شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeټولنیزامام غزالي یو دیني مجدد او مصلح

امام غزالي یو دیني مجدد او مصلح

محمد عارف رسولي


د الله رسول فرمایي چې په هره پېړۍ کې به یو مجدد راځي او د دین په پاکه ښیښه چې کوم ګردونه ناست وي او د اسلام اصلي څېره یې د عوامو په نظر کې بدله کړې وي، ورنه پاک او د دین اصلي روح به خلکو ته د قرآن او سنت په رڼا کې وښيي. خو داسې نه ده چې زر د ټول اسلامي امت په یوه خوله شي چې د کوم کس په ژوند د هغه د دین مجدد ومنل شي او کېدای شي تر ‌‌‌‌‌‌ډېر وخت وروسته او دهغه تر مرګه مسلمانان پوه شي چې کوم مصلح، دعوتګر او وتلی عالم د هغه د اثارو، افکارو او اغیزو له مخې د مجدد په صفت قبول شي. محدد په دې معتی نه دی چې بدعتونو ته مخه کړي او د دین له صریح نصوصو او بنسټيزو ارشاداتو سره ټکر وکړي بلکه د حوادثو او انساني تېروتنو له لاسه دین په صراط المستقیم کې وساتي. لکه چې قرآن د تېرو امتونو کیسې زموږ د عبرت لپاره راوړي، تاریخته له همدې کبله د اسلامي کرکتر لرونکي علم په سترګه کتل کېږي، خو بیا هم په ‌‌‌‌‌‌ډېره خواشینۍ سره مسلمانان تاریخ ته نه پام کوي او نه ورنه زده کړه کوي. که مسلمانان تاریخ او تاریخي سبقونو ته اهمیت ورکړي نو د منل شوو او ریښتینو مجددو کسانو دوخت او خپل عصر شرایط، د هغوی لارښونې او حل لارې به تل تر ځېړنو لاندې نیسي او له زده کړو به یې د خپل عصر په شرایطو کې کار اخلي. نو مسلمانانو او په ځانکړې توګه دیني عالمانو ته په کار ده چې تل خپلو ځانونو او ټولنو ته ښه ځير وي، تل په خپلو افکارو او کړنو شک وکړي، له نصوصو او منل شوو معیارونو سره یې پرتله کړو او ځانونه تل ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ من کړي چې تېروتي نه وي.

کله چې تر خلفای راشیدینو وروسته اسلامي خلافت په ملوکیت واوښت او په اسلامي تفکر او د امت ، چارواکو او ان دیني عالمانو په کړنو، افکارو او بحثونو کې روښانه توپير راغی نو عمر ابن عبدالعزیز همداسې یو مصلح او مجدد و چې د دین له اصلي څېرې یې ګردونه وڅنډل او د فروعاتو په سر د جنګ په ځای یې د دین اصلی روح چې توحید، رسالت، معاد، عدل الهي، ښه حکومتولي، د خلکو خدمت، له فساد سره مبارزه او د دیني اصولو پوره ساتنه وه خلکو ته وښود.

بیا په پنځمه پېړۍ کې هم د امام غزالي په وخت کې دیني عالمان زښته زیات په کللامي موضوعاتو کې راګير شول، مذهبي اختلافات اوج ته ورسېدل، په ځینو سیمو کې په ‌‌‌‌‌‌ډېر افراط مالکي، حنبلي، شافعي، حنفي ‌‌‌‌‌‌او نور له یو بل سره په سیالۍ او ټکر کې اخته او د ژوند په ټولو اړخونو لکه تجارت، تعلیم، سیاست او هرڅه کې یې مسلمانان سره وویشل. د اسلامي تمدن، ټولنیز عدالت، اسلامي دعوت، د علومو وده، د انسان خدمت او نورو لپاره فردي او ټولنیز مسولیت منل چې د دین اصلي روح او منځپانګه جوړوي خلکو پرېښودل او په فروعاتو کې په بحثونو کې ونښتل.

د قرآن کریم اصلي مضمون چې د ټولو مفسرینو په اند د انسانانو هدایت او په دارینو کې خوشبختي ده او دا حقیقت خپله قرآن عظيم الشان په لمړۍ سپاره او لمړي آيت کې ښيي او په حقیقت کې د دې مبارک کتاب ترټولو ښه معرفي ده او الله تعالی فرمایي: دا کتاب هدایت دی دمتقیانو لپاره. همدارګه، په سوره فاتحه کې هم موږ ته راښيي چې ترحمد او ثنا وروسته د هدایت غوښتنه وکړو.

موږته نه وایي چې د جنت، حورو، او نورو غوښتنه وکړو بلکه هدایت غوښتل راښيي چې د جنت تر څنګ یوه ټولشموله غوښتنه ده چې هرڅه، د دنیا او آخرت ټولې نېکمرغۍ، د الله تعالی رضا، د ظلم او تیري څخه پاک ژوند او عدالت او نور پکې ځای لري. خو د دې په ځای چې خلک د قرآن او دین دې پيغام ته وګوري په نزاع او بې اتفاقیو کې راګیر شول او تر اصولو یې فروعاتو ته زیاته پاملرنه وکړه.

نو امام غزالي بیا د یوه مصلح، مجدد او ددین اصلي روح ته خلک او عالمان راوبلل. ده به خلکو ته ویل چې دین اخلاق او نصیحت ده، دین دعوت دی، دین هدایت ده او دین ترحم او صله رحمي ده. نو ځکه امام غزالي د احیاء علوم الدین مشهور اثر چې څو جلده دی، ولیکه او وتوانېده چې دین پوهنه راژوندۍ، نوی روح پکې پو او یو شمېر تیروتنې په اسلامي تفکر کې اصلاح کړي.

امام غزالي په یو څو بنسټيزو او د اوس وخت په اصطلاح په ستراتېژيکو مهمو موضوعاتو تمرکز وکړ چې اسلامي امت ته هغه وخت زیاتې مهمې وې او اوس او په راتلونکي کې به بیا هم مهمې وي. یوه مسله دا وه چې مسلمانان باید ددین په اصولو او روح باندې تمرکز وکړي او په فروعاتو کې که د نظر اختلاف لري نو یو بل د معذور وبولي او یو بل د وزغمي. ګورو چې دا مسله په نن شرایطو کې د مسلمانانو لپاره هم ‌‌‌‌‌‌ډېره مهمه او د مرګ او ژوند مسله ده. په فروعاتو کې اختلاف یوه طبیعي خبره ده، د تاریخ په ټولو مراحلو کې او په ټولو ادیانو کې د اسلام په شمول همداسې وه او کله هم چې چا فرعي اختلافات تر خپلې کچې زیات جدي نیولي زیات تاوان یې کړی. د مثال په توګه په تزاري روسیه کې کله چې پتر کبیر د کلیسا په غوښتنه په یوه وړه فرعي مسله کې چې د عیسویانو د عبادت پوخت د ښي لاس د سینې دواړو لوریو او بیا تندي ته په پورته کولو کې همغږي راولي او هغه اقلیت چې لمړی یې د اکثریت خلاف لاس بلې خواته وړ منع کړي، د ‌‌‌‌‌‌ډېرو سترو سیمو ټولو خلکو له یوې مخې ځانونو ته اور ورته کړ او نابود شول.
بله موضوع چې په پنځمه پېړۍ کې غزالي ته مهمه ښکاره شوه او له نشتون څخه یې اسلامي نړۍ رنځېدله پخپلو کمښتونو او مسولیتونو نه تمرکز و او خپلې ټولې ستونزې یې له بهره ګڼلې او ځکه یو عکس العملي او انفعالي نړۍ لید او کلتور ورباندې حاکم و.
په هغه وخت کې چې صلیبي جنګونه په زور کې وو او په مسلمانانو یو انفعالي او عکس العملي تفکر حاکم شو، خپلو تېروتنو، کمښتونو، او مسولیتونو ته یې هېڅ پام نه کاوه او ټولې خپلې ناخوالې یې له پردو بللې، د وتو لپاره یې هېڅ فکر او پلان نه لرل او نه یې مسولیت مانه، خو جنګ ورباندې تحمیل شوی و او اړ وو چې تر خپلې وسې جنګېدلي وای.

امام غزالي په دې نظر و چې که اسلامي امت لمړی ځان اصلاح کړي، خپل مسولیتونه سم درک او ومني، خپلو ننګونو او فرصتونو ته سم نظر وکړي او حل لارې ورته ومومي د پردو لاسونه به په اسانۍ ورلنډ کړي.

دا هغه نظر دی چې نن سبا ټول پرمختللي ملتونه په کلکه ورباندې عمل کوي او هم یوازینۍ علمي، عملي او کاري ملي ستراتېژي هم همدا ده. کله چې جاپان د دوهم نړیوال جنګ په پای کې امریکایانو اشغال او امریکایي جنرال مکارټر نامی یې ګورنر جنرال شو نو جاپاني نخبګان سره جرګه شول او تر بحثونو وروسته یې پرېکړه وکړه چې اوس به ټول تمرکز په هغو تېروتنو کوي چې دوی په خپله په ځان کړي دي، څه چې نورو ورباندې کړي اوس بېله ځان جوړولو ورسره مقابله ددوی له توانه بهر ده.

اوس څه فکرکوو د نن زمانې مسلمانان او په تیره افغانان څومره خپلو مسولیتونو ته ځير دي او څومره په خپلو کمښتونو تمرکز کوي، څومره په خپلو ناخوالو کې خپل ځان مسول بولي او که یوازې له نورو ګیلې کوي. که تاسو یو افغان مشر ته غوږ شی هیڅکله به له هغه دا وانه وری چې کله هم دوی تیروتنه کړې، یا څنګه باید ځان اصلاح کړي، کومه ستراتیژي او پالیسي باید غوره کړي، د دوی د پاته راتلو علتونه کوم و او اوس هم دي. زموږ سیاستوال او مشران ارومرو زیاته پړه په بهرنیانو اچوي او تر هغو وروسته خپل مخالف افغانان ملامتوي. خو دې ته ځیر نه وي چې دا کاریوازې دوي له مسؤلیت منلو او له تیروتنو د زده کړو څخه لیرې ساتي. 

همدارنګه، تاسو به ډیر کم زموږ له دیني کسانو واوری چې څومره د اسلام مبارک دین په بنیادي اصولو ټینګار کوي او دوی تل په فروعاتو کې یوبل ته په فکري او د جنګ په تاوده سنکر کې ناست دي او پایله به یې څه وي. څومره موږ د قرآن په اصلي مضمون چې د انسان هدایت او نېکمرغي په دواړو دارینو کې ده تمرکز کوو، او څومره د ټولنو و اصلي ستونزو ته چې جهالت، بېوزلي، ناروغۍ، لوږه، بېسوادي او ناپوهي دي پام کوو؟ څومره موږ د اسلامي شریعت په لوړو مقاصدو چې د امام غزالي او نورو ټولو متاخرینو علماوو او هم د قرآن او سنت له صریحو نصوصو سره سم تمرکز کوي او که تل په ظواهرو کې راګیر دي. 

اوس په کار ده چې په اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول په افغانستان کې داسې علما پیدا شي او خلک هم ورپسې اقتدا وکړي چې د مسلمانانو د زمانې نفاق، یو د بل وینو تویولو او په علمي او سوله ایزه توګه د قرآن، سنت او اجماع په رڼا کې خپل اختلافات حل او اسلامي په مجموع کې او په تیره افغانان له دې ناورینه راوباسي. 

1 COMMENT

  1. ليکوال يواځې د امام غزالي نوم اخيستی دی نور يې خپل نصيحتونه کړي دي. پکار وه چې امام غزالي يې پوره پېژندنه وړاندې کړې وی او د هغه د ژوند له بېلګو يې خپلې نکتې څرګندې کړې وای. وچ ستغ نصيحت تر ستوني څنګه تېر کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب