذوق و شوق يې نه وي ورته معلوم. د لیکلي متن د دقېق لوستلو (Proofreading) زغم نه لري، ځکه خپله نوشته یي پر طبیعت نه کیني. خو له لوستونکو یي د خوندور لوست تمه لري. 

هیریږي یي چې اوچته لیکنه هغه که علمي وي یا ادبي، سیاسي وي یا ټولنیزه مجبوره نه ده چې په لوستونکو پسي له یوه سایټه وبل ته لالهانده شي او یا په فیسبوک کې میسنجر ورسره سرګردانه شي. کړاند او ځیرک لوستونکي یې پخپله لټوي او پیدا کوي يي.

د همدې کټګوري لیکونکو او لیکوالو ممکن ودې ته نه وي ورپام چې، اوس پښتو د تیري پیړۍ په څېر بېوزله او له قلمه هېره ژبه نه ده. ګوګل منلې، تر فیسبوک، ټویټر، انستاګرام، لسګونو کورنیو او نړیوالو راډیویې و تلویزیوني خپرونو ورها خوا څوشلي ویبپاڼي او چاپي نشریې یي په سینه کې را ټوکیدلې دي.

بوخت، هدفمن او ځیرک لوستونکي، د هري لیکني و لوست ته وخت نه شي موندلای. له ځکه لیکني چڼي او غلبېلوي يي. ټکنۍ، بې نوښته او تکراري لیکني ژر پيژني. له بې معیاره، نمایشي و تبلیغي نوشتو څخه سترګي نیامي ساتي.

د یوې برخي لیکونکو دغه ډول کردار نور مشخص زیانونه هم لري:

اول ــ   زیاتره لوستونکي له سر سري او کاواکو نوشتو ژر خواتوري کیږي، تر پایه یي نه لولي. د لیکوال پر بله لیکنه آن کلیک ته هم زړه نه ښه کوي، ګام ورڅخه اړوي. ځکه مخکینۍ نوشتې یي په ذهن کې منفي تصور کرلی وي.

دویم ــ   موضوع که هر څومره مهمه هم وي، د بې خونده، بې تفکره او بې تسلسله لیکني په وجه یي اهمیت او د لوستلو کښښ وننګیږي، سرلیک یا عنوان یې د لوستونکو په سترګو کې ورټل شي. بل تکړه لیکوال یې هم و لیکلو ته بې سېکه او زړه نازړه شي.

دریم ــ   د پښتو ژبي و مروج نثر ته تاوان پیښیږي. ځکه کمزورې، ناسمه او څپڅپانده نوشته د ژبي پرمخ داسي ده لکه عسکري څپیړه. که پوهنتون لوستی لیکوال له بربنډو مکررو املایي و انشایي تیروتنو سره سره خپله لیکنه نشر ته سپاري، د لومړنیو زده کړو لرونکي کسان، په تیره بیا د ښوونځیو، لیسو او آن د پوهنتونونو ځیني زده کونکې ممکن د لیکوال زده کړو، مسلک، علمي رتبې، دندې یا د عمر منګ ته په پام سره، تقلید ورڅخه وکړي. یا د نوشتې ځیني کلیشه يي کلیمې او جملې يې په حافظه کې ځای ونیسي. کیدای شي د مجازي نړۍ په مراوده کې یې وکاروي.

څلورم ــ   کاواکي، تکراري و سر سري نوشتې د اړوندو ویبپاڼو او چاپي رسنیو و اعتبار ته هم زیان اړوي. د لوستونکو د مراجعې تسلسل یي سستیږي، اعتبار و شهرت ته یي تاوان پیښوي. نن سبا د انترنیټ په غیږ کې یوه لمن ویبسایټونه فعال دي چې پښتو لیکني پکښي خپریږي. ممکن د ګوتو شمیر یې په ورځ کې تر زرـ دوه زره کسانو زیات لوستونکې و لري. په نړیوال کلي کې د نیټ د مزیو پراخوالي او د پښتو ژبي د لسګونو ملیونونو ویونکو، لوستونکو او بهرنیو مینوالو و شمېر ته په پام سره، یاده شمیره بیخي د قناعت وړ نه ده. ګومان کوم نور یې وخت ده چې ویبپاڼي، ورځپاڼي او نوري نشریي د لیکنو د کمیت پر ځای و کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.

البته همدا یادونه او سرټکونه مې په ټوله کې د ځینو لیکنو له ګرامري و ادبي اړخه نه، بلکې د منځپانګي (Content) د ضعف، اضافي کلیمو، تکراري جملو او بې ترتیبه مقدمو په تړاو ده، کوم چې زیاتره وخت د معنا په رسولو کې ستونزي جوړوي. پښتو ادبیات مې نه دي لوستي، پوهنتوني زده کړي مې په پردیو ژبو تر خپلو مسلکي زده کړو پوري محصوري دي. له دې سره سره زما له انده نګه او للون شوی نثر هغه ښایسته او سوتره لوښي ته ورته دی چې هر ډول خواړه پکې خوندور ایسي. باور لرم چې د زیاترو تجربه لرونکو لیکوالو ودې خبري ته پام دی. هیله من یم چې نوکاره او د لیکوالۍ له هنر سره نابلد لیکونکي هم ورته ځیر شي او خاطر یې آزرده نه شي. 

د غربي نړۍ په زیاترو انټرنیټي و اخباري رسنیو کې نن سبا د لیکلو موخه سم پوهاوی، دقت او د سوتره و روان نثر لیکل جوړوي. کمزورې، کنډکپري او تکراري نوشتې بې له ځنډه د سموني یا تصحیح په موخه لیکونکي ته مستردیږي.

 

د اضافي کلیمو او جملو کارول او د متن بې ځایه اوږدول و پړسول لیکنه عیبي کوي. غوره لیکنه ژور فکر، تامل او خوارۍ ته اړمنه ده. نن سبا په پښتو ژبه د نشریو لوستونکي او مینه وال هم د سوچه، سوتره او لنډو لیکنو لیوال او په متنونو کې د چڼلیو خبرو د لوستلو تلوسه لري. که پر زړه خبره یا موضوع هم بحث کیږي، باک نه لري و دي شي، خو غوره به وي چې له یوې بلي زاویي یا لید لوري ورته و کتل شي. ترڅو د لوستونکو تنده ماته شي، خپله ورکه پکې پیدا کړي او ورسره جوخت د پښتو ژبي لا زیاته برخه لیکني د پرمختللیو ژبو په څېر په تول برابري شي. یا لږ تر لږه غښتلی توضیحي و ادبي منګ خپل کړي.

ستوکهلم

کال ۲۰۲۰ میلادي، د جنوري پنځویشتمه

1 COMMENT

  1. دا مقاله په تاند کې ننه موندل کیدله نن مې یوه بله لیکنه لوسته ورته مې پام شو مننه چې دوباره مو نشر کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب