Homeخبرونهد هوايي چلند د مصونيت د څارنې سیستم پرانیستل شو

د هوايي چلند د مصونيت د څارنې سیستم پرانیستل شو

تاند:( جمعه، د جدي ۲۳) ‏‏‏‏د طالبانو د حاکمې ادارې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوايي چلند د مصونيت د څارنې سيسټم (SOMS) د پرانيستلو خبر ورکړی.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، ياد شوی سيستم د وزارت د طالب وزير ملا حمید الله آخند‌زاده او نورو چارواکو له لوري پرانيستل شو.

طالبانو دغه سيستم په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو د بيرته واکمنيدو په ورځو کې له هېواده د خلکو د تخلیې پر مهال د کابل نړيوال هوايي درانه زیانونه لیدلي وو، چې د چارواکو په وینا عادي حالت ته ستنول ېې ډېر لګښت او کار غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...