پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د ورځې رڼا د شپې پر خوب مثبت اغېز لري

د ورځې رڼا د شپې پر خوب مثبت اغېز لري

تاند- په یوه نوې څېړنه کې څرګنده شوې چې که څوک د ورځې رڼا ته ډیر وخت تیر کړي د شپې پر خوب یې مثبت اغېز لري.

د ساینس الرټ ویبپاڼې د راپور له مخې، څېړونکي د کال د بیلابیلو فصلونو او د انسان د خوب د تړاو په اړه په څېړنه کې دې نتیجې ته رسیدلي چې د ورځې په مخه دباندې ډېر وخت تېرول د دې سبب کېږي چې د شپې چا ته ښه خوب ورشي.

هغو کسانو چې په دې څېړنه کې برخه اخیستې ویلي چې د دوبي، مني او پسرلي په پرتله په ژمي ناوخته خوب ورځي او سهار ناوخته پاڅېږي.

څېړونکي وايي، غالباً د دې دلیل دا دی چې په ژمي د ورځې رڼا کمه وي او دا کېدای شي د انسان د خوب د ساعت د بدلون سبب شي یعني کله چې شپه کېږي خوب ته لږ چمتو وي.

د واشنګټن پوهنتون د بیالوژۍ استاد هوراسیو دي لا ایګلیسیا (Horacio de la Iglesia) وايي، د انسان بدن یو طبیعي ساعت لري چې ورته وايي د شپې باید ویده شي. که د ورځې، چې لمر په اسمان کې وي، رڼا ته ډیر وخت تیر نه کړو، زموږ د بدن ساعت له ځنډ سره مخامخ کېږي او د شپې د خوب وخت شا ته بیايي.

په دې پروژه کې د واشنګټن پوهنتون د ماسترۍ دورې ۵۰۷ محصلانو ګډون وکړ. له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۸ پورې د دې سروې د برخوالو معلومات د هغوی له ځیرکو لاسي ساعتونو څخه راټول شول او څېړونکو له هغو څخه په استفادې، هم د سروې د برخوالو خوب او هم هغه وخت چې دوی د ورځې په مخه رڼا او لمر ته تیر کړی و، پرتله کړ. په دې څېړنه کې څرګنده شوه چې په ژمي دوی ۳۵ دقیقې ناوخته ویدیدل او ۲۷ دقیقې ناوخته ویښېدل.

ټول انسانان تر یوه حده د بدن د ساعت تر اغېز لاندې دي خو دا امکان هم شته چې دا ساعت د عمر، خوراکي رژیم او د ټکنالوژۍ له وسایلو څخه د کار اخیستو تر اغېز لاندې راشي.

څېړونکي خلکو ته سپارښتنه کوي چې هره ورځ، حتي که د لنډ وخت لپاره هم وي، په تېره بیا سهار مهال له کوره ووځي چې طبیعي رڼا وویني  او د مازدیګر له لوري له ډیجټلي وسایلو تر وسه وسه کم کار واخلي څو ښه خوب ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب