جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د یوې خوږې کیسې اغاز | محمدنعمان دوست

د یوې خوږې کیسې اغاز | محمدنعمان دوست

(د استاد پسرلي نهم تلین)

کیسه له همدې جوماته پیل شوه. دا جومات د کابل د قلع فتح الله په څلورم سړک کې اباد دی او زه په درېیم سړک کې اوسیدم. دا نو د څه باندې دوه لسیزو پخوانۍ کیسه ده.

دا هغه وخت دی چې د تنظیمونو انډو خر،  تازه په کابل تیر شوی و. لکه د بخت نصر، چنګیز، هلاکو او… لښکر چې له مقاومت وروسته له کابل ښاره عبور کړی وي. د دې تاریخي ښار ګڼې برخې ړنګې وې. کنډواله و او له خلکو خالي و؛ خو کیسې یې د خلکو په ژبه وې. هر چا له دې وحشت څخه په زړه کې پنډ پنډ کیسې درلودې. په هغه ورځ چې مو همدې جومات کې جمعه وکړه؛ نو امام د هغه وخت یوه کیسه راواخیسته:

په روسي جیپانو کې یوه ډله پکولیان او څڼور وسلوال راغلل، ویل یې چې مرکز کې ختم لرو. په خپل سر یې د جومات غالۍ ټولې کړې او بیا داسې پسې ورک شول، لکه د کابل د سکون او ارامۍ ورځې.

دویم کتار کې ناست وم. جمعې ته څو دقیقې پاتې وې. یو نری او دنګ مشر راغی، قره قول یې په سر و او پر اوږو یې خط داره چپن پرته وه. مخکې صف کې ورته مقتدیانو ځای پریښود او کیناست. د ده، په دې لومړي ځل لیدلو له عجیبه حالت سره مخ شوم. لکه یوه مهمه خبره چې دې پر زړه وي او ژبې ته دې نه راځي. څیره یې راته اشنا ښکاره شوه. پخوا مې ورته عکسونه لیدلي ول.  ذهن مې په خپل آرشیف کې لټون پیل کړ؛ هره تاخچه یې چاڼ کړه، خو پیدا کولای یې نشو. له جمعې وروسته سړی روان شو او تر ډیره مې ورپسې کتل.

بله ورځ بیا سره مخ شوو، ځان مې ور نږدې کړ او د ادب مراتب مې ور وړاندې کړل. سره بلد شوو. خپل کور یې را وښوده چې همدې جومات ته په مخامخ کوڅه کې و.

کور ته ورسره لاړم. هلته د ده له ځامنو ښاغلي استاد اسدالله غضنفر او د لنډو کیسو او ناول له تکړه لیکوال اجمل پسرلي سره مخ شوم.

د دې کور عجیبه فضاء وه. چې هر کوربه، به خوله پرانیسته یوه نوې او د نوټ کولو خبره به ترې په داسې انداز را ووتله چې سمدلاسه به د حافظې په یوه تاخچه کې کیناسته.

هغه وخت د لنډو کیسو د لیکلو سخت شوقي وم. او استاد غضنفر ( داستانونه) مجله چلوله. زما کیسې به هم په همدې مجله کې چاپ کیدې او چاپ ته به یې بې واره منتظر وم.

موږ به د همدې کور په حجره کې پر یوې کیسې بحث پیل کړ. دا به یا کوربنو لیکلې وه او یا ما. د بحث عجیبه انداز و. اجمل پسرلي به یوه خبره وکړه، غضنفر صیب به بله او مشر استاد به کله تایید کړه او کله به یې خپل جدا نظر بیان کړ. کله به پلار د ځامنو خبره په دلایلو نقد کړه او کله به ځامنو د ( نه اغا) په پیل سره، د پلار خبره نقد کړه. چې نقد به استاد ته خوند ورکړ، نو موسکی به شو او له خپلې خبرې به تیر شو.

ما چې په دې لنډو ناستو کې له دې مهربانه او مخلصه  کوربنو کوم څه زده کړل، شاید ډيرې مطالعې هم نه وای راښودلي.

 زه په اسانه له چا، نه متاثره کیږم او نه مې په اسانه هرڅوک زړه ته د دایمي استوګن په توګه لاره پیدا کوي. په دې ټول تیر عمر کې له درېیوو کسانو ډېر اغیزمن شوی یم. د دې درېیوو کسانو له مجلسونو سره مې ډيره مینه لرله او اوس هم:(( ژړوي مې هغه تللي، تللي خلک)) په دغو درې کسانو کې یو مرحوم علامه رشاد بابا و، چې ایله د دوه ناستو نصیب مې ور سره و. بل ارواښاد پروفیسر تقویم الحق کاکاخېل و او بل مرحوم استاد محمد صدیق پسرلی.

پسرلی صیب، دې خدای وبخښي، یو خاکساره، ډير اوریدونکی، لږ ویوونکی او دروند انسان و.

 پسرلی، دنیا ته راغی چې خپل ماحول ګلزار کړي. داسې نغمې وپنځوي چې د بلبلانو له نغمو هم خوږې وي. خو، هغه داسې وخت کې راغی  چې ماحول له ازغیو ډک و. د قدم ایښودو ځای پکې نه و. دې ترخه ماحول ورته ټوله دنیا ترخه کړه. دا دنیا ورته د اوسیدو ځای ښکاره نشوه، چیغه یې کړه: (( راغلم دنیا ځای د اوسیدو نه و)) او بیا یې له ټولو خلکو خدای پاماني واخیسته: (( کډه په زیړي مازیګر بیرته وړم))

پسرلي کډه بار کړه، پسرلی لاړه، خو له غزلو جوړ داسې بڼ ( غزلبڼ ) یې پریښود چې د هیڅ خزان به پرې وس و نه رسیږي او د دې پسرلی یاد  به تل د اهل ذوقو په زړه کې تازه وي.

د دې کمساري، د اوچتې مرتبې شاعر او په ټوله مانا د پوره انسان یاد دې تلپاتې وي.

د مرغومي ۲۳مه، ۱۴۰۱

محمد نعمان دوست

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب