دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+آيا د جينوا مرستې د پاکستان اقتصاد ژغورلی شي؟

آيا د جينوا مرستې د پاکستان اقتصاد ژغورلی شي؟

زاهد الله محمدي

په جنوبی اسیا پوهنتون کې د دوکتورا سکالر

په لسګونو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د۲۰۲۳ کال د جنوري په نهمه نيټه له پاکستان سره د سيلابونو ويجاړوونکو زیانونو د بیارغونې لپاره نزدې ۱۰ ميلیارد ډالر مرسته وکړه. دا چې د پاکستان اقتصاد وار د مخه د ديوالیه کیدو له خطر سره مخامخ دی، پوښتنه دا ده چې آيا دا مرستې به د پاکستان اقتصاد له ديوالیه کيدو څخه وژغورلی شي؟

د پاکستان اقتصاد ولې له خطر سره مخامخ دی؟

نړیوال بانک له اټکل سره سم، د پاکستان اقتصادي وده له ۴ سلنې څخه ۲ سلنې ته راټيټه شوې، خو ښايې وده يې له ۲ سلنې څخه هم کمه وي، ځکه اقتصاد يې له مختلفو اقتصادي او سیاسي ننګونو سره مخامخ دی. په اقتصادي ننګونو کې يې مهم فکتورونه د بهرنيو اسعارو د ذخایرو کمبود،  په جاري حساب کې خساره، د انفلاسيون د کچې بیساري لوړوالی او د خوراکي توکو کمبود یادولای شو. د تیر کال سیلابونو د پاکستان اقتصاد ته سخت زیان اړولی دی، په ځانګړې ډول زراعتي سکتور ته، دا په داسی حال کې ده چې زراعتی سکتور د پاکستان د داخلی ملي توليداتو ۲۳ سلنه جوړوي او د دې ترڅنګ د وګړو ۳۷ سلنه يې په زراعتي سکتور کې بوخت دي. د ۲۰۲۲ کال دسمبر مياشتې تر وروستيو پوري پاکستان د بهرنيو اسعارو زېرمه ۴.۵  ميليارد دالره وه، چې يواځي همدغه رقم د نوموړې هېواد د یوې میاشتي وارداتو لپاره کفایت کوي.

بل مهم فکتور چې د پاکستان اقتصاد ته يې زیان اړولی دی هغه سیاسي بي ثباتي ده. بهرني او داخلی پانګوال په مبهم او ناڅرګند حالت کې پانګونه نه کوي، د دې ترڅنګ په وروستيو کې په پاکستان کې امنیتي پېښې زیاتي شوي دي، په چينايې افرادو او کمپنيو بریدونو چين هم مجبور کړی چې په پاکستان کې په پانګونه باندي بیا غور وکړي. د دې ترڅنګ په پاکستان کې بهرنۍ مستقیمه پانګونه FDI نزدي ۵۰ سلنه کمه شوې ده.

د جينوا مرستې پر اقتصاد څه ډول اغیز لرلای شي؟

دغه مرستې کولای شي د پاکستان اقتصاد د يو څه وخت لپاره وژغوري، خو د اوږد مهال لپاره پاکستان د دیوالیه کیدو له خطر سره مخامخ دی. یادونه باید وشي چې له دغو مرستو څخه زیاته برخه يې پور دی او بلا عوضه مرسته نه ده.  له ۱۰ ميليارد ډالري مرستې څخه يې اسلامي پرمختيايي بانک ٤.٢ مليارده ډالره، نړيوال بانک ٢ ميليارده او اسيايي پراختيايي بانک  ١،٥ ميليارده ډالر  او د اسیا زیربنا پانګونې بانک ۱ ميليارد ډالر مرسته چې مجموعه یې ۸.۷ ميليارد ډالر کیږي پور دی. دا په دې مانا ده چې د دې مرستې زیاته برخه (۹۰ سلنه ) پور دی چې د درې کالو په موده کې به پاکستان ته ورکول کیږي. دغه پور به د پاکستان د پور کچه نوره هم لوړه کړي، چې دا بیا د نوموړې هېواد پر اقتصاد فشار نور هم لوړوي. دا چې دغه مرستې د درې کالو په موده کې پاکستان ته ورکول کیږي، خو پاکستان عاجلي ډالري مرستې ته اړتيا لري څو  خپله اسعاري ذخیره لوړه کړي او د انفلاسیون مخنیوی وکړي، د دې لپاره باید پاکستان د پیسو نړیوال صندوق (IMF) سره خپلي اړيکې ورغوي ترڅو  ۱.۲ ميلیارد ډالره ځنډول شوی پور پاکستان ته ورکړي. د جينوا د غونډې پر مهال د پاکستان ماليې وزیر اسحاق ډار د پیسو د نړیوال صندوق سره هم خبرې وکړي، دغه پور ځکه ځنډول شوی چې پاکستان تیر کال د خپلو عوایدو ټاکل شوی مقدار نه دی پوره کړی. ښاغلي ډار له رسنيو او خلکو غوښتنه کړي چې د پاکستان د ديوالیه کيدلو په اړه اوازي خپري نه کړي.

په لنډ ډول ویلی شو چې له مرستو سره سره پاکستان د روس-اوکراین جګړې، د کورونا قرنطين، اقلیمي بدلونونو، او سیاسي بي ثباتۍ له امله د دیوالیه کيدو په درشل کې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب