جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهکندهار کې لسګونه ماشومان یخ وهلي

کندهار کې لسګونه ماشومان یخ وهلي

تاند:( جمعه، د جدي ۲۳) ‏‏‏‏د کندهار لپاره د طالبانو چارواکي وايي په شاولیکوټ، خاکرېز، نېش او ميانشین کي ۶۰ کسه يخ وهلي.

د دوی په وینا ، دغه کسان د مرګ د خطر سره مخ وو، خو د ورځې جريان کې ژغورل شوي.

د دوی په وینا د ژغورل شوو کسانو ډېره برخه يې کوچنیان دي.

چارواکي وايي د دې تر څنګ په پنجوايي، ارغنداب او يو شمېر نورو ولسواليو کې هم د خلکو د ژغورلو هڅې شوي دي.

په افغانستان کې د سختې يخنۍ او بادونو د څپې له پیل سره نن له نيمروز ولايت څخه د ۷ تنو د مړينې خبر ورکړل شوی.

سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې په دغو کسانو کې ۶ تنه د نيشه يي توکيو کارونکي او يوه بله بې سرپرسته ښځه ده.

ويل شوي، چې يادو کسانو سرپناه نه لرله.

له نيمروز او نورو ولايتونو څخه د سختې سېلۍ له امله د يو شمېر کورونو د نړیدو او مالي زيانونو خبر هم ورکړل شوی.

اوړمه شپه په کندهار کې یوه څو مياشتينۍ بېوزله ماشومه هم، چې کورنۍ ېې سرپناه نه لرله، د سختې يخنۍ له امله مړه شوې وه.

د کندهار لپاره د طالبانو چارواکو له دغې کورنۍ سره د خوراکي توکيو د مرستې خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب