Homeخبرونهد اسلامي همکارۍ سازمان طالبانو ته د علماوو پلاوی لیږي

د اسلامي همکارۍ سازمان طالبانو ته د علماوو پلاوی لیږي

تاند(جمعه، د جدي ۲۴ مه) د اسلامي همکارۍ سازمان غواړي چې افغانستان ته د دیني عالمانو یو پلاوی واستوي څو له طالب مشرانو سره د ښځو د تعلیم اوکار د حق په اړه خبرې وکړي.

دا پرېکړه په جده کې د اسلامي همکارۍ سازمان په هغه فوق العاده غونډه کې شوې چې د ترکیې او سعودي په نوښت رابلل شوې وه چې د طالبانو د حکومت له لوري له لوړو زده کړو او په ناحکومتي موسسو کې د ښځو د کار د بندیز په اړه پر اندېښنو خبرې وکړي.

د اسلامي کنفرانس عمومي منشي حسین براهیم طه غونډې ته وویل، پلاوی به د افغان ښځو او نجونو د تعلیم، کار او د ټولنیز عدالت په شان د اساسي حقونو په وړاندې د طالبانو په اقداماتو تمرکز وکړي ځکه چې دا حقونه د اسلامي نړۍ لپاره لومړیتوب لري.

د طالبانو له لوري د نجونو د پوهنتوني زده کړو او په ناحکومتي موسسو کې د کار د بندیز وروستۍ پرېکړه په پراخه پیمانه غندل شوې او د بریتانیا، امریکا، کاناډا، استرالیا، ناروې، پاکستان او ایران په شان ګڼو هیوادونو او همداراز د اروپايي اتحادیې، اسلامي همکارۍ سازمان او ملګروملتو په څیر نړیوالو موسسو پر دې اقدام د نیوکو ترڅنګ له طالبانو غوښتنه کړې چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او افغان ښځې او نجونې کار او زده کړو ته پرېږدي.

خو د افغانانو او نړیوالو له بیا بیا غوښتنې سره سره طالبانو په خپله پرېکړه کې هیڅ راز بدلون نه دی راوړی.

د اسلامي همکارۍ سازمان تر دې مخکې هم افغانستان ته د دیني عالمانو یو پلاوی لېږلی و چې د ښځو د کار او تعلیم په اړه له طالب مشرانو سره وږغېږي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...