Home+په دې ورځ لوی احمدشاه بابا مرهټیان مات کړل

په دې ورځ لوی احمدشاه بابا مرهټیان مات کړل

تاند- له نن څخه ۲۶۱ کاله پخوا د ۱۷۶۱ ع کال د جنورۍ په څوارلسمه ډیلي ته نژدې په پاني پت کې د لوی احمدشاه بابا او د هند د مغول پاچا د لښکرو ترمنځ لویه جګړه ونښته.

افغانانو په دې جګړه کې د هند مرهتیانو او مغولو ته ماته ورکړه.دا جګړه د مرهټې په سیمه کې وشوه چې د جنوبي اسیا اکثره قومونه پکې له یو بل سره مخامخ شوي دي.

احمدشاه بابا ،چې د مرهټیانو له لاسه د مسلمانانو په بلنه د مرهټیانو د ځپلو لپاره دې جګړې ته دانګلي وو، دښمن ته له سبق ورکولو وروسته افغانستان ته راستون شو او د افغانستان اصلي پولي یې ټینګې کړې.

په ۱۷۷۳ ع کال د احمدشاه بابا د وفات په وخت د افغانستان د نفوذ ساحه د اوسني چین له تبت رانیولې، د هند د سمندر تر غاړو او په لوېدیځ کې تر نیشاپوره پورې رسېدلې.

هغه وخت افغانان دومره ویاړلي اوغښتلي وو چې د نورو برخلیک یې ټاکه او د هغو خلکو دفاع یې کوله چې دوی او د دوی نیکونو په خپلو مبارزو او سرشیندنو مسلمان کړي وو خو نن د هغو کسانو له لاسه د اسلام په نوم پرې لوبې کېږي چې د افغانانو د تورې په زور مسلمانان شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...