Homeخبرونهننګرهار او لغمان کې سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي

ننګرهار او لغمان کې سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي

تاند『دوشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۳مه』‏د ننګرهار ځایي طالب مسوولان وایي، د دې ولایت په دره‌نور او شینوارو ولسوالیو کې د یکشنبې ورځې ورښتونو په پایله کې د راوتلو سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د ننګرهار د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې د دره نور ولسوالۍ برکوټ، شیمل، کشموند قلعه، سفر قلعه او وایګل سیمو کې زراعتي فصلونه د ږلۍ له امله سخت زیانمن شوي او د شکیالي په کلي کې لسګونه سولرې او نور اسباب تخریب شوي دي.

د مسوولانو په وینا د شینوارو ولسوالۍ اړوند ۲۶مه ویالې (اخر فارم) سیمه کې د تېز باران له امله یو دیوال راپریوتی، چې له امله یې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

دغه راز د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله شپږ کسان ژوبل شوي دي.

لغمان کې طالب مسوولان وایي د دغو سېلابونونو له امله په بېلابېلو سیمو کې کرنيزې ځمکې هم زیان لیدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې، نن (دوشنبه) هم د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د بارانونو اټکل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...