پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+علمي لیکنې (څېړنه) او عمومي لیکنې |پوهاند دودیال

علمي لیکنې (څېړنه) او عمومي لیکنې |پوهاند دودیال

(اصول، ارزښت او توپیرنه)

اوسني عصر کې د چاپی(کاغذي) او بریښنایی/آنلاین خپرونو شمېر او په هغو کې خپرېدونکې لیکنې زښته ډېرې مخې ته راځي. په دې کې ویبپاڼې هم راځي. محتوا او لیکنې یې له خبرونو نیولې، تر سیاسي او ټولنیزو تبصرو، ادبی بیلابیلو ژانرونو(شعر، داستان، طنز…)، ذوقي مطالبو، کره کتنه، اقتصادي شننې او نورې لیکنې دي. علمی څېړنې په عمومی میدیا کې لږ ترسرترګو کیږي. علمی لیکنې زیاتره ځانګړو اکاډمیکو ژورنالونو کې خپریږي. عمومی لیکنې معلوماتي، خبرتیایي، ذوقی/تفریحي او ځینې یې روزنیزه بڼه لري. کیدای شي ځینې یې مستندې، واقعی او په حقایقو ولاړې نه وي او دغرض له مخې وي، آن دا چې ځینو عمومی لیکنو کې شخصي ګرومونه، سیاسی تبلیغ، شهرت پالنه، تجارتی مقاصد او نور له ورایه ښکاري، خو بالعموم د عمومی لیکنو له ګټورتوب انکار نشي کیدای. ګټورتوب یې د ناشرانو له صداقت، تعهد، اعتبار او دقت سره تړلی وي. د دغو لیکنو لوستونکي عام خلک دي. کیدای شي اکاډمیک کسان هم د دغو لیکنو لوستونکي وي، خو اکاډمیک کسان عادت لري چې د هرې لیکنې په تفکیک او موخه ځان پوهوي او په ځینوچې بې باوره شي، مخ ترې اړوي.

نوعمومي او علمی لیکنې څه توپیر لري؟

عمومی لیکنې( general writing) د میدیا ډېره برخه نیسي؛ هرځای مهیا وي، خو علمی لیکنې( scientific writing) د ځانګړو واقعیتونو د موندلو او ساینسی مسایلو د روښانه کولو په موخه وي او د علمی بنسټونو ځانګړو ژورنالو کې خپریږي. کیدای شي یو شمیر څیړونکي خپله څېړنه عمومی میډیا کې هم خپره کړي. علمی لیکنه د څیړنې د پیچلې او ټاکلې پروسې له مخې یو واقعیت راسپړي. څېړنه دمعیار او اصولو له مخې ترسره کیږي. علمی ( heavy/scientific writing) لیکنه باید د علمی لیکنې ټول خصوصیات ولري.

څیړنه( research) هغه ژوره او عالمانه پلټنه ده چې په هغې سره حقایق او واقعیتونه وموندل شي، لږ تفصلي تعریف یې داسې دی:

Research is the attempt and search for knowledge, or as a systematic investigation, with an open mind, to establish novel facts, solve new or existing problems, prove new ideas, or develop new theories. The primary purposes of  research are documentation, discovery, interpretation, or the research and development of methods and systematic procedure for the advancement of human knowledge. Generally; we have two types of research: applied and pure research.  Approaches to research (as opposed to applied research) depend on epistemologies, which is considerably both within and between humanities and sciences.

د علمي څېړنې وروستي تهیه شوي راپورته علمی مقاله ویل کیږي. یوه علمی – څېړنیزه مقاله ‎(research paper) ټاکلی عنوان، لنډیز(Abstract )، کلیدی اصطلاحات/کلمات(Keywords )، سریزه، دمسئلې بیان( problem statement)، دڅېړنې پوښتنه/پوښتنې، د څیړنې  فرضیې، تېرو ادبیاتو ته دکتنې( review of literature) دڅیړنی میتود، د ارقامو  تحلیل، د څیړنی د موندنو د برجسته کولو( research finding)، مناقشې او پایلی لرونکی وي. دا ټول دعلمی مقالې رغوونکې توکې دي، هریو خپل قواعد لري؛ مثلاً: عنوان بایدله ۱۵ یانهایتاً له ۱۷ کلماتو زیات نه وي. ځینې څېړونکي چې موجود( gape) ته ځیر شي، په وروستۍ برخه کې هغه هم واضح کوي. عنوان کې عدد، تنقیط نښې، مخففات ځای نه لري. لنډیز د ۲۵۰ کلماتو په اندازه کافی دی، سریزه ټاکلی سکښت لري، چې موضوع ته د ورود یا داخلېدو لنډ متن دی چی د څېړنې موخه او میتود هم باید وښيي. هغه مقالې چې د ( applied research) بڼه لري، باید پېشنهادونه  او ماخذ هم ولری، خو د( pure research) په برخه کې دموضوع ماهیت ته په کتنې، لیکوال اختیار لري چې پیشنهادونه لیکي او که یې  نه لیکي، په دې توګه دې جوړښت ته( invert pyramid) وایي، چې خصوصاً وروسته تر ۲۰۰۰م. کال یې اکاډمیکو بنسټونو او پوهنتونو کی عمومیت وموند. اوس دعلمی څېړنو د ترسره کولو لپاره ځانګړي اکاډمیک مراکز شته چې وروسته د تحقیق(څېړنې) ترسره کولو، دنشر لپاره  ټوله څیړنه یا مهمې برخې یې د عموم (ټولنې)  لپاره نشروي. کله چې څېړنه د نشر لپاره تریتب کیږي، دې ته د څیړنی راپور، علمی مقاله، څیړنیز اثر(نښتر Main text) ویل کیږي چې دا ځانګړی جوړښت لري، په لاندې ډول:

مخکني مواد( front mater)، متن(text ) او وروستنی مواد( back mater). د دغو درېو برخو څخه جوړه علمی مقاله لاندي اجزا  لري:

  • Title page

معمولاً مجلاتو او وییبسایتونو ته  د لیږل کیدونکې او نشرکیدونکې مقالی/ریپورت په سر عنوان وي، خو که چېرې علمی راپور(اثر) مستقل نشر کیږي، نو یوه جلا پاڼه د تایتل پیج  په نوم لري. ( هرهیواد او هر علمی مرکز کې دتایتیل پیج بیلابیل فارمتونه شته).

  • Abstract
  • Explain to the general reader the major contributions of the articleدعمومی تصور او تصویر ارائه
  • Include no more than 250 wordsمعمولاً منل شوی چې اندازه یې ۲۵۰  کلمات وي   / یا
  • Cite all references in the abstract in full within the abstract itself / in the text
  • Key word بهتره ده چې کلیدی اصطلاحات د پنځو څخه تر اوو پوری وي
  • مقدمه   Introductio
  • Significance statement (Direct and Contributed Submissions only)

ځینی مقالی د (بیان مسله) یا په problem رڼا اچول هم لری، د مسئلی د ښودلو لپاره د سل یو نیم سل کلمات کافی دی، د دې لپاره دوه شرطونه دي:

  • Explain the significance of the research at a level understandable to an undergraduate-educated scientist outside their field of specialty
  • Include no more than 120 words
  • Introduction
  • Resultsدا مستقیما تحلیل پوری اړه  لری
  • Discussionزموږموندنی او هغه څه چی واقعاً شته  او کوم څه دستونزی لامل دی څنګه ورته د حل په نظر وګورو
  • میتوودMethod: Materials and analysis formula… (describe procedures in sufficient detail so that the work can be repeated)
  • Significance Statement
  • Acknowledgments and funding sources
  • REFERENCES (in APA style)
  • Appendix

سرچپه هرم ( Invert pyramid) یعنې څه:

لنډیز:د یوې تخنیکي علمي مقالې لومړی برخه لنډیز( Abstract) دی. پدې برخه کې د یوې علمي مقالې په هکله په ډېره لنډه توګه د مقالی ټول معلومات وړاندې کیږي. د څیړنی په وخت کې کله چې نورې مقالی لټول کیږې نو لوستونکې لمړی همدا ابسترکت یا خلاصه لولی چې پوه شی ایا دا مقاله چې د لیکوال کار پوری تړاو لری، محتوا یې څه ده. یا په بل عبارت، په دې برخه کې، د مقالې سکالو او لاسته راوړنې په ډېره لنډه، او ښکاره توګه وړاندې کیږي. یعنې، که یو څوک د یوې علمي مقالې یوازې همدغه برخه ولولي، نو هغه پوهېدلای شي، چې دغه مقاله، د څه شي په هکله لیکل شوې او موندنې یی کومی دي. خصوصاٍ چې وروسته تر دې ځینې خلک د ( chatGPT) په لټه کې دي.

سریزه:  دڅیړنې پر موضوع رڼااچوي او لوستونکی موضوع سره معرفی او بحث ته یی داخلوی.په دې برخه کې د مقالې موخه یا هدف او کړنې په ښکاره توګه وړاندې کیږي. یعنې، په دې برخه کې، د لومړۍ برخې په پرتله، د مقالې په هکله یو څه ډېر مالومات، لوستونکو ته وړاندې کیږي. همدارنګه، په دې برخه کې لیکوال، باید لوستونکو ته وښیي، چې دغه لیکنه، د یوې علمي مسئلې د ځواب ویلو په هکله لیکل شوې ده. د مقالې د موخې د ښکاره کولو لپاره، دغه بیلګه وړاندې کیږي.د مثال په توګه که چیرې یو څېړونکی د مالی خطراتو( Financial Risk Management) په اړه مقاله لیکی، باید د خطر ټاکلی ساحه پوره واضح کړي، یا که  د طب څېړونکی/استاد د شکر مرض په هکله د نانو پارتیکل څیړنه کوی نو هدف یی د شکر مرض او نانو پارتیکل څیړنه ده، نو باید په سر کې دا ولیکې چې ددی څیړنې هدف څه دي.  یا دغنمودسرخی ناروغی یا په څارویو کې د تبک او چرګانو کې دټوغکي ناروغی… چې هدف کې باید وښودل شی چې ایا موخه یواځې دناروغی پېژندل دی؟ دزیان ښودل یې دي، دعامل موندل یې دي؟  دنښو تشریح یې ده؟… البته هدف، پرابلم، دڅیړنی پوښتنه، فرضیه او دی ته ورته مسایل د مقالی خصوصیت پوری اړه لري.  دڅیړنی اهمیت، ستونزه، فرضیه او دڅیړنی پوښتنه هم په ترتیب او لنډ ډول  لیکل  کیږی.

د تیرو ادبیاتو کتنه:  په دې برخه کې هغه ټولې علمي سرچنې راځې چې ددې مقالې په لیکلو کې ترې ګټه پورته شوې ده او د هغوی نه یی کره معلومات را ټول کړی وی. په دی کې د څیړنیزو مقالو د څیړنو پایلی د نوی هدف سره پرتله کیږې، که مقاله یاڅیړنه نوښتیزه یا بکره وی نو دتیرو ادبیاتو پرتلی څخه ثابتیږې چې د څیړونکې هدف نوی دی او په ادبی کره کتنی کې پیدا نشو، دا د کره کتنی په شکل کې لیکل کیږې، چې خلاصه یی په څیړنیزه مقاله کې کولای شې راشې .
په دې برخه کې د سرچینو لیکنې بڼه په ډېره لنډه توګه لیکل کیږي. په دې برخه کې باید هغه آثار وي، چې له دغې مقالې سره سیده  تړاو لري. لیکونکي باید د لیک اصلي موخه پخپله ولیکي، کټ مټ کاپي نشي، او باید د هغه د اصلي سرچنې، یادونه د رېفرنس په مرسته وشي.

د نوښتیزی یا بکری څیړنی لپاره بایدلیکوال د خپلې مقالې په هکله ښه څېړنه وکړي، او په ښکاره توګه وښودل شي، چې دغه کار بل ځای ندی ترسره شوی، او بیاځلي(تکراراویا کاپی) ندی. که فرضاً دغه وړاندې شوې مفکوره، کوم بل ځای چاپ شوې وي، خو یوڅه نور تکمیلات پکې وي، نو دغه مقاله بیا اکتشافی ده.

په مقاله کی نتیجه یا پایله د لیکوال د کار، اصلي برخه جوړوي، په دې برخه کي، ټول مالومات په بشپړه توګه لیکل کیږي. دغه برخه، له دې لاندو وړو برخو څخه جوړه شوې ده خو عنوان ورکول ضرور ندی بلکی ترکیب یی داسی ښودلای شو:  الف(Design): ډیزاین

په دې برخه کې د مقالې د اصلي سکالو ډیزاین، په هر اړخیزه توګه څېړل کیږي. د هغه د ډیزاین طریقه، په ښکاره توګه وړاندې کیږي. لکه مفهومی چوکاټ( conceptual framework)، دارقامو تحلیل او مقایسه او نور

د ارقامو د تحلیل برخه کې ارقام آزمایل کیږي، او کتل کیږي، چې په زړه پورې پایله ورکوي، او کنه؟دا ډول تحلیل، کمپیوتري جوړښت په ټولو ځانګړو حالتونو کې تر آزموینې لاندې نیول کیږي. کېدای شي په لومړني ډیزاین کې څه تغییرات واقع شي، او دغه کړنه څو څو ځلې تکرار شي، چې تر څو هغه وروستي ډیزاین ته ورسیږي.  لکه په ANOVA یا SPSS  او ایکسل پروګرام سره .

مناقشه یا دپایلنیوی  برخه کې لیکونکي د خپل کار، ټولې لاسته راوړنې په خلاصه توګه وړاندې کوي. دلته لیکوال دا ښيي چی تیر وخت کې څه فکر کید، اوس چی دا څیړنه وشوه څه بدلون راغی او دلیکوال دموندنی فرق نورو سره څه دی یا په بل عبارت، هغه ټولې پایلې، چې ددغه کار په هکله، لاسته راوړل شوي وي، هغه ټولې په لنډه توګه، لیکل کیږي.همدارنګه، هغه نیمګړتیاوې، چې د دغه سرته رسول شوي کار په هکله، شتون ولري، هغه هم باید ولیکل شي.

پیشنهادونه  یا وړاندیز :په دې برخه کې، ددغه کار په هکله راتلونکي غوښتنې او وړاندیزونه، په ښکاره ډول وړاندې شې. یا په بل عبارت، ددغه کار د سرته رسولو، هغه نورې لارې او طریقې، چې لیکونکی یې، وړاندیز کوي، په هراړخیزه توګه وړاندې کیږي. لوستونکي دغه برخه، په ډېره مینه او علاقې سره لولي. دا پدې خاطر، چې د همدې برخې لوستل، باید د بل علمي کار، د سرته رسولو زمینه برابره کړي.د نړۍ څېړنې په همدې ډول دوام پیدا کوي.

ماخذ: په دې برخه کې د هغو ټولو رېفرېنسونو لست لیکل کیږي، چې له هغو څخه په دې لیکنه کې ګټه پورته شوې وي. یا په بل عبارت، د هغو مراجعو نوم اخیستل کیږی چې  لیکنه کې ورڅخه ګټه پورته شوې وي. اخځ او سرچینې باید دقیق او سمې ولیکل شي، او د هغوی د لیکلو دپاره منل شوې لارې غوره شي. دی برخه کی زیاترو څېړونکو دAPAروش  غوره بللی دی. البته شیکاګو روش هم شته او یو څو نور رشونه  هم شته. (دماخذ لیکلو بیلګه په انګلیسی باندی د دی لیکنی اخره کې راغلی ده). نقل قول( چې په لمن لیک کی ورته اشاره کیږي، له ماخذ سره توپیر لری. ببلیوګرافی، کتابښود، اخځ ، منبع او ماخذ دلته په یو مفهوم کارول شوي دي.

د مقالې په پای کې د ماخذ طرز

دلته xد د شمیرې،عدد  او نمبر نمایندګی کوي چې د کار د آسانی او د مثال لپاره غوره شو:

  1. A) Booksکتاب
    Surname, First Name (Year): Book Title, x th ed., Book Series, No. x, Place, Publisher.
    Waltz, Kenneth N. (1979): Theory of International Politics, Boston, Addison-Wesley.
    B) Collective Books
    Surname 1, First Name 1; Surname 2, First Name 2 and Surname 3, First Name 3 (Year): Book Title,
    xth ed., Book Series, No. x, Place, Publisher.
    INSTRUCTIONS TO AUTHORSدغه برخه اختیاری ده او څېړونکي پوری اړه لری، ضروری نده

Buzan, Barry; Wæver, Ole and De Wilde, Jaap (1998): Security: A New Framework for Analysis, Boulder /
London, Lynne Rienner.
C) Edited Books
Editor’s Surname, First Name (ed.) (Year): Book Title, xth ed., Book Series, No. x, Place, Publisher.
Lynch, Dov (ed.) (2003): The South Caucasus: A Challenge for the EU, Chaillot Papers, No. 65, Paris, EU
Institute for Security Studies.
D) Book Chaptersزموږ افغانی آثارو ماخذ کی دا ډیر نده معمول ده.
Surname, First Name (Year): “Chapter Title”, in Book Title, x th ed., Book Series, No. x, Place,
Publisher, pp. xx-xx.
Wendt, Alexander: “Three Cultures of Anarchy”, in Social Theory of International Politics, Cambridge,
Cambridge University Press, pp. 246-312.
E) Book Chapters in an Edited Book
Author’s Surname, First Name: “Chapter Title”, in Editor’s Surname, First Name (ed.) (Year): Bookزموږ نشراتو کی دایو  ډیر معمول  روش دی:
Title, xth ed., Book Series, No. x, Place, Publisher, pp. xx-xx.
Sakwa, Richard: “Parties and Organised Interests”, in White, Stephen; Pravda, Alex and Gitelman, Zvi (eds.)
(2001): Developments in Russian Politics, 5 th ed., Durham, Duke University Press, pp. 84-107.
F) Journal Articlesله علمی مجلو او ژورنالو د ماخذ په توګه استفاده کول
Surname, First Name: “Article Title”, Journal, Vol. xx, No. x (Month Year), pp. xxx-xxx.
Schmitz, Hans Peter: “Domestic and Transnational Perspectives on Democratization”, International Studies
Review, Vol. 6, No. 3 (September 2004), pp. 403-426.
G) Press Articlesنشر شوی مقالی چی استفاده ورڅخه شوی  وی .
Surname, First Name: “Article Title”, Newspaper, Day Month Year.
Bradsher, Keith: “China Struggles to Cut Reliance on Mideast Oil”, New York Times, 3 September 2002.
H) Articles in On-line Publicationsله نورو آنلاین علمی مقالو استفاده او ماخذ کی  ښودل
The same as above but adding “at http://www.xxxxx.yyy”.
Gunaratna, Rohan: “Spain: An Al Qaeda Hub?”, UNISCI Discussion Papers, No. 5 (May 2004), at
http://www.ucm.es/info/unisci.نړیوال جال سره له دی چی ډیر معتمد ندی
I) Other On-Line Sourcesیو شمیر نور منابع هم کیدای شی،  خو معتبر کتابونه لمړیتوب لری
Document Title, at http://www.xxxxx.yyy.
Charter of the Shanghai Cooperation Organization, at http://www.ln.mid.ru.

زموږ رسمی ژبو کې د ماخذ بیلګه:

۱.غبار، میرغلام محمد.(۱۳۴۶)، افغانستان درمسیر تاریخ( چاپ اول)، مطبعه دولتی: کابل – افغانستان.

۲.روغ، سید حمیدالله.(۱۴۰۱ش.)، ما “کی” هستیم “ما” کی هستیم. کتاب اول: نشر شده در المان.

۳.دودیال، محمد بشیر.(۱۳۹۸ل.)، د اقتصادی پروژو تحلیل او مدیریت( درېیم چاپ)، د المانی او افغانی پوهنتونو ټولنه(DAUG ): دبهیر مطبعه، کابل- افغانستان.

لکه هغسی چې دماخذ لیکلو بیلابیل روشونه شته، د ریسرج ریپورت( علمی مقالی) لپاره هم دجوړښت(structure) اشکال یوبل سره لږ توپیر لری.  افغانستان دې وروستیو کې د اخځ لیکلو لپاره  Chicago او APA  د نوروروشونو په پرتله  غوره بللی دی. د ماخذ لیکلو ترڅنګ؛ علمی مقاله کی د اعدادو لیکل، جداول tables، انځورونه  fig.او نقشې خپل اصول لري.

د علمی څېړنې لپاره عام اومنل شوی اصول او پالیسی:

دلته به یو شمېر هغه ټکي ذکر کړو چې انفرادي څېړونکې یې هم رعایت کوي، اوڅېړنیزو مراکزو، اکاډمیکو بنسټونو او د پوهنتونو د علمی تحقیق کمیټو هم د علمی  څېړنو لپاره د اصولو په توګه منلي، اعلان کړی یې دي او رعایتوي یې، چې هغه دادي:

  • پېژند

۱-۱- دڅیړنی حدود / علمی څیړنی  خط مشی عملی کول،

۲-۱- دڅیړنی پالیسی ښودل

۳-۱- د څیړنی منطقی  دلایل بیانول،

۴-۱-د څیړنی  اهداف

۵-۱- د تحقیقی پروژي د مدیریت طرز

۱-۵-۱ دڅیړنی د ډلی معرفی (که څېړنه د بو تن له خوا نه، بلکې د یو ټیم له خوا ترسره شوی وي)،

۲-۵-۱ د څیړنی  کیفی یا کمی اهداف

  • حقوق او مسئولیتونه (لنډه بررسی)

  • د څیړونکی مسئولیتونه

۱-۳- د مسلکی کارکوونکو، محصلانو، موسساتو او ټولنی  په وړاندی مسئولیت ،

۲-۳- دڅیړنی دسموالی او امنیت ډاډ،

۳-۳ – له ذیدخلو سره هر اخیزه مشاوره

۴-۳- د ملاتړ کوونکو مسولیتونه او د هغو په وړاندی زموږ د څیړنی د کمیټې مسئولیت،

۵-۳- د وسایلو، فنډ او د تجهیزاتو په وړاندی  محقق مسولیت

۶-۳- د څیړنی د نور دوام په خاطر د غوښتنی او پیشنهاد وړاندی کول(که ضرورت و)،

۷-۳- د څیړونکی مادی او معنوی حقوق یا دستمزد او سرتفکت ورکول،

4 د علمی څیړنی(تحقیق ) عمومی اصول رعایتول او نورموارد

۱-۴- داختراع او فنی  حالاتو لومړنی راپور،

۲-۴- د اختراع او حپرولو حق،

۳-۴- د تحقیق  داصولو کارول،

۴-۴- که کوم شکایت موجود و، اشاره ورته کیدای شی،

۵-۴- د څېړنې محرمیت او د ډاډمنتیا الزامات (اخلاقی مفاهیم، خاصو حالاتو کې)

۶-۴ – د لیکوالی ټول اصول رعایتول او بیطرفی ساتل،

۷-۴- که محقق لازمه بلله او د څېړنی په جریان کی یی کومه خاطره، استثنایی پېښه یا بله څه لرل، تذکر یی کولای شی(په فرعی یاداشت کی)،

په دې توګه دې پایلې ته رسیږو چې عمومی معلوماتی لیکنې هم خپل اصول او ارزښتونه لري، خو د علمی لیکنو اصول کانکریټ ټاکل شوي او په جدي ډول درعایت وړ دي. دواړه په ټولنه کې لوستونکو ته اهمیت لري. د علمی – څېړنیزو لیکنو او عمومی لیکنو توپیرونه د پېژندنې وړ دي، چې خپل ځایونه لري.

1 COMMENT

  1. سلام
    دتحقیقاتو علمی اوعملی برخه ستا لیکنه کې دscientific له methodology څخه په یوه حوزه
    کې دمفاهیمو دنتایجو بحث کوی
    دغه اصول اوقواعد رعایت شوی
    دغه مفاهیم عبارت دی له :
    Abstract
    Introduction
    Discussion
    Methodology
    Reference
    اوپه پای کې ستا مهربان Acknowledgment
    پوهاند صاحب بې له تعارف موًکورودان غنیمت یاست

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...