يو وخت مي دا هيله کړې وه، چي «غزلبڼ» اوس يو نايابه اثر دی. مينه وال ئې ډېر دي، خو پيدا کېږي نه، کاش حکومت يا نورو خپرندويو ټولنو وخت پر وخت د استاد پسرلي د غزلونو دا بڼ په چاپ سمسور او تازه ساتلی وای! هغه هيله مي دا ده، اوس پوره شوه. د ګران «ارشاد صالح» ډالۍ کړی «غزلبڼ» مي په لاسونو کي دی او خوند ترې اخلم.
د «تکتو کتاب کور» د مسؤل ښاغلي «کفيل قربان» ئې کورودان، غله ئې ډېره، چي دا لويه قرباني ئې ورکړه او «غزلبڼ» ئې په ښکلي صحافت په ۲۰۲۲م/۱۴۰۱ل کال زر ټوکه بيا چاپ کړ. د مينه والو تر لاسونو ئې ورساوه. د ادب ذوقو ذوقونه ئې پرې معطر کړل. د پښتو ادب د شاعرۍ برخه ئې بيا د استاد پسرلي د سلګونو غزلونو په رنګونو رنګينه او حسينه کړه. د پښتو شاعرۍ غاړي ته ئې دا قيمتي مرغلرين امېل واچوه او د غزلبڼ په مينه والو ئې د «غزلبڼ» سفر پيل کړ.
«غزلبڼ» د غزلستوري، ارواښاد استاد محمد صديق پسرلي د غزلونو بڼ دی.
په دې غزلبڼ کي د استاد پسرلي د تخيل مرغان ډېر لوړ الوت کوي. اهنګيني نغمې وايي.
غزليز شور او سندريز اوازونه کوي.
د مينه والو ذوق پکي د هنري رنګونو تماشې کوي او هنري خوندونه ترې اخلي.
د لوستونکو ادبي ذوق تسکينوي او ادبي تنده ئې د دې غزليز بڼ د هر غزل تر سيوري لاندي ماتېږي.
استاد پسرلي داسي رنګينه شاعري کړې ده، چي فردي، ټولنيز، سياسي، ملي او وطني احساسات ئې بيان کړي دي او نوي فکرونه او پېغامونه لېږدوي.
«پسرلی» داسي شاعر دی، چي ميني ماشوم کړ او زړه ئې د ارم کيسې غواړي. عشق دومره حساس کړی دی، چي ناز د ليدلو پر ځای اوري. د سيورو ژبه زده کوي او لمر پېژني. د سپوږمۍ په زړه کي بېغمه ناست وي. پر زړه باندي ئې يوه غوره ښکلا لوبېږي. د عشق غم د ژوند مالګه لولي او زړه نمکين ساتي. جنت هغه زړه ګڼي، چي دلدار پکي اوسي. هغه خوبونه ويني، چي حُسن په هر لوري لټوي. په نيمو شپو کي د سپوږمۍ د زړه اوازونه او د حسن ترانې اوري. مست نظرونه د بڼو پر اوږو وړي. هغه منبر ماتوي، چي حق نه پرې ويل کېږي.
اشنا ته د اورولو په خاطر ئې هره ساه نغمه – نغمه کړه. نازک زړه ئې د ناز په خبره هم سوځي. خپل شعر څړيکي ګڼي، چي اوبه شوي دي او ښکلي ذوق ئې بيا مرغلري ترې جوړي کړي دي. شعرونه ئې خپلي تجربې دي، چي پخپل هنر د سيند له ځيږو تيږو هينداري جوړوي. خپل غزل ئې اسماني کړ، چي له ښاپېرو او پرښتو ئې اوري. لوړ او شاعرانه تخيل ميني وربخښلی دی، چي ښکلي، نازک، نازولي او زلمي–زلمي غزلونه ليکي.
د «غزلبڼ» په اړه دا څو ټکي لولو:
۱ـــ په «غزلبڼ» کي د غزلونو د بيتونو شمېر مساوي او يو ډول نه دی. له ۵ ـــ۱۴بيتونو پوري رسېږي. ځيني غزلونه لنډ او ځيني اوږده سېلابيز دي؛ لکه دا بېلګي:
د نړۍ جنت فرخار وای
زه وای، ته وای او بهار وای
۱۴۲ مخ
لکه شمعه په محفل کې
يا د ګل وږمه په ګل کې
۱۴۴ مخ
که داغ دې وي خوښ له داغه دې جار، دې سوي زړه ته مرهم مه راوړه
يو تش التفات دې بس دی راته، د وصل اميد دې هم مه راوړه
۲۲۶ مخ
ورو ورو راشي خيال ته د ناويو په دود، د افکارو په څېر، د هنر په قدم
ښندي نور په لېمو، تصور روڼوي، د سپوږمۍ په انداز او د لمر په قدم
۳۹۳ مخ
ستا د ناز په محفل کې مې سوې نګاه له لېمو تر بڼو له حيا نه راتله
د نياز په لېمو شرم خاورې ښندي که نه دومره خو ما ته ژړا نه راتله
۳۹۱ مخ
۲ــ ځيني ځايونه ئې روان او اوږده رديفونه راوړي دي او ځيني رديفونه ئې بيا لنډ او ولاړ کارولي دي.
لکه تاک چې کړي بهار مست
شوم د حسن په ديدار مست
۳۴۱ مخ
نيمه شپه کې سپينه سبا چا ليده
ما ليدله، ما ليدله، ما ليده
۱۵۲ مخ
مخ په مخ درسره مه شه د حساب مخ
د پلمو کوڅو ته کوږ کړه د ځواب مخ
۷۰۶ مخ
تورې ورځې، شوخې سترګې، ټوله ښکلا واړه ناز
تل يې لاس په لاس د حسن، تل يې لاس تر غاړه ناز
۹۰ مخ
چې له لطفه دې ځارېږم، دا د مينې کمزوري ده
چې له نازه دې جارېږم، دا د مينې کمزوري ده
۳۰۲ مخ
عشقه ستا له فيضه چې هنر ته رسېدلي يو
ښکلي واړه ښکلي وي دلبر ته رسېدلي يو
۳۸۶ مخ
۳ــ ځيني مات غزلونه هم پکي شته:
چې ورته و مې ژړل، د تمنا له لاسه
د پاڅېدلو پلمه، مې ورکړه بيا له لاسه
۶۳۶ مخ
حواس مې حل شول په رنګ و بوی کې
ځان رانه ورک شو په جستجوی کې
۷۵۹ مخ
۴ـــ په ځینو غزلونو کي ئې ډېري نايابه او يا ډېري کمي کارېدونکي قافيې هم راوړي دي:
زړه مې توتي شو ملکنډ غواړي
په ژوند د حسن جنت لنډ غواړي
۳۱۷ مخ
غرور د پتنګانو دې په غونډو کې ماتېږي
نازک لوښي اکثر شمعې په پنډو کې ماتېږي
۶۹۱ مخ
۵ ـــ «بهار» داسي کلمه ده، چي د استاد په بيتونو کي ډېره تکرار شوې ده او د ډېرو غزلونو په رديف کي ئې هم بيا – بيا راوړې ده.
نن مې بيا ستا له یاده په زړه اوري بهارونه
د حسن تصور څه وړيا پلوري بهارونه
۴۰۹ مخ
چې ګل ښندي د حسن په پالنګ نوبهار
راواړي د فکر پر سر بنګ نو بهار
۴۱۱مخ
چې زه او ته و، د سين غاړه وه او ښکلی بهار
تل مې تر سترګو سترګو کېږي هغه تللی بهار
۴۲۳ مخ
شمع، پتنګ، بهار، اور، سيوری، ښکلا، ناز، صحرا، سمندر، فکر، ائينه، هنر… کلمې د استاد په غزلونو کي ډېري يادېږي، خو مينه او حسن ئې ډېر ځله يو ځای راوړي دي او دا هره کلمه چي په هر غزل يا بيت کي راوړي، نوی رنګ او خوند ئې ورکړی وي.
حسن او مينه د يو ګل څانګې ريښې دي
راته مه وايه چې زه چېرې او ته څوک
۵۰۰ مخ
حسن او مينه يو له بله رنګ اخلي
زړه مې له دې رازه خبر شوی و
۵۱۴ مخ
۶ــ ځيني رديفونه ئې په ځينو غزلونو کي تکرار راوړي دي، يعني د يوه غزل رديف ئې د قافيې له تغير سره په بل غزل کي هم راوړی دی او کله – کله يو رديف په څو غزلونو کي تکراروي. حتا په اتو غزلونو کي ئې يو رديف «په آيينه کې» تکرار راوړی دی؛ په ځينو کي ئې قافيه بدله او په ځينو کي ئې قافيه هم تکراري ده.
بيا به بهار شي بیا به باغ ته شګوفې راځي
بې ټېکې ښکلې د څو ورځو مېلمنې راځي
۸۹۳ مخ
تازه بهار دی د ګل وږم له شنه کښته راځي
د هغې خيال چې مې په درست عمر کې غوښته راځي
۸۹۸ مخ
ځلا يې صيقل کېږي خو هر ځل په آيينه کې
چې ګوري روڼه ستوري يو د بل په آيينه کې
۹۰۲ مخ
له نازه لېونۍ د استغنا په آيينه کې
له ځانه سره هم نه وه پخلا په آيينه کې
۹۱۰ مخ
۷ــ استاد اعنات صنعت هم کارولی دی. په ډېرو غزلونو کي ئې داسي قافيې راوړي دي، چي هغسي راوړل لازمي نه دي.
ځئ چې زړونه تش له عنادونو کړو
جوړ به يو نيستان د فريادونو کړو
۴۰۷ مخ
دا غزل ئې په دغسي قافيو پوره کړی دی، چي «ادونو» توري ئې تر پايه راوړي دي. له دې قافيې سره کتابونو، کورونو، دېوالونو… قافيې هم تړل کېږي؛ مګر دا د استاد شاعرانه کمال او لوړ فکر دی، چي دغسي قافيې ئې پيدا کړي دي.
سر چې په حلقو کې د دارونو ږدي
ځاله د جنت په منارونو ږدي
۴۳۰ مخ
۸ ـــ ډېر کم يا تقريباً د رديف والو غزلونو په نسبت ئې هغه غزلونه نشته، چي بې رديفه وي او يوازي قافيه ولري.
ممکن وهم وي دا هر څه چې ښکارېږي
په سره تبه کې ډېر څه تر سترګو کېږي
۴۳۲ مخ
د غزلبڼ زياته برخه غزلونه لنډ رديفونه لري، چي يو، دوه او درې سېلابيزه دي؛ ځيني ئې څلور او پنځه او کم غزلونه ئې شپږ سېلابیزه دي. يو – يو غزل داسي هم شته، چي اووه سېلابيز رديف لري.
د مجنون خيال دی له ليلا سره خبرې کوي
که دم ختلې شپه سبا سره خبرې کوي
۸۲۹ مخ
په غزلبڼ کي دا يو غزل دی، چي رديف ئې اوږد او اته څپې لري.
چې له لطفه دې ځارېږم، دا د مينې کمزوري ده
چې له نازه دې جارېږم، دا د مينې کمزوري ده
۳۰۲ مخ
د «غزلبڼ» په دې چاپ کي له ۱۳۳۱ ل نه تر ۱۳۹۲لمريز کلونو پوري د استاد پسرلي ليکلي غزلونه راغلي دي.
دوه/درې ځايه مي بې مطلع غزلونه تر سترګو شول. نور غزلونه ئې مطلع او مقطع بيتونه دواړه لري، چي په مقطع بيتونو کي ئې شاعر خپل تخلص راوړی او په پای کي د څو غزلونو په مقطع بيتونو کي ئې تخلص نشته.
استاد پسرلی د ۱۳۰۷ل په اولو کي د غزني په قره باغ کي زيږېدلی او په ۱۳۹۲ل د ۸۵ کالو په عمر وفات شو.
ور مې وړه تابوت چې يې بلا اخلم په مړينه هم
دغه تش ګوجی په ښايسته کابل کې وټومبه
۲۶۹ مخ
دا ئې ثابته کړه، چي جهان د اوسېدو ځای نه دی کډه به په ژېړ مازيګر ترې وړو.
راغلم جهان ځای د اوسېدو نه و
کډه په زېړي مازيګر بېرته وړم
۳۸۵ مخ
استاد پسرلي که څه هم زده کړي (تر څلورم ټولګي پوري، هغه وخت د نورو زدکړو زمينه نه وه.) نه وې کړي، خو د خدای ورکړي استعداد او پخپل ادبي ذوق ئې پښتو ژبي او ادب ته ډېر څه ورکړل. ځان ئې «پسرلی» کړ او پښتو غزل ئې ګلزار کړ. دې «پسرلي» پښتو شعر و ادب تاند او تازه وساته.
پخپلو وږمو ئې ډېر ادبي او شاعرانه ذوقونه ونازول.
همداسي د غزل استاد او غزلستوری شو، چي رڼا ئې تلپاته او په دې رڼا به پښتو غزلستان روښانه او ځلانده وي.
غزلبڼ ولولئ، چي د غزل په خوند او رنګ پوه شئ!