Homeخبرونهسالنګ لاره تر راتلونکې خبرتيا پورې وتړل شوه

سالنګ لاره تر راتلونکې خبرتيا پورې وتړل شوه

تاند:( جمعه، د جدي ۲۳) ‏‏‏د طالبانو د حاکمې ادارې ځټولګټو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ‎سالنګ کې هوا ډیره سړه او سانتي ګراډ تر منفي ٣٢ درجو پورې ښکته شوی.

ياد وزارت له ټولو مسافرو څخه غوښتي، چې د دغه وزارت تر بیا خبرتیا پورې دې پر دغه لویه لاره له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

اوړمه ورځ طالبانو په سالنګ کې د يو شمېر ایراني انجينرانو په ګډون د لسګونه واورو کې ايسارو افغانانو د ژغورنې خبر ورکړی و.

د افغانستان په مختلفو سيمو کې د سړو د سختې څپې له امله ښوونځي هم په موقت ډول رخصت او چارواکو د عاجلو اماده ګيو خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...