جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهد امر بالمعروف محتسبينو ته په ادارو کې د شپې پاتې کيدو...

د امر بالمعروف محتسبينو ته په ادارو کې د شپې پاتې کيدو امر شوی

تاند:( جمعه، د جدي ۲۳) ‏‏د طالبانو د امر بالمعروف وزارت چارواکو خپلو محتسبينو ته ويلي، چې د شپې هم د خپلو دندو اړوندو ادارو کې د شپې پاتې کيدو امر کړی.

د‌ دغه وزارت د محتسبينو د اصلاح رييس مولوي محمد يحیی عارف دا امر په خوست کې د طالبانو د محتسبينو د اوونيز سيمينار د پای ته رسېدو په مراسمو کې دوی ته کړی.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې د یادې پريکړې دلايل نه دي روښانه کړي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه طالب چارواکي خپلو محتسبينو ته د دندو پر مهال له ويډيو کولو او عکس اخيستو څخه د ډډې کولو امر هم کړی.

هغه په ورته وخت کې دغو محتسبينو ته ويلي، چې د بهرنيو ځواکونو له وتو وروسته يې اساسي دنده په هېواد کې د « اسلامي نظام قايمول» دي.

د طالبانو امر بالمعروف وزارت د محتسبينو په نوم پراخ تشکيلات لري.

محتسبين دوی هغو ملايانو او مبلغينو ته وايي، چې په سيمو کې ګرځي او خلک د طالبانو د فرمانونو عملي کولو ته را بولي.

په ځينو سيمو کې خلکو سره د دغو طالب مبلغينو د بد چلند ادعاوې شوي، خو طالبانو دا ډول ادعاوې رد کړي دي.

2 COMMENTS

  1. ههههههههه
    دا کوم مخلوق خدای په افغانستان رانازل کړ. لمونځ ګزار باندې بیا بیا لمونځ کوي هههههههه
    دا کوم قسم اسلام دی ۱۴ سوه کاله خو هم داسې اسلام نه و دوی خو بیرته تورې او د ډبرو دور ته روان دي. د افغانستان مخلوقه دې د انسان په شکل خرو ته لږ اصلي اسلام یانې قران او احادیث زده کړئ کنه نو دوی هم تاسو او هم اسلام کندې ته غورزوي.

  2. دا فرمانونه ټول د پنجاب له له دفتره راځي. صبر وکړي داسي ډيرنور فرمانونه به پنجاب له خوا را صادر شي، خو اخرنی فرمان به يي دا وي چي ټول افغان اولس خر مرګي ته ځانونه تيار کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب