تاند(شنبه، د جدي ۲۵ مه) د امریکا متحدو ایالتونو پرون (جمعه) د افغانستان په اړه د ملګروملتو د امنیت شورا تر غونډې مخکې له دې شورا وغوښتل چې داسې پرېکړه لیک صادر کړي چې له طالب واکمنو د نجونو پر ښوونځیو او پوهنتونونو او کار د بندیز د پای ته رسیدا په اړه خپلې پرېکړې بېرته واخلي.
د امنیت شورا د ۱۵ غړیو هیوادونو استازو د جمعې په ورځ د متحده عربي اماراتو او جاپان په غوښتنه د طالبانو پر پرېکړو د خبرو لپاره غونډه دایره کړه.
دا غونډه ناعلني وه او خبریالانو ته یې د بحث په اړه معلومات نه ورکول کېدل.
رویټرز خبري اژانس ته دیپلوماتانو ویلي چې په ملګروملتو کې د امریکا استازې لیندا توماس ګرینفیلډ شورا ته په وینا کې وویل، د وضعیت خرابوالي ته په کتو باید د بندیزونو د غندلو لپاره په یوه خوله پرېکړه لیک تصویب کړي او طالبانو له لوري د دغو بندیزونو د فوري پای ته رسیدو غوښتنه وشي.
د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې څرګنده نه شوه چې د امنیت شورا ټولو غړیو د دې ډول یوه پرېکړه لیک د تصویب ملاتړ وکړ او که ونه کړ.
د امنیت شورا پرېکړه لیک د روسیې، چین، امریکا، بریتانیا او فرانسې د نه ویټو کېدو په صورت کې د تایید لپاره ۹ رایو ته اړتیا لري.
که څه هم امریکا او نور هیوادونه فکر کوي چې د دې ډول پرېکړه لیکونو په تصویبولو به د نورو هیوادونو په شان طالبان د خپلو پرېکړو بدلولو ته اړ باسي خو طالب مشرانو ته مهمه نه ده چې نړیوال پر افغانانو څه ډول او څومره فشار راوړي.
نړیوالو ته لا څرګنده نه ده چې طالب مشرانو ته، چې د یوه ګاونډي هیواد په لومه کې دي، دنده سپارل شوې چې افغانستان په نړۍ کې لا منزوي او له یوه هیواد څخه پر یوې سیمې بدل کړي.
افغانستان اوس هم د یوه دولت په شان نه اساسي قانون، نه ملي سرود، نه سفارت، او نه په رسمیت پېژندلی حکومت لري.
خو ډیری بهرني دیپلوماتان وايي چې د طالبانو اکثره مشران، چې په کابل کې دي او پر کندهار مېشته وړه ډله یې ډېر وس نه رسیږي، د هغو اقداماتو ملاتړ نه کوي چې د دې وړې او مجهول الهویه کړۍ له لوري اعلانیږي.
د ښاغلي اسفنديار مرکه شته چې په هغې کې ذبيح الله مجاهد هم شته.
د ښاغلي اسفنديار د وينا له مخې افغانستان له اسلام اباد څخه اداره کيږي. دوی دلته ورته له ټولو وزارتونو او ادارو يو ګډ مرکز ورته جوړ کړی دی چې هغې ته د Afghanistan Control Centre (ACC) وايی او هر څه له دې ځايه اداره کيږي.
https://www.youtube.com/watch?v=4HuDdc6dDhM&t=23s
له پاکستاني طالبانو سره د سولې خبرې
https://www.youtube.com/watch?v=gfiavWW_EPo&t=4s
افغانستان د لویې لوبې ښکار شوی
https://www.youtube.com/watch?v=CGIZcOC4Z6Q
طالبان د پاکستان لښکر دی
https://www.youtube.com/watch?v=LhuV8g8HYIg
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په هکله د پاکستان دریځ؛ آیا د پاکستان سیاست تغیر کړی؟
https://www.youtube.com/watch?v=EWMseyzEjRo