شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهمحمدنبي امرالله صالح ته : ستاسو د فاسد نظام او ناسمو پرېکړو...

محمدنبي امرالله صالح ته : ستاسو د فاسد نظام او ناسمو پرېکړو له کبله افغانان په اوسني ناورین اخته شوي

تاند(جمعه، د جدي ۲۴ مه) د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړي محمدنبي عیسي خېل د افغانستان د پخواني حکومت د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح ټویټ ته توند او کاري ځواب ورکړ.

امرالله صالح لیکلي چې د افغان کرکټ ټیم تحریم او بندیز په ځای کار دی.

صالح د خپلې خبرې د توجیه لپاره د طالبانو د حکومت له لوري د نجونو د زده کړو د مخنیوي په وړاندې د کرکټ ټیم د لوبغاړو چوپتیا او د حقاني شبکې له مشر سره د کرکټ د لوبغاړو د ګډ عکس اخیستو ته اشاره کړې ده.

خو محمدنبي عیسي خېل د صالح د ټویټ په ځواب کې لیکلي:

«صالح صاحبه، ستا دې ټویټ ټکان راکړ، هیڅوک د افغان لوبغاړو په هیوادپالنه او ژمنتیا کې شک نه لري، موږ لا هم د افغانستان تر بیرغ او ملي سرود لاندې لوبه کوو او په درسته نړۍ کې د خپل هیواد د رښتینو ارزښتونو استازیتوب کوو. لطفاً دا له ذهنه مه باسئ څه نادودې چې ملت اوس ورسره مخامخ دی، دا ستاسو د دورې د ناسمو پرېکړو او فاسد نظام له کبله دي.»

محمدنبي تر دې مخکې په یوه ټویټ کې د استرالیا د کرکټ د ادارې دا پرېکړه غندلې چې له افغانستان سره یې د مارچ په میاشت کې درې یو ورځینۍ مسابقې لغوه اعلان کړې.

استرالیا ویلي چې د افغان ښځو او نجونو د تعلیم او کار د مخنیوي په اعتراض کې د افغانستان له لوبډلې سره سیالۍ لغوه کوي.

ډیری افغانان وايي، طالبان یوه افراطي او سرزورې ډله ده چې په قصدي ډول غواړي افغانستان په نړۍ کې لا ډیر منزوي کړي. دوی د صالح په شان د افراطي سیاستوالو دریځونه د سرټمبه طالبانو له دریځونو سره ورته بولي.

فضل ربي شینواري په دې اړه پر خپله ټویټرپاڼه کښلي:

« افغانان دومره ذهني خوار شوي، چې د مسلم شېرزاد، ځلا ځاځۍ او ځینو نورو احمقو متعصبینو په خوله له نړیوالو پر کرکټ ملي لوبډلې د بندیزونو غوښتنه کوي. ړندو! تر ټولو مخکې دې اتلانو غږ پورته کړی و، سترګې او ذهنونه مو خلاص کړئ، کرکټ مه تباه کوئ، په هر حالت کې له خپلو اتلانو ملاتړ وکړئ.»

په همدې حال کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د استرالیا د کرکټ د ادارې پر پرېکړه خواشیني ښکاره کړه.

ده ویلي، په اوس وخت کې چې افغانان له سختو ننګونو سره مخامخ دي، د اسټرالیا کرکټ ادارې پرېکړه خواشینوونکې ده.

ښاغلي کرزي په خپل ټویټ کې لیکلي دي: (( موږ د خپل کرکټ په لوبډلې او د ټولو لوبو په لوبغاړو فخر کوو))

4 COMMENTS

  1. که مړز، کرک یا بودنه امرالله صالح مو د یاده وتلی وی، یو ځل په ارګ کی د اختر د لمانځه ویدو وګوری چه سپین ګیری اشرف غنی هیڅ ونه خوځیدو مګر د امرالله صالح ډار وګوری چه څو ځلی یی ښکته پورته د مړز پشان ټکانونه وخوړل.

    یوتیوب کی دغه لاندی جمله ولیکي بیا ټکانونه وګوری.
    امرالله صالح در وقت ادای نماز عید قربان کم مانده بود سکته کند

  2. حکیمي صاحب ستاسو دې ډول شکونه جمهوریت چپه کړ. تاسو نه کرزی مانه او نه غني.
    خو ښه شوه چې تیره شوه. شل کاله د غني او کرزي په حکومت کې پښتانه د طالبانو له لوري وزل کطدل، له تعلیم، کار او پرمختیايي کارونو محرومیدل او تاسو ورته خوشالي کوله. ښه ده اوس د ټولو یو شان جال دی. که پښتنه ښوونځي ته نه شي نللی ستا واله هم نه شي تللی. البته بی له شکه دا د افغانستان په تاوان ده او په هیڅ صورت یې طرقدار نه یم خو ستا په شان د متعصبو نیښداره خبرې مې مجبوروي چې د طالب په غیرانساني اعمالو راضي شم. تا او ستا خر او اساني ملګرو زما په شان ډیر پښتانه مجبوره کړي چې د طالب په غیر انساني او ترقي ضد اعمالو خوله پټه کړي.

  3. که د اشرف غنی پلان وی او که د بل چا : دلته زما مقصد دادی چه په لس هاو نور خلک هم په دغه ځای کی د اختر په لمانځه ولاړ دی، یواځینی کس امرالله صالح دی چه ډیر غټ حرکت او هرکلی کوی.

    دا ځکه چه امرالله ډیری غټی غټی خبری او لافی وهی، او کله د افغانستان په شر او ضرر خبری کوی، نو د دغه حالت او حرکت څخه یی معلومیږی چه د لمړی معاون لیاقت یی نه درلود.
    د افغانستان د کرکټ په ضد خبری د امرالله د تعصب څخه ډکی او افغان ضد خبری دی.
    د کرکټ لوبغاړو او ځوانانو په لمړی ورځ د خپلو خویندو د مکتب په شروع او دفاع کی خپل غږ پورته کړیدی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب