جمعه, مې 3, 2024
Homeادد سراج احمد حبیبي پېژندنه

د سراج احمد حبیبي پېژندنه

استاد پوهنیار سراج احمد حبیبي د معلم صاحب سیدالله حبیبي زوی، په (۱۳۶۵) هجري لمریز کال د وردګو ولایت، سیداباد ولسولۍ د منګلیو په کلي کې زیږېدلی دی. نوموړی په (۱۳۸۵) هجري لمریز کال د غزني ولایت د وکیل محمد جان کوچي له عالي لیسې څخه فارغ او په همدې کال د کانکور د آزموینې له لارې د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي، پښتو څانګې ته بریالی شو. له دې څانګې څخه هم د څلورو کلونو زده کړو وروسته په (۱۳۹۰) هجري لمریز کال فارغ شو.

نوموړي د هېواد په بېلابېلو دولتي او غیر دولتي ادارو کې په ډېر صداقت او ایماندارۍ سره خپله دنده مخته وړې ده. دوه کاله یې د خپلې سیمې د انصارالمومنین په عالي لیسه کې د انګلیسي او ریاضیاتو د ښوونکي په توګه، یو کال یې د بادغیس په ولایت کې د (Coar) غیر دولتي موسسې سره د ترینر استاد په توګه او یو کال یې د زابل عالي دارالمعلمین په پښتو څانګه کې د استاد په توګه دنده اجرا کړې ده.

اوسمهال د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګه استاد دی، د دغه څانګې بنسټ هم په یاد پوهنتون کې د همده له خوا نه ایښودل شوی دی.

استاد حبیبي د استادۍ ترڅنګ د هېواد د فرهنګي ډګر یو فعال او بریالی غړی هم دی، د شعرونو تر څنګ یې ګڼې مقالې او لیکنې په بېلابېلو خپرونو او انټرنیټي سایټونو کې خپرې شوې دي.

دی د عرفاني موضوعاتو له څېړلو سره ډېره مینه او علاقه لري او په دې برخه کې یې په پښتو ژبه او ادبیاتو کې ډېر کار کړی دی، یو کتاب یې د «عرفاني ادبیات» تر سرلیک لاندې لومړی ځل په هرات کې د قدس خپرندویې ټولنې له خوا او دویم ځل په کابل کې د سمون خپرندویې ټولنې له خوا چاپ شوی دی، دغه کتاب یې اوس هم د هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو کې تدریسېږي.

د عرفاني ادبیاتو په برخه کې یې له یاد کتاب نه علاوه دا لاندې ځینې علمي مقالې او مضمونونه هم په بېلابېلو علمي خپرونو او انټرنيټي سایټونو کې خپرې شوې دي:

۱ـ د احمد شاه بابا په شعرونو کې د تصوف او عرفان څرکونه

۲ـ د وجودي او شهودي فلسفو ترمنځ د اختلاف لاملونه

۳ـ د عبدالرحمان بابا تصوفي او عرفاني شعرونو ته لنډه کتنه

۴ـ په پښتو ادبیاتو کې د عرفاني افکارو پیدایښت او پایښت

۵ـ د مصطفی سالک د شعرونو تصوفي او عرفاني اړخ

۶ـ د عطایي ملا عرفاني سفر

۷ـ د تصوف او فلسفې ترمنځ کرښې او اړیکې

۸ـ د علي محمد مخلص تصوفي او عرفاني مقام

۹ـ د روښاني طریقې منشاء او ماهیت

۱۰ـ تصوف او ادب

۱۱ـ نقشبندیه طریقه

۱۲ـ چشتیه طریقه

۱۳ـ قادریه طریقه

۱۴ـ سهروردیه طریقه

۱۵ـ قبض او بسط

۱۶ـ د عبدالقادر خان خټک عرفاني نظریات

۱۷ـ د عبدالقادر خان خټک په دیوان کې د ځینو عرفاني اصطلاحاتو شننه

۱۸ـ تصوف پېژندنه

۱۹ـ پر تصوف نیوکې او د هغوی ځوابونه

۲۰ـ د روښاني تصوف مقامات

د پورتنیو چاپ شوو علمي مقالو او کتاب تر څنګ یې لاندې کتابونه هم ناچاپ پاتې دي:

۱ـ باهوت

۲ـ د عرفاني اصطلاحاتو قاموس

۳ـ د عبدالقادر خان خټک د عرفاني شعرونو خواوې

۴ـ ژوند او ژواک

۵ـ غوره ویناوې

د عرفاني او تصوفي موضوعاتو د پورتنیو مقالو او کتابونو تر څنګ د نوموړي په پښتو ادبیاتو او نورو ټولنیزو او سیاسي موضوعاتو کې لاندې مقالې او مضمونونه خپاره شوي دي:

۱ـ هنر او لاشعور

۲ـ د پېچلو لیکلو زیانونه

۳ـ زموږ کلا او د حزب اسلامي کله فیل

۴ـ د کرونا په اړه یوه خاطره

۵ـ د هر مسلک خاوند لیکوال کېدلای شي

۶ـ څه کا دا ناڅیز خو سم څیز وخوت!

۷ـ له غازي امان الله خان نه وروسته د هېواد ازادۍ ته یوه کتنه

۸ـ د اصول صنفي کتابونه څه ډول باید ولیکل شي؟

۹ـ بې سروبوله فتوا

۱۰ـ پښتانه لیکوال باید په خالیګاوو پسې وګرځي.

۱۱ـ اولادونه باید څنګه وروزو؟

۱۲ـ په بادغیس کې زما لومړنۍ دنده

۱۳ـ زما د ناکامۍ یوه خاطره

۱۴ـ افغانستان څه ډول نظام ته اړتیا لري؟

۱۵ـ دا ملت اخر د چا د ګناه بار وړي؟

په پای کې د الله سبحانه وتعالی دربار ته د ده لپاره د لا زیاتو بریالیتوبونو په پار د دعا لاسونه لپه کوم.

 دا هم د ده د کلام یوه بېلګه ده:

غزل

راځه پخلا شو تر پخوا ښه یارانه جوړه کړو

له کور او کلي چېرته لرې اشیانه جوړه کړو

مینه به دواړه سره وکړو که نور هیڅ هم نه وي

دا د مجنون او د لیلا به افسانه جوړه کړو

د ژمي شپې دي، برېښنا لاړه شي، کړو شمعې بلې

له ناچارۍ ځان ته فضاء شاعرانه جوړه کړو

زه هم خراب، ته هم خراب او خلک هم خراب دي

سړی حیران شي، چې اوس ځان، که زمانه جوړه کړو

سره به غاړه غړۍ شو دواړه که چا ولیدو

حبیبي بیا به ورته بله بهانه جوړه کړو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب