Homeخبرونهراشدخان د استرالیا بیګ باش بایکاټ کوي

راشدخان د استرالیا بیګ باش بایکاټ کوي

تاند(جمعه، د جدي ۲۳مه) د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړي راشد خان ویلي چې د افغانستان له ملي لوبډلې سره د درې یو ورځنیو سیالیو د لغوه کېدو په اعتراض کې به د استرالیا د غوره لیګ سیالۍ بایکاټ کړي.

د استرالیا د کرکټ ادارې نن (جمعه) د خپلې دې پرېکړې ننګه وکړه چې د افغان ښځو او نجونو د تعلیم او کار د مخنیوي په خاطر یې له افغانستان سره درې ورځینۍ سیالۍ لغوه کړي دي.

راشد خان پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې د استرالیا پرېکړې سخت خواشینی کړی دی.

ده همداراز لیکلي چې کرکټ د افغانستان یوازینۍ هیله ده او لوبې سیاست سره مه ګډوئ.

راشدخان زیاته کړې، که استرالیا له افغانستان سره په مسابقه کې ارام نه احساسوي، دی هم نه غواړي چې د استرالیا په بیګ باش کې په خپل ګډون څوک نارامه کړي.

ټاکل شوې ده چې د کرکټ نړیواله شورا یا آی سي سي په مارچ میاشت کې د افغانستان د کرکټ په اړه غونډه وکړي.

داسې اندېښنه شته چې په دې غونډه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له نړیوالو سیالیو منع شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...