سړي په تیاره کې نجلۍ له لاسه کش کړه، نژدې له هغې د بیرو بوتل لویدلی و. اوف یې کړل. دی کښیناست د نجلۍ سر یې له خپل ټټر سر ونیو. نجلۍ سر جګ کړ د ده غوږ یې ورو په غاښ کړ:
-لاره ده
سړي غیږ پرې وګرځوله. نجلۍ لاسونه پرانیستل د بیرو بوتل یې د ده خولې ته ورنژدې کړ. ده غټ غوړپ وکړ، د دی پر نس یې سر کیښود. نجلۍ د ده پر اوږه غوږ وګیراوه:
-دلته کله خوب کیږي
-هغه د پله لاندې ځای مې اوس بد راځي نیم پراګ بیکوره شوی هغه سپین ږیري خو نو بیخي……
د کرړي کرړا شوه. نجلۍ خپل مخ د سړي پر ببرې ږیري وموښه:
-څو بجې به وي؟
-چې راتلو د چوک پر سر مې ساعت ته پام نه شو
– که رڼا شي دا د کورونو وال مې بد راځي نیغ نیغ ګوري
– ترڅو چې رڼا کیږی یو څه مو دمه جوړیږي لمرهم ژر نه رالویږي هغه پورې ونې لوړې دي
نجلۍ د بیرو بوتل د پښو خواته کړ. دواړو پر خپلو بیکونو سرونه ولګول.
له تیز هارن سره سړی اوچت پاڅید، سترګې یې د موټر څراغونو یووړې، بوتل یې پر پښه ولګید. نجلۍ چیغي کړې. موټر تیر شو. نجلۍ نارې کړې:
« بیر بییررر…»
سړي یوې خوا بلې خوا کتل، بوتل یې راپورته کړ د پلاستیکي بوتل بیخ دروند و، په نجلۍ پسې یې نارې کړې:
« کتکا، کتکا…»
نجلۍ د ونو خوا ته تیره شوه. دی پسې ورغی. غږ یې لوړ کړ:
-د پله خواته ولاړې؟
ځواب یې وانه ورید. بیک یې پر اوږه سم کړ په تیاره کې یې شاوخوا وکتل چې پاته شپه دلته سبا کړي که د غونډۍ شاته تر پله لاندې.
پراګ