Homeخبرونهپنجشېر کې د فضل احمد معنوي کور سوزيدلی

پنجشېر کې د فضل احمد معنوي کور سوزيدلی

تاند:( جمعه، د جدي ۲۳) ‏‏‏په پنجشېر کې د عدليې د مخکيني وزير فضل احمد معنوي کور اور اخیستی دی.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې دا سوزيدلې ۵ پوړيزه ودانۍ یې کور نه؛ بلکې کتابتون و، چې د څو پېړيو مهم لرغوني اثار هم پکې شامل وو.

معنوي طالبان په قصدي ډول په دغه اور لګولو تورن کړي، خو د طالبانو ځايي چارواکو ویلي چې پېښه د بريښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوې ده.

ويل کيږي، چې په دغه ودانۍ کې د طالبانو امنيتي ځواکونو ځانته امنيتي پوسته جوړه کړې وه.

په ټولنیزو رسنیو کې خلکو په دې اړه ډېر غبرګونونه ښودلي.

يو شمېر خلکو طالبان د پخوانيو چارواکو د کورونو په غصب، ناوړه استفادې او علم و کتاب سره په دښمنۍ تورن کړي، خو ځينو نورو بيا پر معنوي نیوکې کړي چې د غره لمنه کې ېې داسې ودانۍ په کومو امکاناتو جوړه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...