چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeټولنیزپاچاخان، ګاندي او عدم تشدد | سرمولف مرستيال محمد يعقوب مومند 

پاچاخان، ګاندي او عدم تشدد | سرمولف مرستيال محمد يعقوب مومند 

خان عبدالغفار خان پاچاخان به ويل: د خدايي خدمتګارانو د تحريک غړي هيچا سره دښمني نکوي، د خدمت کولو په مقابل کې له چانه څه  نه غواړي، بلکې اجر يې له الله ج څخه غواړي. د الله د مخلوق خدمت د الله ج د رضا لپاره کوي او پدغه لاره کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

نوموړي ويل:د ټولنې، سيمې او نړۍ پر وړاندې  زموږ مسووليت دا دی چې د نړۍ له مخې ظلم ختم کړو، مظلوم له ظالم څخه خلاص کړو او ان تردې چې که ظالم زموږ ورو او يا مسلمان هم وي بايد د ظالم په سترګه ورته وګورو او ورته ووايو چې ته ظالم او ناروا يې.

د پاچاخان بې وسلې اردو خدايي خدمتګاران دې ته چمتو شول چې خلکو ته د  خدمت جوګه شي. دغه ځوانان چې د بېلابېلو قومونو، کليو، سيمو او ښارونو څخه و، په سرو جامو ملبس د مبارزې او مجاهدې ميدان ته راووتل او نور خلک يې هم دې سپېڅلې مبارزې ته وهڅول، ترڅو لدوی سره يو ځای شي د وخت او زمان په تېرېدو سره ورو ورو دغه نهضت پراختيا وموندله او داسې احساس کېده چې له کلونو کلونو څخه وروسته نوره د غلامۍ، بلواکۍ او بې حسۍ وخت په تېرېدو ده، په ولسونو او قومونو کې د خپلواکۍ حس په راټوکېدو دی، مګر فرق يې پخوا سره دا و چې د تاوتريخوالي پر ځای عدم تشدد اړخ يې را ونيو. دا نو هغه وخت و چې پاچا خان افغانستان ته سفر وکړ، ترڅو خلکو ته د يووالي او سولې پيغام ورسوي.

هندي ژورنالېست، ليکوال او د ډهلي د ايشين اېج ورځپاڼې سرليکونکی انندسهای چې پدې وروستيو کلونو کې يې د افغانانو ژوند، فرهنګ او تاريخ له نږدې څخه ليدلی او څارلی و او همدارنګه کېدای شي چې د افغانستان لپاره يې  هغه کتاب هم ډېر ژر خپور شي چې د افغانستان د بېلابېلو موضوعاتو په اړه يې ليکلی دی. سرليکونکی انندسهای د ګاندي او پاچا خان د مبارزو او فعاليتونو په اړه چې د عدم تشدد د فلسفې د تعميم په اړه و، وايي:

((ګاندي يو بې ساری شخصيت و چې له ډېرو زمانو څخه وروسته داسې يو څوک په ټولنه کې راپيدا کيږي. ګاندي د خلکو او ولسونو په منځ کې له پراخ نفوس څخه برخمن و، مګر ددې ترڅنګ يو بل لوی شخصيت چې له ګاندي څخه ځوان و،  هغه پاچا خان يا هم خان عبدالغفار خان و. خان عبدالغفار خان ته ګاندي خپله د سرحد ګاندي لقب ورکړی و پاچا خان هغه پښتون و چې کور په کور، کلي په کلي، کوڅه په کوڅه او ښار په ښار ګرځېده او خلک به يې پدې پوهول چې وسلې بايد لرې وغورځوي هغه افغانستان ته ډېر سفرونه کړي دي د سولې پيغام يې ټولو افغانانو ته ورساوه او دغه پيغام افغانانو ته ډېر عجيب و، نوموړي له خلکو څخه له مينې پرته بل څه نه غوښتل او هېڅکله يې خپلو لارويانو ته د تاوتريخوالي او د وسلې پورته کولو په اړه ندي ويلي، خو ددې ترڅنګ يې بيا هم د خپل عمر ډېره برخه په زندانونو کې تېره کړې ده، هغه به له زندانونو څخه خپلو خطونو کې خپلو لارويانو ته داسې سپارښتنې کولې)):

زما په اړه هېڅ ډول فکر او اندېښه مکوئ، ځکه چې زه خدايي خدمتګار يم، که چېرې الله ج زما په وجود کې د خلکو خدمت ليدلی وي، نو ما به الله ج په خپلو قدرتونو سره وساتي، د پاچا خان د زندان  ليکونه او خطونه بيخي ښکاره او روښانه دي، ده په يوه ليک کې خپله مينه او اړيکه د ټولنې هغه خلکو ته بيان کړې ده چې لا تراوسه پورې ټولنې ته په سمه سترګه نه ګوري، نوموړی ليکي: زه د اتو او يا هم د نهو کلونو وم  چې پېښور کې مې درس ويلې او ډېری وخت مې خپلو همزولو سره لوبې کولې، ملګري به زما د لوبو مخ نيوی کاوه او ويلې به يې چې هغوی سره لوبې مکوه هغه نجس خلک دي او زه بايد له هغوی سره لوبې ونکړم، مګر د هغوی خبرو پر ما کومه اغېز نکوله او هغوی لپاره به مې هم نه توجېه  کوله، کله چې ځوان شوم، که څه هم زه د يوه خان زوی وم، مګر اړيکې مې ډېری له کسبګرو سره وې، زما ډېری ملګري جولايان، نجاران او نور کسبګر وو .

نسبت ګاندي ته د پاچاهان د مبارزې د نفوس  سيمه لږه وه، دده ډېر نفوس په پښتنو باندې و، مګر ګاندي بيا په ټول هند نفوس درلوده. ګاندي به ويل: پاچا خان او سره اغوستونکي يې د هند په ملي جنبش ډېر حق لري. پاچا خان به په مسلسله توګه پدې ټينګار کاوه چې د سرو اغوستونکو نهضت کوم ګوند يا هم  کومه سياسي ډله نده، بلکې دا هغه انجمن دی چې ورورۍ او يووالي ته کار کوي، نو په همدې بنسټ ټولو ته اړينه ده چې پدې حرکت کې شامل شي، هغه به ويل: خدايي خدمتګاران ظلم، زورواکي، تېری او مبارزه په جګړه نه، بلکې سياست به د عدم تشدد پر بنسټ کوي.

د پاچا خان ټوله هڅه او مرسته دا وه چې څنګه وکړای شي نالوستي خلک لوستي کړي، نوموړي د خلکو په ژبه خبرې کولې، ژبه يې ډېره ساده او هر چا کولای شول چې ژر او ښه مطلب ترې واخلي او دده به هر وخت لومړۍ خبره دا وه  چې الله ج ستاسو خدمت ته کومه اړتيا نلري، خلکو او ولسونو ته خدمت د الله ج په لاره کې خدمت دی او الله ج ته دا خدمت تر ټولو غوره او منلی دی.

پاچا خان چې خلکو به د فخر افغان په نامه يادوه په ۱۹۸۷ زېږديز کال چې ۱۳۶۶ لمريز کال سره سمون خوري د ۹۷ کلونو په عمر د کوزې پښتونخوا اړوند د پېښور په ښار کې ومړ او دده له وصيت سره سم يې مړی په جلال اباد ښار کې خاورو ته وسپارل شو. د هند په نيمه قاره کې د ګاندي او پاچا خان د تاوتريخوالي پر وړاندې د مبارزې نهضت ډېر ګرم او د ټولو د بحث وړ و. مهماتماګاندي چې په نړۍ کې د عدم تشدد د فلسفې له مخکښانو او د خان عبدالغفارخان يو له نږدې ملګرو څخه و په خپل ژوند ليک کې يې ليکلي دي: داسې ډېر څه شته چې کولای شم د هغه لپاره مرګ ته چمتو واوسم، مګر داسې هېڅ شی نشته چې زه د يو چا د وژلو لپاره چمتو واوسم. نوموړی د ګاندي ډېر نږدې ملګری و د مبارزې په بهير کې چې بنسټ يې عدم تشدد و د خان عبدالغفار په څنګ کې و. احمد تکل چې د پښتو ژبې له تکړه ليکوالانو څخه دی وايي: ((د عدم تشدد او د تاوتريخوالي پدې سلسله کې ما سره ځانګړي راپورونه شته چې زه به يې ستاسو خدمت ته وړاندې کړم: پاچا خان د پښتنو مشر و. د لرو او برو پښتنو د يووالي لپاره يې مهم رول ولوباوه، هغه به خپلو بيانيو کې ټول قومونه يووالي ته رابلل او هر وخت به يې دا توصيه کوله چې له نفاق څخه ډډه وکړئ. که چېرې تاسو ځير شئ، نو به په ډېر جرات سره ووايو چې اسلام مينه ده، عشق ده. وروري ده. قوم سره محبت ده. ابادي ده. مګر موږ مسلمانان په څه وضعيت او څه حال کې يو. لومړی په افغانستان کې زموږ وروڼو ته وګورئ. جګړه د لويو قدرتونو ده، مګر په منځ کې يې افغانان وژل کيږي، کورونه يې ورانيږي، ټپيان کيږي، بې کوره کيږي. له نن څخه اتيا کاله وړاندې د پاچا خان په مشرۍ غير وسلوال پوځ په پېښور کې سره راټول شول او د برتانيا د استعمار پر وړاندې يې لاريون وکړ، برتانوي ځواکونو په دوی باندې اور جوړ کړ، مګر د پاچا خان غير وسلوال پوځ دې اور ته خپله سينه سپر کړه او پدې کار سره دوی د ګاندي د عدم تشدد فلسفې ته خپل تعهد عملا وښوده او دا د خان عبدالغفار خان د پوځ د عدم تشدد او تاوتريخوالي د فعاليت پيل و. دا چې خان عبدالغفار خان څه ځانګړتياوې درلودې هغه دا دی چې لس زره کسانو به دده ملتيا کوله او خلکو به پرته له کومې هيلې او غوښتنې له ده سره مرسته او همکاري کوله)).

اکرام الله پښتونيار چې خان عبدالغفار خان د ژوند او د هغه د خدايي خدمتګارۍ د نهضت په اړه يې څېړنه کړې ده، پدې اړه د لندن د برمنګم له ښار څخه ازادۍ راډيو ته داسې وويل: ((پاچا خان په هغه وخت کې خلکو ته پرته له کوم معاش او امکاناتو ورکولو څخه يولکو شل زره(۱۲۰۰۰۰) د خدايي خدمتګار په جنبش کې راټول کړي وو، تاسو دا تصور کولای شئ چې يو څوک دې پرته له خپل معاش څخه ډوډۍ وخوري؟ له خپله جېبه دې وڅښي؟ او بيا دې تا لپاره هڅه او هاند وکړي)).

د ۱۸۹۰ او د ۱۹۷۸ کلونو ترمنځ چې د پاچا خان د ژوند او مبارزې سره برابره ده په افغانستان، سيمه او نړۍ کې مهم تاريخي او ټولنيز بدلونونه رامنځته شول. د ساري په توګه: په ۱۹۱۴ زيږديز کال کې لومړۍ نړيواله جګړه پيل شوه. په ۱۹۱۹ زيږديز کال کې افغانانو د برېتانيا له ښکېلاک څخه خپلواکي واخيسته. په ۱۹۴۰ زيږديز کال دويمه نړيواله جګړه پيل شوه. په ۱۹۴۷ زيږديز کال هند هم خپله خپلواکي واخيستله او په همدې کال پاکستان هم رامنځته شو.

د لومړۍ نړيوالې جګړې په وخت کې چې دا مهال پاچا خان ځوان و په افغانستان او د هند په نيمه قاره کې د خپلواکۍ مبارزې زور اخيستی و. پدې مبارزه کې چې بنسټ يې د عدم تشدد فلسفه وه پاچا خان پکې مهم رول درلوده، مګر دې مبارزې واحده مشري نه درلوده. د خپلواکۍ غوښتنې د حس او نهضت په اړه خان عبدالغفار خان وايي: د لومړۍ نړيوالې جګړې له پيل سره سم د افغانستان په ګډون په اروپا کې هم د خپلواکۍ غوښتنې حس او نهضت پيل شو او په ۱۹۱۹ زيږديز کال کې افغانانو د امير امان الله خان په مشرۍ له انګرېزانو څخه خپله خپلواکي واخيستله. د ګاندي او پاچا خان له مبارزې څخه ډېر کلونه تېر شوي دي، مګر افغانانو  ددې سترو شخصيتونو په ژوند او د دوی له ژوند څخه وروسته په ډېرو جګړو کې برخه واخيسته او دا کار لا اوس هم روان دی. نو ايا تشدد او له غوسې ډکه مبارزه ددې خلکو په وينه او فرهنګ کې ګډه ده؟  

افغان تاريخ ليکونکی پوهاند حسن کاکړ وايي:

((ګمان  نه کوم چې تشدد د انسانانو په وينه کې بيولوژيکي ريښه ولري، مګر تشدد پداسې صورت کې هغه وخت منځته راځي چې د انسان په ګډون هر بيالوژيکي موجود يې وغواړي. په عمومي توګه تشدد د ټولنيز ژوند توليد دی، نه د وينې او يا هم د بيولوژيکي ژوند توليد)).  

پاچا خان د خپلواکۍ د اخيستلو په اړه وايي: له خلکو سره د ناستې ولاړې، ليدنو او کتنو څخه وروسته دې پايلې ته ورسېدم چې خپلواکي اخيستل اړين دي او دې کار لپاره بايد خلک لوستي شي، تعليم وکړي، خپلواکي وپېژني، د خپلواکۍ په ګټو او ارزښت پوه شي، پاچا خان يو له لويو او قوي شخصيتونو څخه و چې د فکري ثبات، د خپلواکۍ د ترلاسه کولو، د ملت د پوهې د کچې لوړول، د تعصب او تاوتريخوالي له منځه وړل، د نجونو د تحصيل په اړه عامه ذهنيت جوړول، د هر ژوندي حقونو ته درناوی، د الله ج په ځمکه کې ارامتيا راوستل او همدارنګه د بشر د هوساينې لپاره يې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړې.

پاچا خان پدې نظر و چې  له تاوتريخوالي څخه د خلاصون يواځينۍ لاره د ښوونې او روزنې د کچې لوړونه ده، هماغه و چې نوموړي د قبايلو په بېلابېلو سيمو کې د ښوونځيو جوړولو ته شروع وکړه. ده پدې برخه کې ډېرې ستونزې وګاللې چې له نېکمرغه  پکې بريالی هم شو. په لنډ وخت کې دې ښوونځيو ښه پايله هم ورکړه او ددې ښوونځيو فارغين د ټولنې مهم سياسي او فرهنګي شخصيتونه شول چې پدې جمله کې د پاچا خان زوی خان عبدالولي خان و چې بيا وروسته د نشنل عوامي ګوند رهبر شو، همدارنګه د شاغر، فيلسوف او مشهور سياستوال غني خان نوم هم يادولای شو چې له همدې ښوونځيو څخه فارغ شو. فخر افغان(پاچا خان) نه يواځې په قبايلي سيمو او افغاني ټولنه کې د علم او زده کړې لپاره عامه پوهاوی، مبارزه او مجاهده پيل کړې وه، بلکې د هند، بنګلدېش او پاکستان عوام يې هم بيداره کړي و، هغوی سره همغږی و، په همدې بنسټ هند له لومړني حکومت جوړولو څخه وروسته فخر افغان ته د جمهوري رياست وړانديز وکړ، خو دده ټوله هڅه د خپلو خلکو ازادول، په پوهه سنبالول او په ټولنه کې لکه نورو هېوادونو په څېر ثبات راوستل يې لومړۍ هيله او غوښتنه وه. په ۱۹۸۴ زيږديز کال کې چې ده د سولې د ترسره کولو لپاره کومه هڅه کړې وه د نوبل جايزې ته نوماند شو، خو له بده مرغه د وخت نظام سياسي نظام سره يې چې کومې ستونزې درلودې پدې بريالی نشو چې ترلاسه يې کړي.

د هند حکومت پاچا خان د هغه ۴۴ نومياليو مبارزو شخصيتونو په قطار کې راوست کوم چې په هند او سيمه کې ځانګړی اغېز لري او په پايله کې د هند د بهارت رتنا تر ټولو لويه جايزه يې ده ته ورکړه. همدارنګه د جواهر لعل نهرو ملي جايزه يې ګټلې وه. د افغانستان پاچا شاه غازي امان الله خان هم د افغانانو افتخاري لقب ورکړ. د افغانستان لومړني ولسمشر شهيد محمد داود خان ورته د ملي مبارزې او مفکر لقب ورکړ 

د حاکمو بدو دودونو اصلاح

پاچا خان په ټولنه کې د بدو دودونو او د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه او په ټولنه کې د اصلاحاتو راوستلو، د خلکو ترمنځ د مينې او محبت د ډېروالي او ورورولۍ لپاره د اصلاح افاغنه په نامه يو انجمن جوړ کړ او دې کار لپاره کور په کور، کلي په کلي، ښار په ښار، او سيمې په سيمې سفرونه وکړل، د سولې د ارزښت او ګټو په اړه يې خلکو ته معلومات ورکړل او هغوی يې تعليم او تربېې ته وهڅول.
اکرام الله پښتونيار په ټولنه کې د پاچا خان د چلند په اړه وايي:

((د پاچا خان يو ستر صفت دا و: که تاسو وګورئ د نن رهبران او ليډران د چا کلي، کور او پټې ته نه ځي، بلکې هغوی دا هڅه کوي چې خلک خپل ځان ته راوغواړي، ترڅو ورسره خبرې وکړي. پاچا خان کوم ملک او خان خپل مېلمستون ته نه راغوښته، که داسې فکر وکړو چې ته خپله ځمکه کې کار کوې هغه به تا پسې همدې پټې ته راته او خبرې به يې درسره کولې)).

د هند له خپلواکۍ څخه وروسته د پاچا خان په اړه همدغه خبره د هند لومړني لومړي وزير جواهر لعل نهرو هم کړې وه هغه ويل: پاچا خان به له يوه کلي څخه بل کلي ته، ته ترڅو سره اغوستونکي په خپلو ځانونو اتکا پيدا کړي. نوموړي د پاکستان د رامنځته کېدو څخه دمخه او بيا وروسته افغانستان ته سفرونه درلودل. حقيقت دا دی چې خان عبدالغفار خان افغانستان خپل لومړنی کور باله او د کابل حکومتونو هم ورته په ډېر درناوي قايل وو، له بده مرغه دده وروستی عمر په افغانستان او سيمه  کې د تېزو جګړو شاهد و. 

څنګه چې هيله کېده د پاچا خان هغه هڅې او هاندې چې ده غوښتل په افغاني ټولنه کې د عدم تشدد فلسفه پراختيا او ښکېلتيا ومومي، هغسې ونه شول.

اخځليکونه:

1_ https://www.pajhwok.com. 2018,  .پاچا خان و مشعل بیداری 

2_ https://da.azadiradio.com, 1398, .عبدالغفار خان، ګاندی و عدم تشدد

3_ https://da.azadiradio.com, 1398  .خان عبدالغفار خان و نهضت عدم تشدد،هجری شمي 

4_ https://www.mashalradio.com.

5_ عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، ۲۰۰۸ ز کال، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه، جرمني.

6_ خان عبدالغفار خان، زندګی، تلاش و مبارزه ی من، فاروق فردا.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب