پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Home+د انټرنیټ ستونزې| عیسی سهار

د انټرنیټ ستونزې| عیسی سهار

 ډېری خلک د انټرنیټ له اختراع او تاریخچې څخه خبر هم نه دي؛ کله یې حتی فکر هم نه دی کړی چې انټرنیټ څه ته وایي؟ دوی د موبایل پر صفحه باندې د( H plus) نښانې ته انټرنیټ وایي.
د انټرنيت اختراع او تاریخچه یوه مسلکي موضوع بللی شو؛ مګر دا چې له انټرنیټ څخه څنګه استفاده وکړو؛ انټرنيټ کومې ګټې او تاوانونه لري، یوه ټولنیزه موضوع ده چې باید لیکل پرې وشي.
انټرنیټ بېلابېلې ګټې لري؛ له تفریح رانیولې بیا تر تجارت پورې کولای شو له انټرنیټ څخه ګټه واخلو. مګر دا ګومان هم ناسم دی چې انټرنیټ یوازې سهولت او ګټې لري.
د ګټې وټې او اسانتیاوو تر څنګ انټرنیټ له ځانه سره تاوانونه او ستونزې هم لري.
موږ چې پریمانه انټرنیټ کاروو، کله مو هم دا فکر کړی دی چې ایا انټرنيټ کوم تاوانونه هم لري؟
انټرنیټ هغه وخت ستونزې او تاوانونه زېږوي، کوم وخت چې یې د کارولو محدودیت لرې شي او د انټرنيت د کارولو اختیار مو له لاسه ورکړی وي. موږ د انټرنيټ اختیار هغه وخت له لاسه ورکوو، کله چې د انټرنیټ د کارولو موخې مو ټاکلې نه وي. یاني که د انټرنیټ په کارولو کې خپلې موخې ونه لرو، نو د انټرنیټ په کارولو کې مو تاوان دی.
که غواړو له انټرنیټ څخه سمه او سالمه استفاده وکړو، نو موږ باید د انټرنيټ د کارولو لپاره خپلې موخې مشخصې کړو. توپیر نه لري که دا موخې مو کوچنۍ او یا لویې وي.
مثال؛ ولې انټرنیټ کاروم؟
د دې لپاره چې خپل ضرورتونه پرې رفع کړم، مګر دا ضرورتونه باید مشخص وي.
له خلکو سره د ښو اړیکو لپاره انټرنیټ کاروم.
د تفریح لپاره او وخت تیري لپاره کولای شو خپل د خوښې وړ سایټونه او رسنۍ انتخاب کړو.
کولای شو د معلوماتو د اخیستلو او مطالعې لپاره بیلابېل خلک وڅارو؛ کولای شو ډېری ګټور سایټونه او رسنۍ د پوهې او معلوماتو لپاره انتخاب کړو او حتی په لویه کچه کولای شو د ګټې وټې او تجارت لپاره هم له بېلابېلو رسنیو څخه ګټه واخلو!!
د انټرنیټ د کارولو لپاره له ځان سره دا او دې ته ورته موخې وټاکئ او یوازې د هغو موخو په خاطر مو د خپل موبایل او کمپیوټر له انټرنیټ سره وصل شئ.
انټرنیټ یو کل دی، په دې کل کې بیلابیل بروزرونه لکه ګوګل، بیلابېلې برنامې او ټولنیزې رسنۍ(ټویټر، انسټیګرام، فیسبوک او…) شاملې دي. که د دې ټولو د استفادې لپاره خپلې موخې ونه لرو او ځان کنټرول نه کړو نو موږ به یوازې د ټولنیزو رسنیو او انټرنیټ مزدوران یو؛ د دې تر څنګ به مو لاندې تاوانونه کړي وي:
لومړی دا چې په انټرنیټ روږدي کېږئ. کله چې مو موبایل او کمپیوټر لاس ته راځي نو بې پامه به د فیسبوک پر افشن ګوته ږدۍ او په غیر ارادي توګه به مو خپل وخت ضایع کوئ، داسي چې ستاسو به ورته فکر هم نه وي.
دویم دا چې د انټرنیټ د ډېرې او بې موخې استفادې په خاطر مو سترګې خرابېږي؛ ځکه چې د سترګو لپاره د سکرین شعاع او روښنایي خطري تمامېږي.
درېیم؛ کله چې په غیر محدود ډول انټر نیټ کاروو، نو ډېری او بېلابېل څېزونه مو په یوه لحظه کې تر سترګو تېرېږي، زموږ ذهن نه شي کولای دومره ډېر شیان په یو وخت درک کړي، له دې کبله مو ذهن نا ارامه او ګډوډېږي.
څلورم؛ ذهني ګډوډي د دې لامل کېږي چې حافظه مو کمزورې شي.
پینځم؛ کېدای شي د بېلابېلو پېښو او خطري فیلمونو او کلیپونو په لیدلو سره په خفګان اخته شو.
شپږم؛ وخت له لاسه ور کوو.
اووم؛ د انټرنیټ بې ځایه کارول سټریس او ستړیا هم را منځ ته کوي!!
له دې ستونزو څخه د خلاصون او د انټرنیټ د سمې کارونې ښه لاره دا ده چې د انټرنیټ د کارولو لپاره ټاکلی وخت وټاکو. مثال، یو ساعت، دوه او یا هم د خپل ضرورت په اندازه.
دغه راز د ځان لپاره انټرنیټي رسنۍ او برنامې مشخصې کړو، کومه یوه یې چې ګټه راته کوي وکاروو او هغه چې موږ ته ګټه نه لري هیڅ یې ونه کاروو.
د انټرنیټ د سم کارولو لپاره ښه فورمول دا دی چې خپل ضرورت او ګټه په پام کې ونیسو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب