یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهنیمروز کې سختې يخنۍ د ۶ نيشه یانو په ګډون ۷ تنه...

نیمروز کې سختې يخنۍ د ۶ نيشه یانو په ګډون ۷ تنه مړه کړي

تاند:( جمعه، د جدي ۲۳) ‏‏‏په افغانستان کې د سختې يخنۍ او بادونو د څپې له پیل سره له نيمروز ولايت څخه د ۷ تنو د مړينې خبر ورکړل شوی.

سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې په دغو کسانو کې ۶ تنه د نيشه يي توکيو کارونکي او يوه بله بې سرپرسته ښځه ده.

ويل شوي، چې يادو کسانو سرپناه نه لرله.

نیمروز ولایت د افغانستان له هغو ولايتونو څخه دی، چې سخته او سړه سېلۍ لري.

د طالبانو د حاکمې ادارې ځايي چارواکو ويلي، چې د نيشه يي توکيو ۸۰۰ نور معتادین ېې مناسبو سیمو ته لېږدولي.

له نيمروز او نورو ولايتونو څخه د سختې سېلۍ له امله د يو شمېر کورونو د نړیدو او مالي زيانونو خبر هم ورکړل شوی.

اوړمه شپه په کندهار کې یوه څو مياشتينۍ بېوزله ماشومه هم، چې کورنۍ ېې سرپناه نه لرله، د سختې يخنۍ له امله مړه شوې وه.

د کندهار لپاره د طالبانو چارواکو له دغې کورنۍ سره د خوراکي توکيو د مرستې خبر ورکړی.

1 COMMENT

  1. ۱ – د ” ملاهیبت ” لخوا د رامنځته سوی ” جهنم ” تودو څپو او د ” طبیعت ” لخوا د را منځته سوی ” زمهریر ” یخو څپو د مظلوم وولس دواړه باړخوګان ور پړسولی دی.
    ۲ – دا یخ ځپلی او یخ وژلی ښځه دی خدای وبخښی البته دا نشه یان د ګُره زامن دی هم خدای وبخښی خو دومره ګټه ئی وکړه چی د نورو مخدره موادو د رانیولو روپی ور وسپمیدی.
    ۳ – آخرالزمانی پیښی دی، د ګرمسیر کندهار د حرارت درجه ” منفی ” شپږ ده او د شمالی اروپا په ډیرو برخو کی د حرارت درجه ” مثبت “شپږ ده.
    ۴ – افغانستان د نړی د عجائبو هیوادونو څخه ګڼل کیږی ( هم تیل لری، هم ګاز او هم د ډبرو سکاره او هم ګڼ ځنګلونه خو اوسیدونکی بیچاره ګان ئی د ژمی په موسم کی د لوږی څخه دومره نه کړیږی لکه د یخنی څخه) .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب