پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+د استاد صدیق پسرلي نهم تلین

د استاد صدیق پسرلي نهم تلین

(زما یوه لنډه خاطره او د استاد پسرلي څو شعرونه)

»صدیق پسرلی مړ نه دی، د هندو کش په تړ و کې کیند ل شوې مجسمه ده.»

  (استاد سعدالدین شپون)

پرون د ۲۰۲۳ میلادي کال د جنورۍ دولسمه د استاد نهم تلین و، کور یې ودان ځینو فرهنگیانو د استاد پسرلي دا تلین ولمانځه، ځینو خپل خاطرات خپاره کړل، ځینو دوعاگانې وکړې او ځینو د استاد د یاد تازه ساتلو يه غرض، د هغه ځینې شعرونه او بیتونه خپاره کړل.

زه به هم په خپل وار سره د استاد صدیق پسرلي د نهم تلین ته د درناوي په پار خپله یوه خپره کړې خاطره او د ده ځینې شعرونه راواخلم:

ما ته د خپل ژوند په اوږدو کې یو وار د استاد صدیق پسرلي د لیدلو ویاړ را په برخه شوی دی، هغه هم په دې ډول:

کابل ته د تنظیمي ایله جاریانو په راتگ سره اړوتم چې د خپلې کورنۍ له نهو تنو غړو سره پېښور ته لاړ شم، څو په هغه ځای کوم بل لوري ته د تگ ویزه ترلاسه کړم. له ماسره په پېښور کې د اوسېدو او ویزې ترلاسه کولو مرسته گران دوست ډاکتر زرین انځور کوله. 

یوه ورځ چې د ویزې او اسنادو له کارونو یو څه بېغمه شوو، نو انځور صاحب راته وویل:  

«راځه چې نن پسرلی صاحب وګورو.» 

ما هم وویل درځه! 

د پـېـښور ګڼه ګوڼه، ځه پسې ځه. چې یو وار انځور صاحب ووې: 

آصف گله! 

دا سیمه «نوته» نومېـږي، پسرلی صاحب دلته اوسېـږي. په دې کې یې یو داسې ځای ته ورسیخ کړم چې پخه کانکریټی کوڅه وه او په منځ کې یې نرۍ ویاله غځیدلې وه. یوې دروازې ته ورسیدو، کله چې کور ته ورننوتو، ومې لیدل چې یوه ډنګر بنده بوغبند ته شا ورکړې وه او ځنګنونه یې په نس پورې داسې نښلولي وو، چې ته وا نوربه جدا نه شي. زه د وطن حالاتو داسې چیچلی وم چې زېـړ زبـېـښلی وم. کله یې چې وروپیژندلم سړی ورو راجګ شو، روغبړ یې راسره وکړ. 

کېناستو، له یو څو پوښتنو او خبرو وروسته چې استاد خبرې پیل کړې، نو زما پر ذهن، ضمیر او بدن باندې بل کړای شوی اور او زېـړمنی یې په پسرلي باندې بدل کړ. سړی په رښتیا پسرلی و او د علم او هنر داسې خزانه چې زما د ذهن په مړاوې کرونده کې یې هیلې او ګلان راوغوړول. دا خزانه او د علم او هنر یو نه تمامیدونکی ګنج، صدیق پسرلی و او لکه د افغانستان تر خاورو لاندې خزانې، د پـېـښور په «نوته» کې په یوه زړه کوډله کې پروت و. په هغې ورځې مو ښې مرکې وکړې، ما په زړه کې اچولي وو چې بیا کله سره ګورو، خو حالات داسې راغلل چې موږ لکه وچه پاڼه بادونو پسې واخستو چیرته لرې یې په یو بل پردي وطن کې ورغوزارکړو او… 

استاد صدیق پسرلی په پښتو ادب او شاعرۍ، په ځانګړي ډول غزل کې وروسته له استاد حمزه شینواري نه، د پښتو غزل یو منل شوی او حقداره استاد دی او د دې ښه ګواهي د ده خپاره شوي آثار دي.

دا هم د استاد پسرلي ځینې شاه بیتون او د کلامې بېلگې: 

نورو پسې تګ سړی خړ مخی کړي

گـرد د لارې وگـورئ د شپون پـر مخ

*****

پـنـډه د غمونـو پـر سر بېرته وړم

تـا نـه سپمـولی نـظـر بـېـرته وړم

راغـلـم جهان ځـای د اوسېدو نه و

کډه په زېړي مازديګر بېرته وړم

څـوک د مـلـغـلـرو پېـژندوی نه و

تـل د سمندر ته گـوهر بېرته وړم

*****

د مُـراد مـزل ته هـرڅوک ورنژدې شو

یو پښتون لکه مېخ شوی ټغر پروت دی

*****

آشنــا راځــه، فـــرصــت درســره پــلی راولـه

پسرلی د نیکمــرغۍ تــرلاس نــیـــولی راولــه

څادر ورباندې خپور کړه، له مینا سره کړه پام

شـیـخان ګـرځــي، محــفل ته ساقي غلی راولـه

د نــویــو خـوشـالیـو وړ کـه نه یـو نو خــاونـده

پــه تـېــرو بـهــارونــو کــې یــو ښکلی راولــه

یــا مــا درســره بــــوزه شـنـو لـمـنو ته سپرلیه

یــا بــــوی د شنــو شــوتـلو نښتیـځــلـی راولــه

*****

وښو سـرونه هسک کـړل، ښـایـي بـیـا راځي بهار

چـې بــیــا بــه مـرور وي، کـه پــخـلا راځي بهـار

نـه کــډې ورلـېـښلې، نــه چا تـیـږه مـنځ کې ایښې

لــمــنـو تــه بــه څـه رنـګــه تــنـهـا راځــي بهــار

چـا ووې چې ســږ هــم، د مـایــنـونـو لــه شامـته

د وریــځــو پــــه ډولۍ کې یک تـنـها راځي بهـار

څه سا به یـې شي جـوړه د بـاروتـو پـه لوګي کې

مـجـبــور دی د مــوسم پـه تـقـاضا راځـي بهـــار

د زخــم تبســم وي تـرجمــان د سـویــو څـړیــکو

زمــوږ وطــن تــه ځکه، پـه مــوسکا راځي بهار

راتلل یې ښایی بیا هم د حسرت دوړې راپریږدي

نـه مـوږ ورپسې تـلای شو، نـه په شا راځي بهار

د هــیـلــو شــګوفې چـې وي د یــآس ږلۍ وهــلې

راځي خــو زمـوږ خوا ته، نیمه خوا راځي بــهار

په زړه باندې مې ګرځی،په راتلو یې خـبـر نه شم

دا څــو کلــونـــه هـــر ځلــې په غــلا راځــي بهار

پسرلـیـه زه یـې څه کـړم چې وطـن د ښاپـېـرو ته

رعـنــا راځــي بــهار او کــه زیــبـا راځــي بــهار

د استاد پسرلي ارواح دې ښاده وي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب